که د پاکستان په اړه اوسنيو روانو حالاتو ته ژوره کتنه وشي، نو په هغه هېواد کې د بې ثباتۍ له ژور بحران نښې نښانې له ورايه ښکاري د بې ثباتۍ دا نښې نښانې د پاکستان په ټولو برخو کې تر سترګو کيږي، چې له امله يې د پاکستان اوسنى واکمن نواز شريف د رامنځته شوې بې ثباتۍ له امله په سختې انديښنه کې اچولى دى. پاکستاني واکمنان د دې پرځاى ، چې د دغو بې ثباتيو لاملونه د ننه په خپل هېواد کې د خپلو دريځونو او سياستونو په چاپيريال کې ولټوي، هڅه کوي د بې ثباتۍ پړه پر بل چا واچوي او په دې توګه غواړي د پاکستان دخلکو او ولس پام له کورنيو ستونزو او ناخوالو بلې خواته واړوي. مشهور متل دى وايي چې: لمر په دوو ګوتو نه پټيږي او پاکستاني واکمنې کړۍ به ونشي کولاى هغه څه ، چې اوسمهال په پاکستان کې د دوى د سياستونو په شتون کې رامنځته شوي دي پټ او تحريف کړي او پر واقعيتونو خاورې ور واړوي او يا په تشو اوتو بوتو ويلو د ولس قناعت حاصل کړي. کله چې په پاکستان کې د بې ثباتۍ خبره رامنځته کيږي نو دا بې ثباتي لاندې لاملونه درلودلاى شي.

سياسي تاوتريخوالى : - دپاکستان اوسنى واکمن نواز شريف د پاکستان دسياسي ګوندونو او د ولس تر کلک فشار لاندې دى او د واک له ګدۍ د ده د ليرې کېدو هڅو زور اخيستى دى او په هغه هېواد کې يې ورځنى ژوند په ټپه درولى دى . دپاکستان د دوو سترو مخالفو ګوندونو مشران، عمران خان او طاهرالقادرى د نواز شريف پر خلاف د مبارزې پر يوه گډه تګلاره سلا شوي او دپاکستان يو شمېر سياسي ګوندونه او ټولنيز سازمانونه هم د ده د واکمنۍ پر خلاف د راپارېدو په حال کې دي ، کيداى شي د واکمنو پر خلاف د مخالفينو يو والى ورځ تر بلې پياوړى او پر ځواک بدل شي او نواز شريف د ګوښه کېدو لور ته ورټېل وهي او يا دا چې د روانو حالاتو دلا ترينګلتيا په دوام کې دپاکستان پوځ ته امکان په لاس ورشي، چې دهېواد چارې په خپل لاس کې واخلي خو دا چې اوسنى روان حالات به پرکومه ولاړ شي وخت به يې په ډاګه کړي.

قومي شخړې:- په بلوچستان صوبه کې د بلوڅو قومي پاڅون ورځ تر بلې پياوړى کيږي، بلوڅان خپل حقوق او پر خپلو عايداتي سرچينو کنټرول غواړي، دپاکستان دولت له بلوڅو سره د خبرو او تفاهم پر ځاى د زور او دپوځي ځواک د کارولو لاره پر مخ بيايي ، پوځ هلته عمليات کوي او په دغه عملياتو کې بمب غورځوونکې الوتکې، توپونه، راکټونه او نوره ډول ډول سپکې او درنې وسلې کاروي د پوځ په عملياتو کې تر دې مهال په لکونو بلوڅان او په سلګونه د بلوڅو مشران وژل شوي دي. د بلوڅو مشران همېشه دا خبره کوي، چې د پاکستان دولت په ځانګړي ډول پوځ بلوچستان غواړي، خو بلوڅان نه غواړي، له کله نه چې په پاکستان کې له بلوڅانو سره د خواخوږۍ او پيوستون څپه راپاريدلې ده نو دغه پاڅونونه په ډېره بې رحمانه توګله ځپل شوي دي او کله چې پر پوځ د عملياتو د مخنيوي او ودرولو غږ شوى دى پوځ ور باندې خپل غوږونه کاڼه اچولي دي او پرته له دې چې د بلوچستان د پاڅون لاملونه راوسپړي، هڅه کوي د دې پاڅونونو درامنځته کېدو پړه هم پر نورو واچوې په ځانګړې ډول په هندوستان او افغانستان باندې او په دې توګه غواړي دپاکستان دخلکو پام د بلوڅانو د روا غوښتنو بل لور ته واړوي.

