عزیزاللّه حقپال

داکترنجیب الله د وطن ځلانده ستوری او د تاریخ په زرینو صفحو کی تلپاتی نوم

د داکتر نجیب الله د شهادت دشلم تلین نمانځنی غونډی ته وینا


دوستانو ملګرو د افغانستان د دموکراتیک بهیر روڼاندو دافغانستان دملی دموکراتیکو احزابو نمایندګانو ګرانو وطنوالو له هر څه مخکی د هیواد د مترقی او قانونی ریس جمهور د وطن د ګوند قانونی او مشروع ریس او عمومی منشی ارواح شاد داکتر نجیب الله او د هیواد دازادی دلاری شهیدانو روح ته درود استوم او خپله د احترام او تسلیت مراتب څرګندوم
د وطن د ګوند داورپایی شوری د رهبری او ټولو هغو دوستانو څخه مننه وکړم چی دننی ورځی دتدویر پلاره کی زحمت ایستلی او ددی شرایط یی مساعد کړی چی د هیواد د زړور او فقید جمهور ریس شهید داکتر نجب الله دملی او مترقی او په هیواد کی د یوی تل پاتی دصلحی دلاری هڅو یادونه وکړو ، دهغه یادونه تازه کړو   ترڅو زموږځوان نسل او راتلونکی نسلونه د داکتر صیب د خیر خواهانه هڅو او نیک نظر څخه خبر کړلی شو .                            
دوستانو ته روشانه ده جی موږ او تاسی   د روانی نیمي پیړي په اوږدو کی موږ   په خپل هیوادکی د ډیرو تاریخی حوادیثو د واقع کیدو او منځته راتللو شاهدان وه ، د نظامونو او رژیمونو دتغیر او تبدیل ، د حکومتونو د اوشتونو د کودتاو او توطیو برسیره د بهرنی هیوادنو دتیریو د خارجی استخباراتی د کړیو د د او پراتیفی عملیاتو یو منطقوی او کله هم نړیوال مرکز وه
  
چی هر پیشه یی خاص اهمیت لری او دخاصیڅیړنی وړ ده   کومو چی له خپله ځانه محسوسی ناوړه پایلی درلودلی او یا یی هم مثبت اثرات او ګټوری نتیجی له خپله ځانه سره راوړی دی . د هیواد د روند اندو   او دهیواد په غمیزو کی متاثیر وطنوال   مترقیګوندونه او ملی شخصیتونه دا پیشی همشه د تاریخ او ټولنزو علمو په روشنایی کی د خپلو نظرونو په ورکولو سره څیړی ، تحلیوییی د تجلیل یا هم د غندونو مراسیم ورته نیسی .
  
که څه هم هره یوه تاریخی پیشه د یادولو وړ ده خو تر ټولو زیاته هغه پیشه چی د 1371 کال د حمل په 26 دیوی خاینانه کودتا په توګه را څرګنده شوه
کومه چی د هیواد د وسلوالو ځواکونو بر حاله څو ستوری درلودونکی جنرالانو د یو شمیر متعصیبو مشرانو په غوره کولو سره د خپل حاکمیت په وړاندی د مذهبی بنیادګرو اشرارو سره دیو پټ ایتلاف د جوړولو په نتجه کی د محترم فقید مشر ارواح ښاد داکتر نحیب الله په ضد کودتا سره د دموکراتیک نظام د یوه ارتجاعی حکومت ته او یو تاریک بنیادګر او خارجی استخباراتو پوری تړلی تنظیم ټه په سپارلو سره اقدام وکړ.
ددی کودتا په نتجه کی نتنها چی قدرت یو مرتجع او هیواد ته خاینو افرادو پلاسکی واخست   بلکه   د داکتر نجیبالله لخوا د صلحی پروسه چی د ملل متحد د پروګرام سره په پوره همغږی سره مخته تلله ، ناکامه شوه ، د هیواد جمهور ریس دملل متحد دفتر ته په پناه اخستلو سره مجبورکړل شو . زموږ تر 70 زره زیات دکابل میشت وکړی د تنظیمونو په خپل منځی جنګونو کی ووژل شول ، ددی کودتا له امله هیواد ته د مهاجرو د راستنیدو په ځای د مهاجرتونو نوی لړی پیل شوه دهیواد ملی کادر او متفکر مغز وطن پریشودنی ته اړ کړل شو . ددی منحوثی کودتا له کبله زموږ هیواد د قومی او تنظیمی شخړو د اور لګیدو په اساس څه نا څه دری لسیزی نور هم وسوځیدل او ددی اور لمبی تراوسه شعلوري دي ،دوسلوال پوځ ددی خاینو جنرالانو او د وطن ګوند یو شمیر متعصیبو رهبرانو د خیانت په نتجه کییو ځل بیا زموږ په هیواد کی دموکراتیک نهضت د تباهی کندی ته ولویده، ملی دموکراتیک شخصیتونه ترور زندانی او د هیواد پریشودلو ته مجبور کړل شول سیاسی قدرت بنیادګرو او ارتجاعی قوتونو خپل لاس کی واخست ،
هر معلول په خپل نوبت علت کیدایی شی او بل معلول منځته راوړی . خاینه کودتا چی د تنظیمی حکومت علت بلله کیده خو تنظیمی بینظمی د طالبانو دظهور علت وګرزیده او تر تنظمی دولت ارتجاعیتر معلول یی درلودل .له نن څخه پوره شل کاله مخکی د میزان په 5 دطالبانو توری لشکری کابل شار ته ننوزی او په لومړنیو ساعتونو کی د پاکستان دای ایس ای په دستور دهیواد پخوانی ریس جمهور ارواح ښاد داکتر نجیب الله په نا قانونه توګه د ټولو اخلاقی او انسانی نورمونو خلاف د ملل متحد له دفتر څخه راوایستل او   په ډیره بیرحمی او ظالمانه ټوګه شهید کړ ،
داکتر نجیبا لله یی په فزیکی توکه زموږ د موکرات کهول له منځه وړی خو هغه معنوی ژوندی دی داکتر نجیب د افغانستان د تاریخ ځلانده ستوری او د تل لپاره یی خپل نوم د تاریخ په زرینو صفحو کی ثبت کړ . دتل لپاره د ملی دموکراتیکو قوتونو دملی شخصیتونو په لست کی ثبت شوی ابدی ویاړیی کټلی . دادی نن شل کاله دهغه له شهادت تیر شوی خو د هغه دشهادت شلم تلین د هیواد په ګوټګوټ او له هیواد بهر د روناندو لخوا له پخوا نه زیات په شان لرونکو مراسیمو باندي د سترو غونډو په دایره ولو   سره نمانځل کیږی . دا نمانځنه د داکتر نجیب د شهادت نمانځنه نه بلکی د هغه د عالی شخصیت او د هغه د لوړ ملی او دموکراتیک فکر نمانځنه ده .
    
