نن په طلوع نیوزکی محمودکرزي د خپلوشتمنیوپه باره کی خبری کولی ، د ده په خبرو

پوری می یوه ټوکه راپه یادشوه ، ھغه داسی وه :

وایی چی دیوی کونډی زوی ډیرساده وو،د ځوانۍ لومړنۍ ورځی یی وی ، موریی واده

ورته وکړو، د واده څخه یوازی دری میاشتی وروسته یی زوی پیداشو. موریی ډیره

پریشانه وه ، د لمسي بی وخته زیږیدو زوروله ،زوی یی د ټولی سادګۍ سره سره د مور

په حالت پوه شواود کوم ملګري سره یی د زوی د پیداکیدوله کبله د مورد خفګان په موضوع

خبری وکړی ، ملګری یی د موضوع په څرنګوالي پوه شو، د کونډی زوی یی پدی پوه

کړچی اولاد ترواده وروسته لږترلږه نه میاشتی وروسته د پیداکیدوامکان لري اوله نه

میاشتومخکی د اولادپیداکیدل پیغورونه د ځانه سره لري او....او

د کونډی زوی پخپله میرمن شکمن شواود ھغه سره یی بدګوزراني شروع کړه،څوورځی

وروسته یی میرمنی د بدګوزرانۍ د لامل په ھکله تری وپوښتل ، د کونډی زوی ھم ھرڅه

سپین سوتره ورته بیان کړل اود ھرڅه په څرنګوالي یی پوه کړه. ښځه یی څوشیبی غلي

او وروسته یی په لوړه خنداوخندل ، میړه یی په زیږوزیږو وروکتل خوڅه یی ونه ویل.

یوه شیبه وروسته یی بیاوخندل اود خپل میړه پام یی ځانته راواړولو او ویی ویل ؛

"خلک خودی ھسی ساده نه بولي ،زماساده لالیه ته تراوسه پدی ھم نه پوھیږي چی زما

اوستاد واده دری میاشتی نه بلکه نه میاشتی تیری شویدي ".

د کونډی زوی چی د خپلی میرمنی داخبری واوریدی نوھک پک شوچی داڅنګه کیدای

شي ؟ ھرڅومره یی چی میاشتی ایخوا اودیخواوشمیرلی سریی پری خلاص نه شو،خپلی میرمنی ته یی مخ ورواړوو وی یی څنګه نه میاشتی ؟ میرمنی یی ورته وویلی چی زه یی درته وایم ،ته یی شمیره ! اول داچی دری میاشتی کیږي چی تا زماسره واده کړیدی ،دویم داچی دری میاشتی کیږي ما ستاسره واده کړیدی اودریم داچی دری میاشتی کیږي چی ما اوتایودبل سره واده کړیدی ، ټولی یی وشمیره چی نه میاشتی کیږي که نکیږي؟ د کونډی زوی دری ځلی دری وشمیرل چی نه کیږي ،تشویش یی لیری شو،څوواری یی د ځان سره زمزمه کړه وی یی " د شیطانانودی کورخراب شي"، پدی وخت کی یی میرمن خواته راغله اوپه خندا خندایی ورته وویلی چی نوردی د مورپه شیطانیوپسی مه ګرځه !