پښتانه

لیکوال: ډاکټر نوراحمد خالدی

د دری د ژبی نه په پښتو ژباړونکۍ: ذبیح الله خوګیانۍ

(د افغانستان: خلک، تاریخ، او سیاست کتاب له مخی نه)

د پښتون قوم، (پختون چی پښتانه یا پختانه جمع یی دی) یو لوی قوم دی چی اصلی هیواد یی د پیښور څخه په شمال کې د چترال او کنر او په ختیز کی تر سند (اباسین) سیند سره تر اټک پوړی او په جنوب کی تر ملتان او کویټه او په لودیز کی تر ننګرهار، لغمان، کابل، ارزګان، قندهار،‌ هلمند او فراه پوری رسیږی. ‌پښتانه د هندوکش د سویلی مناطقو د غور څخه تر د اباسین سیند پوری تر ټولو لوی قوم دی. په ۲۰۱۹ م کال کې د پښتنو مجموعی نفوس شپیته میلیون کسان اټکل شوي دي (د ۱۵ میلیونو په شاه او خوا په افغانستان کی، ۳۵ میلیونه کسان ختیز پښتانه دی چی د دیورنډ د کرښی بلی خوا ته په اوسنی پاکستان کښی اوسیږی او قریب لس میلیونه پښتانه په هندوستان، عربی ممالک، اروپا، امریکا او نورو هیوادونو کی ژوند کوی).

پښتانه په هندوستان کې د پټان، افغان او همدا راز د روهیله په نوم معروف دی او په ایران کې د افغان په نامه پیژندل کیږی.‌ د جنیتیکی څیړنو په اساس (د پلوس وان مجله ۲۰۱۲ م کال) پښتانه حد د اقل د زراعت او مسی تمدن د پیل د عصر څخه (د دولس زره کاله څخه را په دیخوا) په هغه ساحاتو کې چی د هندوکش په سویل کې پراته دی تر د اباسین سیند پوری میشته دی. دا خلک پخوا خپل د هیواد لپاره خاص نوم نه درلود.‌

فارسان، ترک ټبرو،‌ او عربانو پښتنو ته چی لوی قوم وو او د هندوکش سویلی ساحاتو د غور څخه تر اباسین سیند پوری موجود وو،‌ دوی ته د آوه ګان، ‌اپګان او بالاخره افغان چی د عتیق له دوران څخه سوار کارانو ته او نجیب زاده ګانو ته په دی مناطقو کې ورکول کیدو، نوم ورکړی وو او دوی ته یی «افغان» ‌خطاب کولو او د دوی ټاټوبی ته یی «افغانستان» ویل. ‌ابن بطوطه چی د خپل د سفر په ترځ کې کابل ته راغلی ؤ په خپل سفر نامه کې لیکی:‌ «بیآ کابل ته مو سفر وکړ، ‌دلته د عجمو څخه یوه طایفه ژوند کولو چی افغان نومیده. ‌کابل د پخوا څخه د افغان پاچایانو پلازموینه وه.‌ (ابن بطوطه عربی متن ۴۰۶ پاڼه، کابل ته سفر 1320م)؛. دا برداشت یا پوهه د دی په اساس دی چی فارسان، ترکټبرو د هندوکش د شمالي ساحی او فارسیوانان کوم چی د کابل د شمالي ساحی اوسیدونکی ؤ،‌ او د دوی د خولې څخه بیا عربانو دوی ته «افغان» ‌وویل. د دی څخه وروسته بیآ سیف هروی د هرات د تاریخ په کتاب کې چی په اووم هجری پیړۍ کې (۷۲۱ هجری لمریز چی ورته دی د 1321م سره) لیکل شوی چی د «د ملک شمس الدین تګ افغانستان ته په تفصیل یی یاد آوری کوی».