محترمو دوستانو : که څه هم د افغانستان دملییوالیګوند د افغانستان د پخوانی دموکراتیک ګوند او یاهم د وطن د ګوند ادامه او شاخه په ټوګه خپل فعالیت ندی تنظیم کړی او د خپلی مستقیلانه کړنلاری او تګلاری له مخی په ملی ایدیالوژی ولاړځانګړی حزب په توګه د هیواد دنافذه قوانینو په رڼا کی ثبت و راجستر شوی او دهیواد په کچه سرتاسریګوند په ټوګه فعالیت لری خو د دیالکتیکی قوانینو له مخی د تیرو ملی دموکراتیکو ګوندونو   او دموکراتیک له بهیر سره پیوند لری موږ هیڅکله دهیواد د ویشو ځلمیانو د افغانستان د خلکو د دموکراتیک ګوند   د دموکراتیک جنبش او د وطن ګوند ویاړلی مبارزی چی دهیواد والو د هوساینی په لاره کی کړی له یاده نشو ایستلای او ورته احترام په لرلو سره ځان پکی شریک بولو.
که څه هم موږ د نننیو شرایطو په نظر کی نیولو او د هری پدیدی د تکامل په قانون باندی د باور دلرلو د اصل په اساس ، پخوانیو رهبرانو ته دنن ورځی د مبارزی دلاری خاص الګو او تغیر نمنوکی شخیتونو په توګه ځان معتقید نه بولو   خو هغوی ته د خاص احترام په درلودلو سره دا هم ویلایی شوو چی :
د 1979 کال په دیسمبر کی د خلق د دموکراتیګګوند عمومی منشی حفیظ الله امین وژل او له هغه 17 کاله ورسته په 1996 کی د وطن دګوند د عمومی منشی وژل ډواړه د هیواد ستر شهیدان   وبولو ، لکه څرنګه چی داکتر صیب نجب د خارجی استخباراتو د ګوډاګیانو لخوا په ظلم سره شهید یږی همدارنګه د خلق دګوند عمومی منشی حفیظ الله امین مستقیمأ د خارجی استخباراتو او نظامیانو لخوا دیو بر بنډه تحاوز په نتجه کی شهیدیږی ، دا خو په ډاګه ویلایی شو چی دواړه د خارجی استخباراتو د کړیو لخوا شهیدان شوی، دواړه په خپل کور کی خپل هیواد کی په شهادت رسیدلی دي، دا خو ویلایی شو چییو د سره استعمار او بل د تور استعمار قربانیان دی . او د هر یو په شهادت رسیدو سره هیواد د ی نوی بحران شکار شوی دی .او په شکاره بربنډډول ویلای شو چی د دواړو په شهادت رسولو کییوه معلومه او بد نامه ډله ستر لاس لری چی د تاریخ په وړاندی دتل لپاره سر تیتی او مختورن دی .
  
