د شهیدداکتر نجیب الله د شهادت دشلمي کالیزي په مناسبت


نه مې هیریږي


ای شهیده !
ای نجیبه!
دتاریخ رنګ یې
د تاریځ کرښه
نومیالی لوړ په هسکه غاړه
په لوی میدان کې
دټولو مخکې
پرته له ډاره
بی له فشاره
په لوړآواز
په خلاص تندي
په هسکه غاړه
او برالا
تا چې ویل :
راځئ چې خپل شو
راځئ خپل کورته
ورانی کړو بس
آبادي پیل کړو
په روغو بړشو
یوبل ته وګورو
په رڼو سترګو
لږ څه په سوچ شو
راځئ چې خپل شو
«»«»«»
ای شهیده !
ای نجیبه !
تا چې ویل:
راځئ په ګډه
لکه خپل ورور ته
لکه لمسي ته
لکه خپل ځوی ته
لکه ماما ته
لکه وراوره ته
لکه خوریي ته
ټول یو تربله
شوو تودې هیلې
غیږه کړو خلاصه
لکه ورک وروردڅوکلنوو
کورته راستون شي
له اوښکو ډکه مورکۍ
په ملا دا کړوپه ببۍ
مور خپل بچي ته
ببۍ لمسي ته
دخوشالۍ کړیکي کړي پیل
له دېنه بله خوشالي
بله خو نشته
چې له تپلې جګړې
افغان راستون شي
ژوند په بدلون شي
«»«»«»
ما چې ویل:
راځۍ جګړه وشړو
دواړه په ګډه
له دې وران کلي،
دهرافغان خواله کړوروغه
لکه ورۍ نوک
دیوه بدن یوو
اخر یو تن یوو
دیوه وطن یوو
«»«»«»
اې شهیده !
اې نجیبه
تا چې ویل :
ګوره ما خلاصه کړله
دا خپله غاړه
خدای دې بیا نکړي
کابل دریاب شي
افغان له وینوو،
خدای دې بیا نکړي
کابل تالا شي
کور په کور جنګ شي
همدې کابل کې
په لږ موده کې
جلا ،جلا
جوړحکومتونه
جلا پیسې
تقسیم ،تقسیم وزارتونه
دهرچا خپل جوړ ګمرکونه
خپل پاټکونه
«»«»«»
ای شهیده !
ای نجیبه !
همداسې شول
تا چې ویل:
خدای دې رحمت
او لوی جنت
د تا په برخه
له خدایه غواړو
روڼ دې تاریخ دی
پرګنوو مینځ کې
ته زښته ډیر ،
لرې ،
مرتبه لویه او لوی عزت
«»«»«»
خوزښت دې درومي
نن مخ په وړاندې
اوس په دې پوه دي
چې دي مین
په ګران وطن اوافغانیت
جلا غونډونه
بیرته راټول شول
لا راټولیږي
په دې پوهیږي
که راټول نشي
بیا خو ورکیږي
ته نه هیریږې
تاریخ دې روڼ دی
دتا دلارې لاروي
په دې لاردرومي

امرالدین سرحد
مسکو
۲۳/۰۹/۲۰۱۶