د جمعیت، حکمتیار او طالب ګډ ایتلاف

که څه هم د ښي افراطي اندیښنو له مخې د جمعیت، حکمتیار او طالب ترمنځ د چین دېوال نشته او د شرایطو په اندک تغییر سره یو په بل استحاله کولای شي، خو دا هم باید په پام کې ولرو چې په نږدې تېر مهال کې د دوی ترمنځ هډ مات شوی او یو د بل په وړاندې سخت جنګېدلي دي. بلخوا د دوی ترمنځ د واک سیالي او د دولتي واک سره لیونۍ مینه هم د دوی په ګډو اندیښنو غلبه کوي او د بېلا بېلو بهرنیو ادرسو سره اړیکې هم په دې برخه کې خپل ځای لري. خو اوس مهال شرایطو ته په کتو خپل ترمنځ ګډ ایتلاف او یو دریځ لرل، دوی د ځان د ژغورنګ لپاره حیاتي ګڼي.

دا مهال دریواړه افراطي ډلې یوازې له حکومت څخه د ولسمشر اشرف غني په ګوښه کېدو کې ګډ دریځ لري، له دې وراخوا د خپلو ګډو افراطي اندیښنو سره سره د اوږد مهال لپاره سره یوځای نشي پاتې کېدای او یو د بل په وړاندې به دوهم بدیل یعنې خپلمنځي او کورنې جګړې ته خامخا ورکېوځي.

د دوی درېواړو د موقت حکومت غوښتنه هم یوازې له واک څخه د ولسمشر اشرف غني د ګوښه توب پورې تړلې، تر دې وړاندې د دوی ترمنځ دا مهال بله ګډه غوښتنه نه لېدل کیږي.

د موقتو حکومتونو ترخه او ناوړه تجربه افغانانو څو ځلې لېدلي. د همدغه ډلو ترمنځ په پېښور، اسلام اباد، مکه معظمه، جلال اباد، مزار او کابل کې څو وارې موقت، سرپرست او موازي حکومتونه جوړ شوي او تر جوړېدو څو ساعته وروسته يي یو د بل په وړاندې وسله اخیستي او سره جنګېدلي دي. هغه بهرنیانو چې دا افراطي ډلې يي داسې موقتو حکومتونو جوړولو ته هڅولي، دوی سره خپلمنځو کې لکه س. پ .ي جنګولي او خپله يي ننداره کړې ده!

سړی حیران پاتیږي چې دغه دریواړه افراطي ډلې په تېره بیا جمعیت او ګلبدین ولې له خپلو تېرو هډ ماتو جنګونو، د هېواد له ورانیو او ویجاړیو درس نه اخلي او خپلې ناکامې او بدنامې تجربې بیا بیا پر افغانانو ازمايي!

دا درېواړه ډلې اندیښنه لري که ولسمشر غني د نورو څلورو کلونو لپاره په واک کې پاتې شي، د مرکزي حکومت ستنې ټینګیږي، د دوی ملوک الطوافي او په بېلابېلو ولایتونو کې خرمستي ختمیږي. ملې اردو چې همدغه افراطي ډلو په خپلمنځي او کورنیو جګړو کې له منځه وړي، بیا په پښو دریږي؛ له هغه ټوپکمارو او کوتکمارو پوښتنه کېدونکې ده چې هېواد يي په خپلمنځي جګړو کې تبا کړی او د افغانانو په ټولوژنه مجرم دي. په سیمه او نړۍ کې د دغه ډلو په لاس د هېواد خرڅ شوی او له منځّ تللی حیثیت بیرته اعاده کیږي او افغانان په نړۍ کې د ترهګرو له تور او نوم څخه خوندي کيږي. کډوالي پای ته رسیږي او افغانان بیرته پر کور او ټغر راټولیږي. دا او داسې ډېرې نورې سمونې او بریاوي د دغه دریواړو افراطي ډلو د تګلارو او اندیښنو سره ټکر کوي او د دوی ګټې او راتلونکې ګواښي.

له واک څخه د ولسمشر غني د ګوښه کېدو په توطیه کې دا ډلې یوازې نه دي، بلکې د دوی تر شا د اسلام اباد او تهران په ګډون ځینې نور هېوادونه او کړۍ هم  شته، چې د خپلو ګټو له مخې دوی پر شا ټپوي!