او دوی دواړه دیوی لاری د صلحی دلاری دتعقیبولو قربانیان دی .
محترمو حاضیرینو او دوستانو موږ نن د داکتر نجیب د شخصیت او د هغه د ملییوالی تفکر د سیاسی پلورالزم پلوی او د متخاصیمو ډلو ترمنځ د ملی مصالحی د پالیسی ایجادګر د نظر او فکر په همغږی سره راټول شوییو .او له یلی خوا ګورو چی هیواد کی همدا نن د سیکولور او بنیادګرایی ترمنځ کشمکش ته په نظر کی نیولو سره . په هیواد کی دمذهبی بنیادګرایانو اتحاد ته پکتلو سر چی هڅه کوی ترڅو دموکذاتیک بهیر او روناندی قوتونو د بنیادګرای هغی کندی ته وغوزوی چی بیا یی را ایستل کلونه کلونه مبارزه او قربانی غواړی.
نو موږ د ملییوالیګوند په تاسو ملی دموکراتیکو قوتونو باندییوځل بیا هغه غږ کو کوی چی مو په 2014 کال کی دسنوبورګ په شار کی دملییوالیګوند لخوا رابلل شوی غونډه کی ، او 2015 نومبر کی د ملی تفاهم دشوری لخوا رابلل شوی سیمینار کی کړی.
په هیواد کی د ملی دموکراتیک نهضت د ساتنی پخاطر ، په وطن کی دملی وحدت او یو واحد ملت دجوړونی پخاطر ، په هیواد کی د پارالمانی مبارزی له لاری د یو ملی واکمن حکومت د رامنځته راوستلو په خاطر ،د هیوادالو لپاره د هوسا ارام ژونداو ډادمن امنیت د راوستلو په منظور .د روناندی اندیشو د براختیا ، او د اوهامو څخه دخلاصون د مذهبی بنیادګرایی د راتګ د مخنوی د قومی ،مذهبی او ملیتی جلاوالی د جلوګیری په خاطر د یوی واحدی اجندا په جوړولو سره د موازی لاریو باندی د ډلو د تګ په عوض په یوه واحده لاره د قویګوند په توګه حرکت وکړو. موږډیری مشترکی وجهی لرو کولایی شو یو او بل سره غیږ کی ونیسو ،که لیږڅه هم د خپلو عظمت طلبیو او ځان غوشتنی تیر شو کولایی شو چییو اوبل سره تحمل کړلایی شو.
دوستانو موږ د ملییوالیګوند پدی غقیده یو چی نه باید خپل ځان په بل چا تحمل کړو او نه بل څوک پخپل خان باندی تحمیلوو .خو د هر چا نظر ته په احترام درلودلو سره زموږ د ملییوالیګوند دټولو دموکراتیکو قوتونو سره بلخاصه د وطن کوند او تفاهم دشوری له ملګرو سره د یو واحد ګوند په لور دتللو طرفدار دي .
.  
او هغه کسان چی ملی مصالحه یی د مبارزی دلاری مشعل وی ، د ملییوالی په لاره کی دمبارزی تتر وهی. د متخاصیمو وسلوالو ډلو نژدیوالی ته معتقید وی په پوره رشتینولی سره د خپلو همفکر روناندو دوستانو سره د یوالی خواته تلی شی .ولی تر اوسه موږ پدی اړوند د وطن ګوند د مسوولینو څخه د هیواد په دننه کی د یو سوړ برخورد سره مخامخ شوییو ، اوس چی د وطن ګوند د خپلی سرتاسری لویه شوری او کنګری د جوړیدلو درشل کییاست امید لرو چی د بریالی کنګری په مصوباتو کی دی اړخ او دی ضرورت ته هم مثبته اشاره شوی وی .
موږ باور لرو چی د دواړو خوا د رهیری د غوشتنو سره سم د یوی واحدی کنګری په جوړولو سره چی د یو مشخص میکانیزم له مخی منځ ته راشی دیو کامل وحدت پلور ګام واخلو.
لازیمه بولم چی دلته یاده کړم نن د زموږ د هیواد د روند اند قشر تر منځ هغه پخوانی توره دجلاوالی لیکه وجود نلری بلکی دا لیکه اوس عوض شوی او خپل رنګیی بدل کړی . اوس دالیکه د پخوانیو مترقی دموکراتانو څخه د ورته نظر څشتنان او د مشابه موخو ملګری د لیکییوی غاړی ته درولی دی . یعنی هغه چی د وطن دوستان ،صادق،   ملی ،متعهد نوښتګر ، خدمتګاران او خپل پال افغانان دی ، د لیکییوی خواته ، او دخارجی استخباراتو سره تړلی معامله ګر، سیاسی مداریان، په اجنبیانو باندی اتیکا کونکی او پردی پال ، غیر متعهد د لیکی بلی غاړی ته ولاړ دی ..دغه ګډی وجهه فاصیلی له منځه وړی او ورته نظرونو کسان سره نژدی کوی.
په اخیر کییو ځل بیا د ارواح ښاد داکتر نجیب اود هیواد ټولو شهیدانو ته له خداونده مغفرت غواړم امید واریم چی د سترو شهیدانو ارمانونه د هیواد د ابادی اود غریب اولس د هوساینی پلاره عملی کړلای شو .

  


.