الف.م.الف

کله کله

دخیال مرغه چه پرانیزی وزرونه کله کله

یو رپ کی ګز او پل کړم جهانونه کله کله

سرتورې اوښکی درومی پښې ایبله تر ګریوانه

لمنې کی رانغاړم دریابونه کله کله

ریا چه د شیخانو ملایانو را په یاد کړم

وبال ته سپیلنې کړم ثوابونه کله کله

د ګل د زړه له کوره د هوس جنازه ووزی

وریاد چی شي د مني کساتونه کله کله

د میو په زمزمو دی زړګي ته غسل ورکړه

وینځل شی په شرابو ګناهونه کله کله

چی زړه ئی د خلیل او سپیڅلتیائی وی د میني

په اور کی راټوکیږی سره ګلونه کله کله

د ژوند مزلونه لنډ دی ګوره بیا به کله ګورو

په یاد باندی می لوله دا بیتونه کله کله