په همدی ترتیب سره په بابر نامه (توزک بابری) کتاب کې ظهیر الدین محمد بابر د کابل خلک د قول څخه په ۱۵۲۸ م کال کی لیکی چی د کابل سویلی خواته ټول «افغانستان» دی. په همدی اساس او په استفاده د نورو کتابونو لکه ابن بطوطه، سیف هروی(۱) او بیا د «تاریخ فرشته» کتاب چی د مغولو په دوران کې د ابولقاسم فرشته په نامه د یو مهاجر فارسی لیکوال، په واسطه په هندوستان کې لیکل شوی او چاپ شوی وو- او همدا راز د بابر نامه یا تورک بابری په استناد چی د اکبر د امپراطوری په وخت کې په هندوستان کې چاپ شوی وو؛ انګریزانو او نورو اروپایانو هم پښتنو ته د«افغان» په نامه خطاب وکړاو د دوی هیواد یی د «افغانستان» په نامه یاد کړی دی.‌

مګر باید متوجه اوسو چی د فارسانو (ایرانیانو) لپاره د هندوکش سویل خواته ټول خلک «افغان» او ساحه یی «افغانستان» وو. ‌د ایرانی په تاریخی کتابونو کې د افغانستان خلکو ته په اشاره د پښتون او تاجیک نومونو نه هیڅکله کار ندی اخیستل شوی بلکه د هغوی په ځای د «افغان» او د هغی جمع چی «افاغنه» دی استفاده شوی دی. د دی په اساس دا طبیعی دی چی د احمد شاه ابدالی د دولت د جوړیدو څخه وروسته د هیواد نوم افغانستان او د ملت نوم افغان په منطقه کې رواج شو تر هغه چی د احمد شاه دروانی د مړینی څخه اوه لس کاله وروسته حاجی ابراهیم د قاجاریانو د دولت صدر اعظم په ۱۷۸۹م کال کې په رسمی مکتوب کې د زمانشاه صدراعظم وفادار خان ته د «افغانستان د هیواد د صدر اعظم» په نامه خطاب کوي (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخر پنځه پیړیو کښی). تر هغه ځایه چی زه خبر لرم دا لومړی وار دی چی د افغانستان نوم په رسمی ټوګه د یو خارجی دولت لخوا ولیکل شو. د دی رسمی مکتوب په ځواب په همهغه کال کښی وفادار خان د زمان شاه صدر اعظم هم په خپل مکتوب کې په رسمی ډول د افغانستان د هیواد نوم اخلی (صدیق فرهنګ، افغانستان په آخر پنځه پیړیو کښی) ‌چی د افغانستان د نوم لومړڼی ثبت شوی رسمی کاراخیستل دی.‌

حامد نوید داسی لیکی:‌ «د تاریخی منابعو څخه په استفاده، د افغان کلمه د اسوه کان Asvakan د اصطلاح څخه ریښه اخیستی دی چی د سانسکریټ په ژبه کښی سوار کار معنی لری، اوه ګانا د پرکریت په ژبه کښی، آوه ګان د اوستایی په پخوانۍ ژبه کې، ابګان، د پهلوی ساسانی ژبه کې او په اسلامی دورانونو کې د «افغان» په ډول تلفظ شوی او لیکل شوی ؤ او په دواړو ژبو یعنی په دری او پښتو کې معمول او رواج شول.‌ د ۰۰۰افغان اصطلاح د تاریخ لیکونکو د مطالعاتو په اساساو د ژب پیژندانو لکه جان مارټن Martin John ایر کلیوس Reclus – E چی د فرانسی څخه وو، کریستن لیسن Lassen Christian د ناروی څخه،‌ مک کرندلMcCrindle او الکساندر کنینګهم Cunningham Alexander د بریتانیا څخه هغه لقب یا نوم وو چی د ډیر وخت راهیسې سوار کاران یا د آس چلونکو ته ورکول کیدو. دا نظر آګره وال Agrawala چی د سانسکریټ‌ په ژبه یو معروف هندی محقق وو تاید کړی او د هغه په نظر د افغان کلمه د یو خاص قوم یا ټبار لپاره استعمال شوی نه دی.‌ د دی په خاطر د پښتو په قامونو لکه ځدران، منګل، غلزی، درانی، هوټک، اندړ، کاکړ، احمدزی، سربڼی، پوپل، سوری، ګدن، لودی، احمدزی، ستانکزی،‌ محمدزی، یوسفزی، بنوچی، خروطی، سواتی، سهاک، ‌شینوار، ابدالی، ټوخی، بارکزی او نور د پښتنو اقوام لکه اروکزی، بامی زی، هوتخیل او تره خیل د هیڅ یو قبیلی د افغان یا افغانزی په نامه وجود نه لری». (حامد نوید،‌آریانا افغانستان آنلاین، د کلماتو ریښه یابی ۲۰۱۸/۲/۲۷ م).

