د دوحۍ تړون او د هلمند جګړه 

د روان کال د فبرورۍ په ۲۹ مه، امریکا سره د طالبانو د دوحۍ هوکړه لیک چې اوس طالبانو ته تر قران شریف زیات سپېڅلی او مقدس ښکاري او هر ځل يي د سولې په خبرو اترو او روانه جګړه کې د افغانانو او افغان دولت په سترګو کې وهي، نه د افغان ملت او نه د افغان دولت لپاره الزامي ګڼل کیږي. دا هوکړه لیک چې امریکا د یوې جګړه مارې ډلې سره چې مشرتابه ډلګۍ او پوځي اکمالات يي له افغاستان بهر په اسلام اباد او لاهور کې سمبالیږي او تر پرون يي ترهګر بلل؛ د افغانانو او د دوی د مرکزي دولت په غیاب او نشتون کې، لاسلیک شوی!

دغه تړون چې په تپه تیاره او تورتم کې ترتیب شوی او افغانستان لپاره کوم حقوقي ارزښت نه لري او د یوې توطیې بڼه لري، په هېواد کې د وروستي تاوتریخوالي د زیاتوالي لامل او د هلمند د روانې جګړې سره بې ارتباطه نه شي ګڼل کېدای!

که څه هم په دغه هوکړه لیک کې د تاوتریخوالي د کمښت او «اورکم» خبره کیږي چې دا «اورکم» خپله د «اوربند» په وړاندې یوه غټه توطیه ده، خو په عمل کې جګړه زیاتیږي او لویه بېلګه يی نن د هلمند جګړه په ګوته کولای شو. طالبان اوس امریکا سره د دوحۍ د هوکړي په لاسلیک، ځان تر ترهګرې ډلې وراخوا او لوړ ویني او ځان د افغان انتخابي او قانوني دولت سره موازي انګیري چې دغه وضعه د وروستیو جګړو او تاوتریخوالي لامل ګرځېدلې ده.

طالبانو د دوحۍ په هوکړه لیک، د امریکا له لارې په افغان دولت فشار راوړ چې خپل ۵۰۰۰ تنه بندیان چې له یوه سره قاچاقبر، جاسوسان، جنایتکاران او ډلوژونکي ول، له بنده خلاص کړي. د دغه بندیانو زیاته برخه بیرته جګړې ته ستانه شوي که څه هم طالبانو افغان حکومت ته قول ورکړی وو چې دا بندیان به د جګړې لیکوته بیرته نه ستنیږي.

طالبانو سره د امریکا په هوکړه لیک کې چې له پوښتنو، ابهامونو اوستونزو ډک دی؛ غته ستونزه دا ده چې طالبان يی ډېر وپړسول، دوی يي له یوې ترهګرې او خونړۍ ډلې چې لاسونه يي د بېګنا افغانانو په وینو ککړ دي، افغانانو څخه له پوښتنې پرته او پخپلسر تبریه او سپن چرګان کړل. طالبانو سره د سولې امریکايي استازي خلیل زاد، دوی د بېلا بېلو هېوادو پر پلازمینو وګرځول؛ د خیرنو جامو، نسواري او بوینوخولو او ځنګلي ږیرو سره سره يی د عربي شیخانو په بنګلو او هوټلونو کې ښکته ــ پورته کړل او د غرور او تکبر پر دلدل اس يي سپاره کړل!

د طالبانو د سرخېلو اصلي استوګنځي چې اسلام اباد او لاهور دی او له دغه ځایه رهبرې کیږي او تمویلیږي؛ په هوکړه لیک کې پرې سترګې پټې شوې او اسلام اباد د دې پرځای چې د طالب او ترهګرو ځاله او پټنځي وګڼل شي، وغندل شي، تر فشار لاندې ونېول شي او پر سر يي د مور یا پلار بم چې امریکايي پر افغانستان غورځولی شي پر اسلام اباد وروغورځوي؛ برعکس طالبانو او ترهګرو سره په مرسته وستایه او ونازول شو!

څو ورځې وړاندې په شمالي وزیرستان او بلوچستان کې د پاکستاني پوځ او په اصطلاح د امنیتي ځواکونو پر کاروان چې د پښتنو اوبلوڅو ازادۍ غوښتونکود ځپلو لپاره هلته تللي ول، بریدونه وشول. په اسلام اباد کې د امریکي سفارت په بېړه دا بریدونه د ترهګرو بللي او هغه يي غندلی دي او د ښکارشویو پاکستاني ځواکونو سره يي خواخوږي ښودلې او د ژوبلو د روغتیا لپاره يي ورته دعاوې کړې دي. خو دلته په افغانستان بیا د امریکا نیت برعکس دی.

