عبدالباری عارض

 

بدلون

بدلون د معنی په لحاظ تر ټولو غوره کلمه ده چی په ټوله کی د سیاسی بنسټونو او ټولنیزو جوړښتونو په هکله د استعمال موارد ډیر لری. بدلون په لغت کی د منقلب یا د بیخه تغیر مفهوم لری چی په عامه کی د دولتی بنسټونو کامل تغیر له ځانه سره لری که د بدلون کلمه په دری معنی سی نو منقلب چی بهیر یی انقلاب بلل کیږی، تعبیریږی. په ماهیت کی ددی کلمی سره د ټولنی ټیټه طبقه یا زحمت کش قشرونه ډیر علاقمند دی ځکه هغوی پر ټولنه حاکمه وضعی ستړی کړی وی او نه په یوه برخه کی بلکه بنسټیز تغیر یا په ټولو برخو کی د بیخه تغیر غوښتونکی وی. په لنډه کی که بدلون پښتو نو انقلاب په دری ژبه کی معنی کیدای سی خو له بده مرغه ځنی کړۍ د دی کلمی سره د حساسیت له کبله بدلون په دری کی د تحول په معنی تعبیروی پداسی حال کی چی دا ډول کړنی یا تعبیر سر بیره پردی چی د سیاسی قاموس سره جفا ده د ولسونو په سترګو کی د خاورو د پاشلو مفهوم لرلای سی.

له بله اړخه که د هیواد په اوسنی شرایطو کی چی یقینا اکثریت ولسونه ناراضه دی د بدلون کلمه رامخ ته کړل سی اما تر دغی کلمی لاندی د حاکمیت د چینی څخه اوبه چیښل کیږی او د هغه د بقا هڅه کیږی نو دا د ولس سره جفا یا ولسی غولونه بلل کیدای سی ځکه د بدلون مفهوم د دولت یا حاکم جوړښت روبینایی او زیربینایی بنسټونه په ټوله کی منقلب کول یا کاملا تغیر کول بلل کیږی. اما دا پدیده هیڅکله د دولت د پوټانسیل څخه په استفاده نسی پیاوړی کیدلای. خو که منفی هوښیاری وکړل سی او بدلون په دری د تحول په معنی تفهیم کیږی او د حاکمیت د چینی څخه پیاوړی کیږی نو بیا د بدلون د کلمی استعمال هیڅ ډول توجیه نلری ځکه بدلون کاملا د حاکمیت سره په تضاد یا دښمنی کی وی او حاکمیت ته د پای ټکی ایږدی.

دا سمه ده چی د هیواد په فعلی شرایطو کی په فردی ټوګه ډاکتر غنی تر بل هر بدیل د تایید او ملاتړ وړ دۍ او اوسنی شرایطو ته په کتو د ډیرو صفاتو لرونکۍ دی چی په تیرو درو لسیزو کی یی سارۍ ندۍ ترسترګو سوۍ ملاتړ یی ګناه نده خو که څوک وغواړی دده د ملاتړ لپاره د ده د امکاناتو څخه په ګټه اخیستو په کتلوی شکل سو تعبیرات رایه کړی دا بده خبره نده حتی نیک کار دۍ اما د بدلون د کلمی څخه ګټه اخیستل انحرافی بڼه لری او ګناه ده بدلون مطلق انقلاب دۍ او د ملاتړ مفهوم نسی لرلای هیله می داده چی هغه دوستان چی واقعا اصلاحی مفکوری لری د شخصی ګټو لپاره سیاسی منل سوی مفاهیم د ولس په ذهن کی په غلطه تعبیر نکړی په خاصه توګه هغه کسان چی تر پرونه یی د انقلاب چغی وهلی او د انقلابی حاکمیتونو څخه تغذیه سوی وی او په تمامه معنی د بدلون په معنی پوهیږی اما لازمه به نه وی چی نن د یو جزوی ګټو لپاره د ولس په ذهن کی بدلون په تحول تحریفوی او دا تحول د حاکمیت له جیبه پیاوړۍ کوی. افغان ولس په تیرو څلورو لسیزو کی ډیر ځوریدلۍ او استثمار سویدۍ لږ رحم پر وکړۍ نور یی په غلطو تعبیراتو مه خطا باسۍ په زغرده کیدای سی د حاکمیت ملاتړ وکړۍ په خپله عقیده مه شرمیږۍ نور رنګونه مه ورکوۍ. د قدرمنو دوستانو قدر کوم صرف و حقایقو ته یی پام را اړوم هیڅکله به د ملی او مترقی عناصرو په نوم ځان ته ځای ونه مومۍ او هیڅکله به تاریخ افرین درته ونه وایی که ناخود اګاه تر غولونکو کلمو او جملو لاندی حرکت کوۍ لطفا ځان اګاه کړۍ ناوخته ندۍ خپل ضمیر ته سرلوړی اوسۍ د ورځنی مادی امتیازاتو په مقابل کی ځانونه مه..........که پورتنۍ خبری ګنګی اشاری وی د اړتیا په وخت کی به روښانه کړل سی.

                                                                                           وتمت بالخیر