امرالدین سرحد

چاڅې وران دغه وطن کړ

چا څې وران دغه وطن کړ
چا څې ټول سپیره ګلشن کړ
دې تاریخ دا ټول لیدلي
ټیټ یې سرځان یې پمن کړ
چاڅې وران دغه وطن کړ
«»«»
داویجاړویجاړ کورونه
دا مات شوي دستکونه
په توپونو یې ویشتلي
خواروجدان تن یې په تنګ کړ
چاڅې وران دغه وطن کړ
«»«»
داماڼۍ دارالامان کې
داویجاړې په پغمان کې
د جګړې په وینویې رنګ کړ
چاڅې وران دغه وطن کړ
«»«»
لوی الله یې شرموي تل
چاچې وران کړلوی کابل
توره نښه په تاریخ کې
په خپل اوچلي دبی ننګ کړ
چاڅې وران دغه وطن کړ
«»«»
دجهادحاصل ورانی و
شاته یې ناست سړی پردی و
چا ګټلې پیسې نقدې
هرافغان یې هم په تنګ کړ
چاچې وران دغه وطن کړ

امرالدین سرحد
مسکو
۱۷/۰۹/۲۰۱۶