په هندوستان کې د مشهور «افغان» ټبر خلک د «خان» ‌د کلمی سره یوخای استعمالیږی لکه غفار خان، یوسف خان، عمران خان، قادر خان، شاهرخ خان،‌ امجد خان او نور معروف کسان. د هغه مقام او منزلت سره چی د مختلفو پادشاهانو لکه د غزنوی، ‌غوری، لودی او سوری درلود، هغوی د هند د خلکو په یاد لری. په هندوستان کې دغه ټولی سلسلی په مکاتب او پوهنتونونو کې د «افغان»‌ شاهانو په نامه تدریس کیږی. حتی د ایران صفوی،‌ افشاری او قاجاری په زمانو ایرانیانو مونږ ته خراسان نه ویل مګر افغان او جمع یی «افاغنه»‌ بلل.‌ په خواشینی سره باید ووایم چی د هندوستان پرخلاف، په ایران کې د افغان او افاغنه د نوم څخه کرکه او نفرت کیږی او د تبعیض په سترګو ورته کتل کیږی او په سل هاو وار افسوس چی په دی آخیرو کالونو کې په ایران کی زمونږ هزاره افغانان د دی نفرت او تبعیض هدف ګرځیدلی دی.‌

کریم پوپل د مشعل په ویب پاڼه کښی(Mashal.org) د پښتنو قبایلو په اړوند داسی لیکی:‌ «پخ او یا پکت د هند د آریایی جنګیالیو اقوامو څخه یو قوم دی چی ... نورو اقوامو د فشارونو په خاطر د هندوکس و سویل ساحی ته یی حرکت کړی بالاخره د پکتین په نامه (پکتیا) یوه سیمه کې میشته شول، او د دی ځای خلکو ته پکتون (پختون) او سیمی ته د پکتانو کور ویل کیدو.‌ پروفیسور مورګسترن د افغان قبایلو د ریښی په اړوند داسی لیکی: ‌پکتو د لومړڼی ځل لپاره د هیرودت پواسطه ولیکل شو.‌ دی یاده کړی ده چی پښتانه د آریایی یوولس قومونو څخه یو قوم دی چی د منځینې آسیا د دښتو د سویل څخه یی مهاجرت پیل او د هندوکش د سړو غرونو د تیریدو څخه وروسته د سلیمان د غرونو په مناطقو کې میشته او پاتی شول. هیرودت لیکی چی د پکتیک خلک ډیر زړه ور او جنګیالی خلک وو.‌پښتانه د بلوچانو سره اکثر یو ځای پاتی شویدی. د احتمالی لاره چی پښتانه غزنی او پکتیا ته داخل شول، دوه نظره موجود دی. ‌د مرو له لاری سیستان، قندهار، غور، بامیان، غزنی پکتیا. ‌دوهمه لاره منځنۍ آسیا، بلخ،‌ بامیان،‌ غور، غزنی، پکتیا.‌ پښتانه مسکون او مالدار خلک د اوړی په موسم کې یی د بابا او د هندوکش د غرو په لمنو کې یی د مالدارۍ کارونه کول.‌ د دوی وړه فرقه په قندهار، بلوچستان، ارزګان، بامیان،‌غور،‌ غزنی او پکتیا کې اصلی میشته کسان شول. د دوی لویه فرقه بیآ په کور ناست او د غزنی او سیستان تر منځ ساحه کې میشته شول. دا قوم تر د عربو د داخلیدو پوری لیک او لوست نه وو زده. د غربی ساحو پښتانه د عربو د داخلیدو سره سم مسلمانان شول. د شرقی ساحو پکتان د عربو د کابل د حملی سره سم مسلمانان نه شول،‌ مګر وروسته له دی څخه چی د کابل خلک مسلمانان شول، دوی هم مسلمانان شول.‌ چی د دی قوم مسلمان کیدل ډیر سخته وه، ‌په زور مسلمانان شول.