F

سردار محمد همدرد

F

عمران خان ته تمه کیږي؟

په دې وروستیو کې چې کله عمران خان په پاکستان کې واک ته ورسېد، په افغانستان کې یې د پالیسۍ په اړه بېلا بېل نظرونه وړاندې سول. د افغانستان څلوېښت کلنه اوږده غمیزه که وګورو، پاکستان د افغانستان په داخلي چارو کې د هېڅ ډول مداخلې څخه دریغ نه دی کړی. همیشه یې د افغانستان په چارو کې ښکاره مداخله کړې ده.

د پاکستان مداخله دومره بربنډه ده چې هم پاکستانیان، هم افغانان او هم نړیواله ټولنه پرې پوهیږي. پاکستاني سیاسونو پر سټیج باندې تل له افغانستان سره پر ښو اړیکو ټینګار کړی دی؛ خو د پردې شاته یې د هېڅ ډول مداخلې څخه لاس نه دی پر سر کړی. پاکستان هم پر کور د ننه ستونزې لري او هم له ګاونډیو هېوادونو هندوستان، افغانستان، بنګلدیش او کشمیر سره ژور اختلافات لري. دا ټول مخالفتونه هغه څه وو چې د پاکستان ډېری سیاسون اوس دې نتیجې ته رسېدلي دي چې د ګاونډیانو او په ځانګړې توګه له افغانستان سره ښې اړیکې یې په ګټه دي.

د پاکستان اصلي واک او د پاکستان د چلولو فیصلې له پوځ او استخباراتو سره دي. پوځ او استخبارات چې کومه پالیسي جوړوي، په هغه کې د جګړې او افراطیت دریځ ډېر واضیح دی او دوی داسې فکر کوي چې په دې کې د پاکستان بقاء نغښتې ده چې په اصل کې داسې نه ده. که څه هم د پاکستان د ملت لوی اکثریت او ملکي سیاسون له افغانستان سره ښه روابط غواړي؛ خو نظامیان یې خبرو ته ډېر ارزښت نه ورکوي.

په دې وروستیو کې نواز شریف هم دې پایلې ته رسېدلی و چې له افغانستان سره باید په خپلو اړیکو غور وکړي؛ خو د پاکستان پوځ او استخباراتو هغه له صحنې څخه و ایست او تر زندانه يې ورساوه. په وروستیو ټاکنو کې د پاکستان د ولس د ارادې خلاف کار وسو. عمران خان مطلق د پوځ له خوا وتپل سو. اکثره سیاسي ګوندونو په دې اعتراف وکړ چې په ټاکنو کې درغلي وسوه او عمران خان د پوځ له خوا په زور پر دوی وتپل سو. مونږ په دې اړه ډېر بحث هم نه کوو، ځکه چې دا یې کورنۍ موضوع ده.

اوس خبره دا ده. هغه عمران خان چې یو کال مخکې یې په ډېر علني ډول ویل چې په افغانستان کې جهاد روا دی، نن چې بیا نوموړی د پوځ په ملاتړ را مخته سو، ایا تاسو له دې عمران خان څخه د ښو اړیکو تمه لرئ؟

تر هغو چې د پاکستان پوځ او استخبارات په خپلو پالیسیو کې تغیر رانه ولي، ملکي حکومت هېڅکله نه سي کولای چې په خپل سر دې پرېکړې وکړي. مونږ چې کله د پاکستان د مداخلې خبره کوو، دا ډېره واضیح ده. د پاکستان یو رښتینی او د پښتونخوا د عوامي نیشنل ګوند مشر او د پارلمان غړی محمود خان اڅکزی په ښکاره توګه وايي چې د پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کې مداخله کوي. هغه دا هم وايي چې پاکستان په پلانکۍ او پلانکۍ سیمه کې د افغانستان پر ضد جنګیالي روزي چې دا خبره د پاکستان نور سیاسون هم کوي. په ځانګړې توګه پښتانه سیاسون. تر دې بل لوی ثبوت؟

زه د یوه افغان په توګه په خپلو سیاسي مشرانو هم ژغ کوم. هغه هېوادونه چې د افغانستان د جګړې اور تازه کوي، د هغوی په وړاندې باید د مرموزې ډیپلوماسۍ نه تېر سي. باید واضیح سیاست غوره کړي. یا دوست او یا دښمن. دې ګونګ حالت او له منافقت څخه ډک سیاست زمونږ هېواد ته لويې ستونزې پېښې کړې دي.

مونږ تل ویلي چې د پاکستان عوام زمونږ وروڼه دي. مونږ له پاکستان سره د ګاونډیتوب او ورورولۍ اړیکې غواړو؛ خو پاکستان هم باید خپل حسن نیت مونږ ته ثابت کړي. که د دوی پوځ او استخبارات خپل دغه ناحقه سیاست ته ادامه ورکوي، په دې معنی ده چې پاکستان ته به هم د افغانستان د اور لمبې ورسیږي.

په پای کې بیا هم په دې خبره ټینګار کوم چې عمران خان د افغانستان په حق کې هېڅ مثبت رول نه سي لوبولی. نړیواله ټولنه او زمونږ افغان سیاسون که په رښتیا هم د پاکستان په پالیسۍ کې تغیر راولي، له پوځ او نظامیانو سره دې مخامخ او بربنډې خبرې وکړي.

په درنښت!

۱۳۹۷/ وږی/ ۴