په پښتنو قومونو کې هم د پاکستان د حکومت پر خلاف د يو والي څپه د زور اخيستو په حال کې ده او د دې هڅې روانې دي چې د ملت پالو ګوندونو تر منځ د همغږۍ لازم چاپيريال رامنځته شي، د ا راز په شمالي وزيرستان کې په اصطلاح د ترهګرو پر خلاف دپاکستاني پوځ چال چلن تر کلکو نيوکو لاندې راغلى دى دعملياتو پر مهال دخلکو کورونه وران شوي او د خپلو استوګنځايونو بې ځايه شوي او يو زيات شمېر يې د خوست ولايت او پکتيکا ولايتونو ته هم راکډه شوي دي. د پاکستان د معتبرو سرچينو او ځينې قومي مشرانو په وينا په وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له پيل تر دې دمه په سلګونو هغه قومي مشران چې د پښتنو د حقوقو غوښتونکي وو او پاکستان ورسره دښمني پاللــه په يوه نه يوه ډول وژل شوي دي.

دمګړۍ په وزيرستان کې حالات خورا بحراني او ترينګلي دي او داسې ښکاري، چې ديوې سترې توطئې له مخې د ډيورنډ دکرښې دواړو غاړو ته پراته پښتانه د ترهګرۍ ښکار دي. او د ترهګرۍ پر خلاف پوځ کومه ځانګړې بريا نه ده درلودلې.

مذهبي جنجالونه: - بنسټ پالنې په پاکستان کې ژورې ريښې غځولې او پاکستان اوس په بشپړ ډول د نړيوالې ترهګرۍ د روزنې، سمبالتيا، تجهيز او نورو هېوادونو ته دليږد پر کلک او پياوړي مرکزي بدل شوى دى، پر يو شمېر بنسټ پالو ګوندونو او مذهبي سخت دريځو ټولنو چې نړيوالې ټولنې پرې د ترهګرۍ تور لګولى وو او پر فعاليت يې بنديز رامنځته وو اوس دا بنديز يوازې د کاغذ پرمخ پاتى شوى او په عمل کې نه دى پلى شوى، بنسټ پالنه او ترهګري په پاکستان کې ورځ تربلې په ځواک بدليږي دا ترهګرې ډلې او ګوندونه چې د پاکستان د استخباراتي ادارو له خوا جوړې شوي دي نن هم دپاکستان پوځي استخبارات له دغه ګوندونو سره راشه درشه او د يارانې پټې تودې اړيکې پالي او مرسته ورسره کوي او بيا يې د نړۍ ګوټ ګوټ ته په ځانګړي ډول افغانستان ته د پلان پر بنسټ دترهګريزو عملياتو د ترسره کېدو په موخه د ډيورنډ کرښې له ها خوا دلته راستوي او دا ډول کړنې اوس له هيچا پټې نه دي. پر دې سربيره د تشيع او سني مذهبي ګوندونو او تنظيمونو ترمنځ تاوتريخوالى زور اخلي او خبره يې اوس ديوه او بل پر خلاف دځانمرګو بريدونو د ترسره کېدو تر بريده رسيدلې او دولت يې په مخنيوي کې پاتې راغلى دى ، خلک دا تور هم لګوي او داسې ويل کيږي، چې د مذهبي ډلو ترمنځ رامنځته شوى تاوتريخوالى دپاکستان د استخباراتي ادارو تر پښو لاندې دي.

پوځي کړکيچ: - پاکستان د خپل سياسي شتون له مهاله چې د نورو هېوادونو له جغرافيوي ټوټو د رابېلېدو منځ ته راغلى دى زياتره د پوځ تر واکمنۍ لاندې راغلى او پر پاکستان يې حکومت چلولى دى، ښايي د ځينو کسانو په ذهن کې دا خبره راوګرځي چې پاکستان د پوځيانو له واکمنۍ سره روږدى شوى دى، دا واقعيت دى ځکه چې د پاکستان نيمايي عمر په پوځي کودتاګانو کې تير شوى دى ، خو پاکستانى ولس هر ځلې د پوځيانو په واکمنۍکې روزل شوى دى او ډېرې ناوړه او بدې خاطرې يې په اذهانو کې پرځاى پاتې دى . داسې ويل کيږي چې په پاکستان کې گڼ شمېر متقاعد جنرالان دپاکستان د دولت پر سترو او مهمو څوکيو ناست دي او شمېر يې سلګونو کسانو ته رسيږي.

