زهير، زهير کړم

بصيرالحق عادل

 

«د ارواښاد نعمت الله زهير خاطرې او د هغه ځينې ځانګړنې»

هسې خو هم زموږ ټولنه کې د مرګونو او وژنو باران دی، خو ځينې وژنې داسې وي چې سړی غوټ پر ملا مات کړي، د انسان پر زړه داغ شي، خوب ورباندې حرام کړي، له ژونده يې زړه تور کړي او په ژوندوني ترې روح والوزي.

دغه حالت ډېر راباندې راغلی دی چې د يو چا د مرګ په اورېدو مې وجود بېواکه شي، لکه زما جنازه چې روانه وي، لکه زه چې خاورو ته ځم، بې روحه شم، لاس او پښې مې په رېږدېدو شي.

زموږ ټولنه چې له يو عالم ستونزو ډکه ده، د هر مسلک ځوانان پکې له ډول ډول ستونزو سره مخ دي، هرڅوک په خپل مسلک کې ستونزې ويني، ګالي يې خو پايله يې دا شي چې بيا ارام ژوند کوي او خپل کار مخته بيايي.

خو ژورنالېزم هغه اغزن مسلک دی چې ټول ژوند به دې له ګواښونو سره مخ وي، هره شېبه به مرګ په خپلو سترګو وينې او هر وخت به دې زړه له دردونو، اندېښنو او ويرې ډک وي، خو د دې سره سره چې دومره ګواښونه، ويره او د ژوند سره لوبې کول پکې دي، ترڅنګ پکې ډېر خوند هم شته، خبريالان له خپل مسلک خوند اخلي، د خپلې ټولنې او په ځانګړي ډول د مظلوم قشر اواز راپورته کول، د دوی ستونزو سپړل ورته يو ډول روحي سکون ورکوي او دا هر څه ما خپله تجربه کړي دي.

ارواښاد نعمت الله زهير چې د تېرې جمعې چې د (۱۳۹۵ / لړم / ۱۴مه) کېږي د لښکرګاه دويمې امنيتي حوزې اړوند «سره ګودر» سيمه کې هغه مهال خپل روح حق ته وسپاره چې له سړک يې موټر غاړې ته کاوه چې ړوند ماين پرې وچاودېد او او نازک وجود يې ټوټې شو.

د ټولنيزو رسنيو په برکت اوس هر څوک له پېښې ژر خبريږي، زه هم د فېس بوک له لارې خبر شوم، خو هيڅ باور مې نه راته، ډېری ملګرو د ارواښاد زهير د شهادت په اړه تبصرې کولې، خواشيني يې څرګندوله خو ما دا جرآت هم نه شو کولو چې د خپل مسلک د خواږه او مشر يار پر وژنه خواشيني ښکاره کړم.

بېواکه شوم، لکه روح چې مې الوتی وي، دا مې هم توان کې نه وو چې روغتون ته ورشم او د هغه په وينو سور جسد ووينم، خو وروستی ديدن مې ورسره د ده له وژنې يوه ورځ وړاندې وکړ چې د هلمند ګڼ خبريالان د سره صليب لخوا په يوه مجلس کې راټول وو.

زموږ ټولنه کې دا اوس يو دود ګرځېدلی دی چې د هر چا ستاينه هغه وخت کېږي چې مړ / ووژل شي، که ښه انسان وي، که بد خو هر څوک يې ستاينه کوي خو ارواښاد نعمت الله زهير هغه دروند شخص وو چې دی ژوند و، زه ترې اغېزمن وم.

نږدې شپږ مياشتې مې له نوموړي سره د هلمند ولايت په رسنيز دفتر کې کار وکړ، ډېر عالي اخلاق يې درلودل او زه چې ډېر متاثره وم، د ده له اخلاقو وم، ځکه هيڅ وخت به يې تونده خبره نه کوله، بې ځايه خبرې کول يې نه خوښېدل، سره له دې چې خبريالان ډېر شوخ خلک وي، خو ده به هيڅ وخت شوخي نه کوله، خپل شخصيت يې دروند ساتلی و.

زه د «هلمند مجلې» ليکوال وم. ټولې ليکنې او خبرونه يې ما چمتو کول او هره مياشت به مجله چاپېده، ارواښاد زهير د مجلې اډېټر و، کله چې ما پر کومه موضوع ليکنه وکړه، يا به مې پرې راپور جوړ کړ، نو شهيد زهير ته به مې وسپاره، هغه به سر تر پايه وکوت او بېرته به یې راکړ، په شپږو مياشتو کې زما يادېږي زما يې فقط يو راپور اېډېت کړ، هغه يې هم يو پراګراف راښکته او بل يې لوړ کړ، نور به يې په ډېرې حوصلې ا و دقت زما راپورونه کتل خو هيڅ به يې پکې نه ويل.

