F

سردار محمد همدرد

F

اتمر صاحب ښه دی خو!

F

د ملي وحدت د حکومت له جوړېدو سره سم کله چې حنیف اتمر د ملي امنیت د سلا کار په توګه وټاکل سو، په رښتیا هم زیات ورباندې خوښ سوم، ځکه چې اتمر صاحب د ښاغلي حامد کرزي صاحب په حکومت کې هم پر بېلا بېلو وزارتونو کې په دنده پاتې سوی او د یوه ښه فعاله مدیر رول یې لوبولی دی.

زه د ملي وحدت حکومت د مشرانو او په ځانګړې توګه د ولسمشر محمد اشرف غني په خاص اعتماد او باور په داسې حال کې د هلمند ولایت مرستیال وټاکل سوم چې شاوخوا لس میاشتې د هلمند معاونیت وځنډېد او ډېری ملګري هم پوهیږي چې ما نه غوښتل څو دا دروند مسوولیت په غاړه واخلم. دا چې د ولسمشر اراده راته داسې معلومېده چې د فساد په وړاندې ډېر واضیح دریځ لري او ولس هم یوازې او یوازې دا هیله درلوده چې ټولنیز عدالت او ښه حکومتولي حاکمه سي او قانون په ټولو یو شان تطبیق سي، دا غوښتنه مې ومنله.

دا چې زه د تېر حکومت پر فساد منتقد وم، په هماغه اراده مې کار راپیل کړ چې د هېواد او ولس سره مو یې ژمنه کړې وه. په خپل پنځه میاشتني ماموریت کې مو د مستندو دوسیو لرونکي څوارلس کسان څارنوالۍ ته ور وپېژندل. زما په دې کار سره مظلوم ولس ته ډېرې هیلې پیدا سوې. خو څو د ګوتو په شمار مفسدو چارواکو زما په وړاندې بېلا بېلو توطئې جوړې کړې. په وروستیو کې چې کومه موضوع پېښه سوه، هغه د کرېکټ د سټوډیم جوړولو په اړه وه.

له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت (۳۶) ملیونه افغانۍ د هلمند د کرېکټ لوبغالي لپاره ځانګړې کړې. د وخت والي ښاغلي حیات الله حیات له خوا د کرېکټ ملي لوبغاړي هلمند ولایت ته را دعوت سول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې په هلمند کې به د کرېکټ لوبغالی جوړیږي. د دې لوبغالي لپاره مونږ د لښکرګاه ښار په کارېز سیمه کې (۵۳۵) جرېبه دولتي ځمکه لرله. په دې برخه کې د ښاغلي حیات صاحب، ولایتي شوری او نورو قومي مشرانو له خوا ډېرې هڅې وسوې، څو چارې یې پیل کړي؛ خو یو شمېر کسانو یې مخالفت کاوه.

حیات صاحب کابل ته لاړ او د پروژې شاوخوا دوه نیمې میاشتې تېرې سوې چې باید کار یې پیل سوی وی. د وزارت له خوا مونږ ته د ګوتو په شمار ورځې وښودل سوې چې په وینا یې که چېرې د ځمکې ستونزه حل نه کړئ، دا پیسې به بېرته لغوه سي.

ما د والي صاحب، ولایتي شوری، نظامي شوری او ټولو په مشوره د لوبغالي چارې پیل کړې، ځکه چې دا ځمکه په مطلق ډول دولتي وه او د محاکمو حکم موجود و او د خلکو دعوه بې ځایه وه. کله چې ساحې ته لاړم او د کار افتتاح مې وکړه، غاصبینو د ولایت په مخ کې یو کاذب مدني حرکت را پیل او خېمه یې و وهله چې په هغه خېمه کې یې زما او د استناف څارنوالۍ د رییس د ګوښه کېدو غوښتنه وکړه. ډېر اوږد بحث نه کوم، ځکه چې په دې اړه مې مخکې هم په تفصیل سره یوه مقاله لیکلې وه. د دې کاذب حرکت څو کسان کابل ته لاړل او له مونږ څخه شکایتونه یې پیل کړل چې له دې سره سره د کرېکټ لوبغالي د جوړېدو چارې پیل سوې او اوس شاوخوا نوي سلنه تکمیل سوی دی چې دا د خپل ځان لپاره ویاړ ګڼم.

له دې غاصبیونو سره ټولې مافیا لاس یو کړ چې په دې برخه کې ډېره مرسته ښاغلي اتمر صاحب وکړه او زه یې له هلمند څخه تبدیل کړم. ما فکر کاوه چې اتمر صاحب د هېواد د یوې ملي ادارې په راس کې دی او ښاغلی اتمر صاحب به زما د قانوني اجرائاتو ننګه وکړي؛ خو له بده مرغه اتمر صاحب له غاصبینو سره ډېره پخه ملګرتیا وکړه. دا چې اتمر صاحب د یوې ملي ادارې په راس کې و او د هېواد د یوه ښه سیاستوال رول یې لوباوه، د دې هېواد د اساسي جوړونې او د قانون د حاکمیت په خاطر یې باید عادلانه قضاوت کړی وئ.

خو بیا هم دا زما شخصي موضوع نه وه، بلکې دا د افغانستان د اسلامي جمهوریت او د ملي وحدت د حکومت د حیثیت او عزت مسله وه. له دې موضوع څخه وروسته ما اتمر صاحب ته د ګیلې یو لیک هم واستاوه. زه په دې یوه ګناه اتمر صاحب په خپل حق کې بښم، مګر هیله مې ورڅخه دا ده چې که غواړي په هېواد کې د یوه ښه او ملي سیاستوال په توګه سیاست وکړي، باید لومړی قانون ته ترجیح ورکړي.

زه دا نه وایم چې ستونزې نسته او مصلحتونه دې نه کیږي؛ خو زما په موضوع کې ځمکه او اسمان نه رالوېدل، بلکې هغه کسان چې په سپین سترګۍ سره قانون تر پښو لاندې کوي، د هغوی لپاره د خطر زنګ و. زه یې په استعفا خپه یم. اوس هم ورته د دې هېواد د یوه ښه مشر او سیاستوال په توګه احترام لرم.

په خپلو ټولو مشرانو ژغ کوم چې که هرڅوک ځان د دې هېواد خواخوږی ګڼي، باید په قانون معامله ونه کړي او څوک چې په قانون معامله کوي، د افغانستان مظلوم او بېچاره ولس ورته په زړونو کې ځای نه ورکوي.

په درنښت!

۱۳۹۷/وږی/۸