امرالدین سرحد

 

اختره څنګه به په تا شي خبر

 

څوک نشته کورکې درته خلاص کاندي ور

خپه ته نشي ته خو ګران یی اختر

شونډې موسکا به دلته ونه وینې

منګي مات شوي ټول کودي په ګدر

څوک نشته کورکې درته خلاص کاندي ور

جامې که نوې نه وې پاکې خووې

سره ټټرونه وه مینځلي جامې

دومره خونه ووچې ټول کلی ژړل

اخترهرچاته ښکاریده بختور

څوک کورکې نشته درته خلاص کاندي ور

اختره مه راځه تړلی دی کور

په وینومړ شو بل نغري د اور

زمونږدروازي په وینووهسې سرې دي

جنازي ګورې ادیرې په سر

څوک نشته کور کې درته خلاص کاندي ور

له کومه ځایه به موسکا شي شونډې

یتیمان ژاړي غواړي پلارله کونډې

اختره ته چې راشئ څه به وکړې

ته به تل واورې دمرګونوو خبر

څوک نشته کور کې درته خلاص کاندي ور

دلته چپتیا ده یادوي یو الله

اوښکې بهیږي دسپینږیري ملا

وایی: مرګونه خو خپل حد لري

دلته ویجاړکلي ان خاورې په سر

اختره څنګه به په تا شي خبر

څوک نشته کورکې درته خلاص کاندې ور

امرالدین سرحد

مسکو

۰۳/۰۷/۲۰۱۶