‌ چی دی ته د سوټی مسلمان هم ویل کیږی. ‌د دوی نښانی دا دی چی ځینې پښتانه د شنو او آبی رنګه سترګو ښاوندان دی. د پکتانو په پخوانۍ ژبه کې د غ او د ف تورې وجود نه درلود. په دی شکل تر نن ورځ پوری د پکتیا خلک افغانستان ته اوګانستان وایی. د دی څخه وروسته چی د دی قوم نفوس اضافه شو د قندهار، هلمند، لوګر او کابل ولایاتو ته مهاجر شول. عربان، سلطان محمود غزنوی، غوریان خپلو جګړو کې د دی قوم (سوریانو) څخه یی خپل په لښکر کې استفاده وکړ.‌ د شنسب (فخر الدین)،‌امیر پولاد، امیر کروړ او نورو سوری شاهانو د تخارستان، غور، هرات او خراسان په غرونو او رغونو کې خپل د حکمرانۍ په وخت کې او د غرشاه په نامه یادیده. د دی امکان هم شده چی غرزوی، غرزی، او غلجی د همدغی څخه یی نوم اخیستی وی. د غور اکثر سوریان د غزنویانو سره یو لاسه شول د غزنویانو په لښکر کشۍ هندوستان ته وړاړل او جګړو کی یی برخه واخیسته. د غوریانو په دی لښکر کشۍ کښی‌ (چی د څو ملیتونو څخه جوړ وو) د قدرت ښاوندان شول او نسل یی تر هندوستان ورسید. اوس د پښتون د ملیت شاخی ډیری شویدی او د افغانستان، پاکستان، او هندوستان پ ګوټ ګوټ کې موجود دی او میشته دی». (کریم پوبل، افغان، د مشعل ویب پاڼه).

باید ولیکو چی د پښتنو د نیکونو د مهاجرت تیوری،‌ د منځینې آسیا څخه د هندوکش سویل و ساحو ته حتی تر د اباسین د سیند تر څنګه هیځ باستانشناسی، ژب پیژندنی او جنیتیکی ثبوت نه لری.‌ د دی بر عکس هغه جنیتیکی معلومات چی موجود دی د دی خلکو میشت او موجودیت په دی ساحه کې د دولس زره کالونو څخه هم اضافه ګڼی. نن ورځ په ایران کې اکثر پیژندل شوی محققین د آریائیانو مهاجرت له شمال ختیځ (منځنۍ آسیا) څخه ننۍ ایران یا پخوانۍ فارس ته عقیده نه لری، د شاه د دوران د هخامنشیانو لرغونی آثار جعلی لیکنی بولی.‌ د دوی د جملی څخه هم ډاکټر شاهرخ وفاداری او رضا ضیاٌ ابراهیمی دی چی د ایران د تاریخ کار پوه دی او د آکسفورد د پوهنتون استاد هم دی په یو تلویزیونی مصاحبه کې د فارسی بی بی سی سره په دی اړه بحث کړی چی د آریائیانو مهاجرت ته د یو نژاد یا طایفی په شکل عقیده نه لری. ‌ډاکټر مازیار د جینیتیک استاد د انګلستان په پورت سموث پوهنتون کې په دی خبرو کې داسی وایی:‌ «دا ډول مهاجرت د جینیتیک علم تایید کولی نه شی.‌دوی وایی داچی آریا په اوستا کې یو قوم اویا دوی خاصی طبقی ته په جامعه کی یا کومی ژبی ته اشاره ؤ،‌ مونږ هیڅ نه پوهیږو». په همدغه ډول د ایران معاصر استاد ډاکټر مرادی غیاث آبادی د یو فرانسوی راډیو د فارسی څانګی سره په مصاحبه کې وایی چی د ایران اوسیدونکی د همدی ساحه پخوانی اوسیدونکی دی او د بل هیڅ ځای څخه یی دی هیواد ته کډه نه ده کړی. د آریائیانو په هکله هغه وایی آریا په (اوستا) کې او د کوشانیانو «آریو» د هغی ساحی خلک دی چی د ننۍ افغانستان شمال او شمال لویدیز، بلخ او هرات څخه دی.‌