چې کوم وخت به يې کومه غلطي پکې وليدله نو په ډېر مينه، لکه دی چې يو محصل وي، شاګرد وي، په کرار غږ ويل، که دا ځای داسې شي نو نور به هم ښه شي.

د ښاغلي زهير بله ښه ځانګړتيا دا وه چې خپل کار کې ډېر محتاطه وو، ژر يې پرېکړه نه کوله، چې چا به ورته خبرې کولې، دی به ورته ځير وو، بې ځايه به د چا خبرو کې نه ورلوېده، مداخله کول يې نه وو خوښ، خو کله کله به يې مسخرې هم کولې، داسې مسخرې چې د ده شخصيت سره به يې خوند کاوه.

له ښاغلي زهير ډېرې خاطرې لرم، هغه ډېر خوږ، ډېر مؤدب و او دغه چاره يې ټولو ته روښانه وه، يو شمېر خبريالان د رسنيز کنفرانس او يا د مرکې کولو پر مهال غواړي ډېرې پوښتنې وکړي او په دې سره غواړي ځان تر نورو پوه / هوښيار وښيي، خو د ښاغلي زهير صيب سره مې ډېری پروګرامونو، مرکو او کنفرانسونو کې برخه اخيستي ده، کوښښ يې نه کاوه چې تر نورو مخکې شي او پوښتنې پيل کړي، که څه هم نوموړي مسلکي او تر ټولو مشر خبريال و، خو خپل ځای به يې نورو خبريالانو ته پرېښوده او هغوی ته يې د پوښتنو کولو موقع ورکوله.

خدای ج دې د شهيد نعمت الله زهير پر ګور نور کړي، د ده سره اوسيدونکی هر انسان به خامخا له ځان سره يوه خاطره ولري، هغه ټول خاطره خاطره و، هيچا سره يې بد نه و کړي، هر چا باندې ګران و، په ډېر معصوم نظر به يې انسان ته کتل، سترګو کې يې يو عالم خبرې راټولې وې، هيڅ وخت يې لويې نه کوله، ډېرو انسانانو ته به يې غلطي ورښودله خو په داسې هنر چې د چا زړه به يې نه ماتوو.

ښاغلی زهير سره له دې چې له هلمنده يې يوه لسيزه د جګړو له کرښو، تاوده، څېړنيز او هر اړخيز ريپوټونه ورکړل، ترڅنګ يې هلمند کې ګڼ شمېر ځوانان وروزل، د ژورنالېزم پر مسلک يې پوه کړل، د ژورنالېزم آرونه يې وروښودل چې له برکته يې شاګردان په ډېری سيمه ييزو او نړيوالو رسنيو کې کار کوي.

ارواښاد نعمت الله زهير دومره لويه قرباني ورکړه چې هيڅکله به مو هير نه شي، د هغه په مرګ يې دښمن او دوست دواړو وژړل، ځکه هغه ډېر معصوم و، کوچني کوچني اولادونه يې پاتې شول، هغه اولادونه چې خپل پلار ورسره ډېره مينه کوله، هره غوښتنه يې ورپوره کړې وه خو مرګ تريخ دی او د ځينو خلکو خوږ ژوند واخلي.

الله ج دې د هغه شهادت قبول کړي، کورنۍ، دوستانو، خواږو او رسنيزو يارانو ته يې تسليت، خو يو وړانديز مې دا دی چې د هغه او نورو شهيدانو کورنۍ بايد هېرې نه شي، هغه ارمانونه چې دوی لرل بايد پوره شي، غم يې وخوړل شي، ترڅو د دوی اولادونه د شهيدانو هغه ارمانونه ور پوره کړي چې د دې ولس د هوساينې، خوشالۍ او ارامۍ لپاره يې لرل.

د ارواښاد زهير وژنې غوټ مات کړی يم، څېره به يې تل زما په زړه کې وي، زهير ولاړی خو زه او ملګري يې زهير کړلو.

رب دې يې د جنتونو سردار کړي.

آمين.

۱۳۹۵ / لړم / ۱۵مه

د شهيد نعمت الله زهير د شهادت دويمه ورځ