د کوزې پښتونخوا د سیاسي مشرانو پلاوي نن /جمعه/ په کابل کې د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په خبرو کې وویل چې د تروریزم قضیه د ډیورنډ کرښې په پوري غاړه (کوزه پښتونخوا) کې بدله شوې ده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د عوامي نشنل ګوند یو مشر او د پاکستان د مشرانو جرګې غړی افراسیاب خټک هغه سیاسیتوال دي چې افغانستان ته راغلي او له ولسمشر غني سره یې ولیدل.

په دې غونډه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د اجرايي چارو رييس عبدالله عبدالله او یو شمېر جهادي مشران حاضر ول.

 

دوی د دوه اړخیزو اړیکو، د ترهګرۍ ضد جګړې او په پاکستان کې د افغان کډوالو د ستونزو په ګډون پر ګڼو موضوعاتو خبرې وکړې.

پښتنو ملتپالو مشرانو وویل چې د ډیورند کرښې د دواړو خواوو خلک له ورته ګواښ سره مخامخ دي ځکه د دغو خطرونو په وړاندې ګډو هلوځلو ته اړتیا ده.

دوی دا هم وویل چې په وروستیو کې دې هدفونو ته د رسېدو لپاره فرصتونه برابر شوي، باید دواړه هیوادونه دا فرصتونه له لاسه ورنه کړي.

دوی دې ته په اشارې چې پاکستان نور له تروریزم څخه خپلو ستراتیژیکو هدفونو ته د رسېدو لپاره کار نه اخلي، وویل:«د ډیورند کرښې په پوري خوا کې د تروریزم په اړه نظر بدل شوی دی. پاکستان اوس په دې پوی شوی چې د ښو او بدو طالبانو ترمنځ توپیر نشته او تروریزم نه یوازې دواړو هیوادونو بلکې ټولې نړۍ ته خطرناک دی.»

ولسمشر غني وویل چې تروسه وسه به هلې خلې وکړي چې د ولسونو ترمنځ اړیکې زیاتې شي.

ده په عین حال کې وویل:«لا هم اوږده لار په مخکې ده چې پر هغو ستونزو لاسبري شو چې موږ یې په وړاندې لرو، خو له دې سره سره نوی حکومت اراده لري چې مخ په وړاندې ګامونه واخلي.»

ویل شوي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن هم کابل ته بلل شوی و خو نوموړی رانغی.