امرالدین سرحد

 

هر چا خپل دستک وړل کراچیوو کې

 

باریې کړې افغان کډې موټروکې

اوښکې له ګیلووسره خبروکې

خیردی زمانه راغله بدله شوه

راغله بی خوندي لږپه سندروکې

بارې کړې افغان کډې موټرو کې

مونږته یی ویل مدام ورورجان مې یې

څومره رانژدې ته مسلمان مې یې

دا خبرې هلته وې چې ګټې وې

خوند و زمونږد بڼ ټول په سنځلوکې

بار یی کړې افغان کډې موټرو کې

څنګه زمانه وه دجهاد په نوم

الله واکبرضد شوروي په نوم

روس خوخپله ووت نورکافرنه ول

بیرته جهاد ونښته جنګونو کې

باریې کړې افغان کړې موټروکې

دا یوه خبره مې په یاد شوله

کله چې تیاره کابل هوا شوله

جوړشول په کابل کې حکمتونه ډیر

هرچاخپل دستک وړل کراچیوکې

باریې کړي افغان کډې موټرو کې

دا عجیبه هلته شوه دخوند خبر

راغلل نورکافراته څلویښت ببر

سرکې امریکا انګریزناتو ملل

غوړشول مجاهد تازه دالروکې

بار یې کړې افغان کډې موټروکې

اوس به درته وژاړم ونه ژاړم

زه به دزړه حال ټول نن ونه وایم

راغی مجبوریت سرحد وطن ته ځي

نشته کومه ګټه په ژړلوو کې

باریې کړې افغان کډې موټروکې

امرالدین سرحد

۲۰ /۰۸/۲۰۱۶