چې يو شمېر يې د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې د پاکستان په سياسي نماينده ګيو او سفارتخانو کې د ديپلوماتانو په توګه په دنده بوخت دى داسې ويل کيږي، چې زياتره دا جنرالان په پخواکې د پاکستان داستخباراتي ادارو مسؤلين پاتې شوي دي . دا راز چلن د پوځ پر وړاندې د خلکو کرکه او غوسه راپارولې او دخلکو په منځ کې يې د پوځ باور او محبوبيت ته ستر زيان ور اړولى دى .

اقتصادي ستونزې: - په پاکستان کې د بې کارۍ کچه ورځ تر بلې مخ پر زياتيدو ده او پاکستانيان د خپل ژوند د دوام لپاره اړ دي ، چې بهرنيو هېوادونو ته مخه کړي کار وکړي، خولې توى کړي او يوه ګوله ډوډۍ پيدا کړي. نوموړى حالت په پاکستان کې دحکومت پر وړاندې دخلکو نا رضايتي او کرکه ډېره کړې او هره ورځ د هغه هېواد په لويو ښارونو کې د دولت پر خلاف لاريونونه او مظاهرې تر سره کيږي او خلک د کار او روزګار موندنې غوښتنه کوي، دکراچۍ ، لاهور او نورو لويو ښارونوو کې د بېلابېلو او مختلفو عواملو له مخې توليدي لويې فابريکې يو پربل پسې تړل کيږي او د بيکارانو په شمېر کې د پام وړ بدلون رامنځته کيږي اوس په پاکستان کې د بيکارانو شمېر مليونونو کساتو ته رسيږي، د دولت په مالي او اداري چارو کې د بې ساري فساد شتون، په بانکي سيستم کې د شفافيت نشتوالى، د بډايو او نيستمنو خلکو تر منځ په اقتصادي برخه کې د بې ساري توپير شتون او يو شمېر نور لاملونه شته چې پر بنسټ يې اوسنۍ اقتصادي ستونزې رامنځته شوي دي.

نړيواله بې باوري:- په دې کې شک نشته چې په سيمه او نړيوال ډګر کې دپاکستان دريځ او باور له يوې ورځې نه بلې ته د کمزورتيا پر لور درومي، چې تر شا يې دوه لاملونه پراته دي.

لومړى دا چې پاکستان خپل اتومي بم وازمايه او اتومي وسله يې جوړه او سمدلاسه يې اتومي تکنالوژۍ پر نورو وپلورله، دوهم دا چې نړۍ د ترهګرۍ پر خلاف مبارزه کې د پاکستان ونډې ته دشک په سترګه ګوري او له دې په ويره کې دى چې هسې نه د پاکستان اتومي زردخانه د ترهګرو او اورپکو ډلو په ولکه کې ورشي او له امله يې نړيوال ناورين رامنځته شي. دامريکا متحده ايالت چې دپاکستان د جوړېدو راهسې يې تل دهغه هېواد ملاتړ کاوه اوس يې پخوانى باور پر پاکستان بايللى دى له هندوستان سره په اتومي برخه کې د امريکا لاسليک شوى تړون د دې شک او بې باورۍ ښه بېلګه کيداى شي، دا ټول جوتوي چې پاکستان د بې ثباتۍ پر لور خوځيدلى دى که دا بې ثباتي، دوام وکړي نو لرې نه ده چې پاکستان به دستر ناورين پر لور بوځي چې مخه نيول به يې څه اسانه کار نه وي.

ځينې کارپوهان په دې باور دي که دپاکستان سياسي، اقتصادي او ټولنيزه بې ثباتي د نړۍ په کوم بل هيواد کې رامنځته شواى واى ښايي دومره انديښنې يې نه واى راپورته کړې خو په يوه داسې هېواد کې چې اتومي وسلې لري او ورځ تر بلې دغو وسلو ته وده او پراختيا ورکوي بې ثباتي په رښتيا د ژورې انديښنې وړ ده او دا هغه څه دي، چې نړيواله ټولنه په ځانګړې توګه دامريکا متحده ايالات بايد په دې برخه کې خپل نړيوال مسوليت له پامه ونه غورځوي او د پاکستان پر اتومي زردخانې نړيوال کنترول رامنځته کړي.