بسم الله اکبري

سرخلاصۍ لیک

جناب حضرت صبغت الله مجد دي صیب !
اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته.اما بعد:
تاسوپوره اوجدي باور ولری چې دجناب حکمتیارصیب سره هیڅ ډول اړیکه اوپیژندګلوي نه لرم.په ډیرو لیکنو کې مې کلک انتقاد کړی اودهغه دانعطاف ناپذیره دریځ مې دیوه افغان په توګه غندلی دی.
هغه کابو نیمه پیړۍ له خپل مورني وطن بهر اوسیږي اودټولوافغانانو په پرتله یې دمهاجرت ریکارد ګټلی دی.خوهغه په سیمه ییزه اونړیواله سطحه یومطرح شخصیت اودسیاسي صلابت خاوند دی .پیاوړی ګونداونوموتي یاران اوجهادي ملګري لري.اوپه دې اړه تاسو له هغه سره پوره پیژندګلوي لری.
جناب حضرت صیب!
دافغانستان دمستضعف اوبې وزلي مسلمان ولس دڅلویښت کلنې خونړۍ اوبې ساري کرغیړنې جګړې اودمیلیونو،میلیونوشهیدانودغم ځپلوکورنیود ناورین اوزړه بوږنوونکي ناتارشاهد یاست .دافغان ولس جغرافیه اوتاریخ په سرو وینولړلی دی.وطن موهدیره،هدیره اوکنډواله،کنډواله پروت دی .اولاداتراژیدي اوافغان وژونکي جګړه دکورنیواوبهرنیودوښمنانوپه فعال اوڅرګند حضورپه خوراشدت اوحدت روانه ده.اوټول ویرجن ولس دسولې،سولې او الصلح خیر نارې وهي .په آبدي خوب پریوتوشهیدانوآرمان هم سوله،سوله اوصلح خیردی اویتیم ماشومان یې هم دقبرونوشناختو ته دآلله پاک دربارته دسولې په هیله لاسونه لپه نیولي دي.خبره رالنډوم هغه داچې افغان دولت اودحکمتیارپه مشری داسلامي ګو ند ترمنځ په دې حساس وخت کې دسولې اوجوړجاړي توافق لاسلیک شواودهیواد په ګوټ،ګوټ کې دجګړه ځپلي مسلمان ولس له خواپه شکر،شکرخدایه اوزړه له کومي خوشالۍ استقبال شواوپه جګړه کې ښکیلوافغان طالبانوته هم دورته دریځ دغوښتلودوعاوي کوي.
خوله بده مرغه،دریغه،دریغه ثم دریغه،دریغه چې تاسو دحکمتیار په اړه دحق العبد سفسطه راپیل کړي ده .هسې انګیری چې ستاسو په ګډون ټول جهادي مشران سپیني کوترې دي اوبیا ستا له خوا دخالد ابن ولید په لقب ویاړل شوي اونومول شوي اتل خومچ هم نه دی وژلی دلیلي دخونړۍ دښتې نه شرم اوحیا په کارده .نو هیله کوم،بیاهیله کوم یوبې وسه،بې وزله کډوال افغان یم دپردو په لمسون دا ډنډورې مه ټنګوه .وړاندیزکوم دیوه افغاني پلاوي سره دامریکا نوي ولس مشرته ډونلډټرمپ ته ځان ورسوه اودافغان دغمیزې اوخونړي ټپونومدوا اوپه هیواد کې دټیکاواوآمن غوښتنه اودکرغیړنې جګړې پای وغواړه.په دې غوره ،ملي اواسلامي لاره کې درته دبري توفیق غواړم.
په درنښت
بسم الله اکبري
۱۱/۱۱/۲۰۱۶
هالینډ