امرالدین سرحد

ټولوګرانو افغانانو ته کوچنی اخترمومبارک شه !

 

هرافغان ژوندی په مځکه

راځۍ ټول سره اختر شو

ته چې هرچیرې اوښیږې

راشه یو بل ته عزت شو

هغه وږي دې هیر نشي

ټول خبر په دې غربت شو

خدای دې مه خواره وروره

ټول لوی خدای ته عبادت شو

زه او ته یوو دګډ کور

تراځه دواړه یو قوت شو

ګډه وینه ګډ مو رنګ دی

دې ګډوالي کې همت شو

ګډ غمونه ګالو یوځای

لرې مه ځه ټول راګډ شو

د ښادۍ خندا ګډ خوند ته

په خوشالۍ کې ټول غږ شو

ای زما د زړه بڅر کیه !

مخ په سولې حرکت شو

هرافغان ته اخترجوړکړو

دافغان کور کې غیرت شو

جګړه وشړو له کوره

جوړاخترپګړۍ په سرکړو

اوس اختر جلا جلا دی

ځینې ژاړې ځينې خاندې

یوتربله که مونږپوه شو

یواختریوبه صورت شو

امرالدین سرحد

مسکو

۰۴/۰۷/۲۰۱۶