د دی څرګندونو سره سم،‌ دا لومړۍ ځل دی چی د افغانستان د قومونو په اړوند جینیتیګی تحقیقات په پلوس وان جریده کې خپور شول (په اته ویشتمه چاپ شوی سلسله کې د ۲۰۱۲ کال د مارچ په میاشت کې) چی په دې کې د پښتنو د جنیتیکی قرابت د تاجیکانو سره فزیکی جنیتیکی عامل ارایه کوي او ددی خلکو موجودیت د اباسین نه تر هندوکش سیمو پوری کم تر کمه ۱۲ زره کاله بولی. پدی اساس د آریایی مهاجرت نظریی له شمال څخه و سویل ته، په مستدل شکل د پوښتنی لاندې راوړل کیږی.‌

نن د «افغان» نوم په ټوله نړۍ کی د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب دی او د دری سوه کاله څخه را په دیخوا، د میرویس خان د دوران څخه بیآ تر نن ورځی پوری، د افغان دولتونو د هویت معرف ‌پاتی شوی او ‌ټوله نړۍ مونږ په همدغه هویت پیژنی. ‌د انګلو افغان دری جګړی (۱۸۳۸- ۱۸۴۲م، ‌۱۸۷۸ –۱۸۸۰م، او ۱۹۱۹م) د انګلو–خراسان د جنګونو په نامه ثبت شوی نه دی.‌ مونږ نشو کولی د ستمی سیکتاریستانو او جدایی طلبو کسانو د خوښۍ په خاطر خپل هیواد معاصر تاریخ له یاده وباسو او خپل لرغونی تاریخ ته د اختتام ټکی ورکیږدو.

(۱) د «تاریخنامه هرات» لیکوال سیف بن محمد بن یعقوب الهروی (۶۸۱-۷۲۱ه ق)، د غلام رضا طباطبایی مجد په بیآ تصحیح سره.‌ د تاریخ نامه هرات کتاب په لومړڼی ځل محمد زبیر صدیقی لخوا چی د کلکته په پوهنتون کې د شرقی ژبو استاد د ؤ د کلکته په شاهی کتابتون کې د یوازنۍ پاتی شوی نسخی له مخی نه چی د اتمی پیړۍ پوری ارتباط لری،‌ اصلاح شو او د یو مفصل سریزه سره په انګلیسی او فارسی ژبو د خان بهادر خلیفه محمد اسد الله په کمک په ۱۳۶۲ هجری لمیز کال کې په کلکته کې چاپ شویدی.‌ د هغی څخه وروسته غلام رضا طباطبایی مجد لخوا د همدغی دوهم وار تصحیح شوی متن له مخی دا کتاب په ۱۳۸۳ هجری لمریز کال کی په تهران کې نشر شو

.‌«.

د پښتنو د میشت ځایونو نقشه