دا ډلې خپل کوم نووښت هم نه لري. د موقت حکومت ډنډوره د اسلام اباد او د هغه هېواد د لومړي وزیر عمران خان لخوا حکمتیار ته په خوله کې کېښودل شوه. اسلام اباد ته د ډبل عبدالله تر سفر وروسته، هغه هم خپلو ویناوو کې په دوه رنګې او په اشارو تر شخوند لاندې ونېوله. اوس يي د حفیظ منصور په خوله جاري کړه چې د دوحې د سولې په خبرو کې د جمعیت او ډبل عبدالله ځانګړی استازی دی او دا دی د روغتیا وزیر احمد جواد عثماني له ګوښه کېدو وروسته د عطا محمد نور لخوا هم تکرار شوه. عثماني چې د کورنۍ غړي يي د موظفو اورګانو لخوا په غلا کې نېول شوي له روغتیا وزارته ګوښه شوي، خو عطا نور ټینګار کوي چې نوموړی بیرته وزیر شي.

یوه لیکم بله رایادیږي. یو ګوښه شوی او په کور ناستی والي (عطا محمد نور) ایا کولای شي وزیر وټاکي، زده کوونکي کولای شي د ښووني او روزنې وزیر وټاکي، عسکر کولای شي جنرال وټاکي او ډبل عبدالله کولای شي مارشال وټاکي؟ فقط بیا او بله سقاوي ده!

د خندا وړ دا ده چې د جمعیت سرخېلو د خپلو لارویانو د تېرایستلو لپاره کله ناکله ګلبدین غنده چې د اسلام اباد ګوډاګی دی، خو دوی خپله اوس اسلام اباد ته تر ګلبدینه مخکې دي او چمتو دي چې د ولسمشر غني د ګوښه کېدو لپاره د شیطان سره هم یوځای شي.

ځینې نور کسان لکه د امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل چې خپله پخوانۍ دنده کې هم بریالی نه وو او له دندی ګوښه شو، د نوموړو افراطي ډلو سره د موقت حکومت بولاله په ګډه تکراروي چې خدای پوهیږي، د ده سر به له کومه ځایه راوځي.

یو بل جمعیتي محمد اکرم اندیښمن بیا جمعیتیان پاروي او ورته وايي«غنی اگر از توفان قطر موفقانه عبور کند، دیگر مانعی برای توقفش وجود نخواهد داشت»

دا ډلې د عامه افغانانو له ساده توب ګټه اخلي او داسې ځلوي چې د موقت حکومت په راتلو سره به جګړه ودریږي او افغانان به د ښې ورځې خاوندان شي. پخوا هم موقت حکومتونو جګړه تر تېر ځل سخته او پېچلې کړې او بیا به هم موقت حکومت نوې او خورا خونړۍ جګړې ته لار هواره کړي.

هغوی چې د منتخب ولسمشر اشرف غني ګوښه کېدا ساده فکر کړې او تر هغه وروسته به پر چارو واکمن شي، په خوب کې کونجاړه ګوري. داسې ګوښه توب به د ناپایه کورنۍ جګړې په بیه تمام شي او هیڅ افراطي ډله به هم پکې روغه او ژوندۍ پاتې نه شي.

د جګړې د کورنیو ډلو وراخوا په سیمه او په هېواد کې د امریکا په مشرۍ ښکېل لوېدیځ هېوادونه که غواړي چې افغانستان د افراطي ډلو په مرسته د خپلو ستراتیژیکو ګټو د خوندیتوب لپاره د خیز پر تخته بیا وکاروي، په هېواد او  سیمه کې د حالاتو بدلون ښۍ چې دا معادله سرچپه شوې او افغانستان به په سیمه کې د وصل په ځای بدلیږي. د افغانستان د جیو ستراتیژیک موقعیت څخه منفي ګټه اخیستنه، خپل ځای بدلوي او افغانستان به دا ځل د وصل او سوله یزو او اقتصادي همکاریو په دهلیز بدلیږي.

د ۲۰۲۱ کال د جنوري ۷ مه

سرلوڅ مرادزی