طبعآ اغماز، دوکه، ټګي او منافقت د جګړې په تودښت او په جګړه کې د طالبانو په نوی غویمنډ تمامیږي.

طالبانو په تش نامه هوکړه لیک کې دا ژمنه هم کړې چې پر افغان ښارونو به برید نه کوي؛ خو هم يی پر هلمند او نن يی د ازادۍ راډیو د خبر له مخې د بدخشان پر مرکز د فیض اباد پر اتمه حوزه یرغل وروړی دی.

طالبانو په هلمند کې پېنځه دېرش زره (۳۵۰۰۰) هلمندیان بې کوره کړل چې اوس لالهنده، په سړه هوا او سپین میدان کې د بېوزلۍ ډک ژوند تېروي!

د دوحې له هوکړه لیک وروسته د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، یوازې په درې لومړیو میاشتو کې طالبانو پر افغان خاوره ۴۵۰۰ بریدونه ترسره کړی دی چې ۴۶۹ تنه ولسي وګړي پکې شهیدان شوی او د ټپیانو شمېر تر دې څو ځلې زیات دي.

طالبانو په نوموړي هوکړه لیک کې دا ژمنه هم کړې چې ترهرګرو سره به خپلې اړیکې پرېکوي؛ خو د هلمند والي ښاغلي یاسین خان وايی« پر هلمند د طالبانو بريدونه د بهرنيو جنګياليو پر ملاتړ شوي او د طالب جنګياليو په منځ کې بهرني کسان ول. نوموړی زیاتوي د طالبانو ترمنځ د القاعده ډلې، جیش محمد او لښکر طيبه جنګيالي او د منځنۍ اسيا يو شمېر ډلو کسانو شتون درلود، روهي بریښناپاڼه»

همدارنګه د ملګرو ملتونو یو لوړپوړي چارواکي ایموند فیتون برون ویلي « د القاعده ډلې رهبران اوس هم افغانستان کې دي او ایمن الظواهري له وسله والو طالبانو سره نږدې اړیکې لري. نوموړی زیاتوي، پر داعش، القاعده او طالبانو باندې د دغه سازمان د نظارتي ډلې د معلوماتو پر بنسټ، طالب ډلې له امریکا سره د خبرو په لړ کې په وار وار له القاعده سره مشورې کړې دي او ضمانت یې ورکړی دی چې دوی به ورسره خپلې تاریخي اړیکې په خپل حال ساتي، تاند بریښناپاڼه»

دا چې طالبان د خبرو په اجند کې د «اوربند» له ځایولو تښتي، دلته هم د طالبانو استناد د دوحۍ په هوکړه لیک راڅرخي. خلیل زاد بیا بیا ویلی چې طالبان به د کابل سره سیاسي هوکړې ته تر رسدېدو مخکې دایمي اوربند ونه مني. په ورته مفهوم د طالبانو د قطر دفتر ویاند نعیم وردګ په خپله تازه مرکه کې وايي، جګړه په افغانستان کې څه نوې خبره نه ده او تر هغو به دوام لري چې روان مذاکرات یوې پایلې ته ورسیږي.

په یوه بله پرمختیا کې، صادق خان د افغانستان لپاره د پاکستان استازي ویلي چې ګلبدین د اکتوبر په ۱۹ ــ ۲۱ مه، په درې ورځني سفر اسلام اباد ته ځي. ګلبدین به هلته د پاکستاني لوړپوړو چارواکو سره ویني او په یو څېړنیز مرکز کې به خبرې کوي. وروسته به قطر ته ځي او هلته به د صادق خان په څرګندونه، طالبانو سره ایتلاف جوړوي.

داسې ښکاري چې د طالبانو، ګلبدین او د جهادي سرخېلانو یو شمېر چې د پاکستاني استخباراتو (ISI) سره زړې اړیکې لري او په افغانستان او سیمه کې د امریکايي ګټو سره اړخ لګوي په یو ایتلاف کې سره یوځای شی. په دې اړه د پښتنو د ملتپال افراسیاب خټک څرګندونې پرځای ښکاري. د هغه په وینا، د دې لپاره چې د ملتپالو افغان مشرانو مخه ونېول شی، د پاکستان تګلار به دا وي چې طالبان د ډیورند کرښې دواړو غاړو ته د پښتنو د داعي د حل د ځپلو لپاره د «پښتنو د استازو» په نوم مطرح کړي. نوموړی زیاتوي همدارنګه به د پاکستان د ۳۶ رزه مدرسو یوه برخه افغانستان ته څانګې وروغځوي او دا به په افغانستان کې طالبانایزیشن ته لار هواره کړي.

د ۲۰۲۰ کال د اکتوبر ۱۸ مه

سرلوڅ مرادزی