د CIA او ISI له ګنډې!

خوشې نه ده چې برباد هسې وطن دی

له پردۍ ګنډې راګډ ملک کې دښمن دی

نن ــ سبا په رسنیو کې دا خبر زیات اوړي رااوړي چې طالبان او بلاخره په ټوله کې د پخوانيو مجاهدینو ډلې، الفاعده او داعش چا زیږولي او د دوی په زیږون کې د CIA او ISIرول څه دی؟

ایا CIA زیاته ملامته ده که ISI ؟ او یا دواړه د یوه خره غوږونه دي!

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیره، بېنظیر بهټو وايي چې طالبان بویه د هیلیري کلنینټن او رونالډ ریګن له ګنډې زیږېدلي دي، خو په تازه څرګندونو کې د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان جوزوف ډانفورد وايي چې برعکس، طالبان بویه د بېنظیر بهټو او د اسلام اباد د پوځي جنرالانو له ګنډې پیدا شوي دي.

د پاکستان پخوانۍ لومړۍ وزیرې، بېنظیر بهټو په ۲۰۰۰ کال کې د فرانسې فیګورو نومې خپرونې سره مرکه کې ویلي ول چې د طالبانو غورځنګ د انګلیس په فکرجوړ شوی چې عربانو مالي مرسته او پاکستان يي په پلیتوب کې ملاتړ کړی دی.

خو ډانفورډ زیاتوي« ایران او پاکستان لاهم طالبانو ته وسلې، د ځانمرګو بریدونو واسکټونه او پټنځایونه ورکوي او که امریکا له افغانستان څخه وځي؛ نو د یو کال په موده کې طالبان او نورې بهرنۍ ډلې په افغانستان کې فعالیتونه شروع کړي چې دا امریکا او د دې هېواد متحدینو ته یو لوی ګواښ دی. د سیحون خبري اژانس»

تاریخي شواهد او د افغانستان اوږده غمیزه پورته دواړه ادعاوي ثابتوي. CIA او ISI په یو بل کې داسې ننوتي او یوبل سره داسې اخښلي چې د رحمان بابا په وینا، څوک نه پوهیږي چې جانان کوم دی او رحمان کوم یو؟

خپل جانان مې هسې نقش دی په زړه کې

نه پوهیږم چې رحمان یم که جانان یم

د CIA او ISI په خپلمنځي زرګري جګړه او ناندریو کې دا پنځوس کاله د افغانانو څټه وخته او له بده مرغه دا کرغېړنه لوبه او جګړه ادامه لري!

د BBC په وینا د پاکستان پخواني دیکتاتور جنرال پرویز مشرف له کلونو انکار وروسته بالاخره رسنیو ته خوله خلاصه کړه او ویې منل « د پاکستان نظامیانو او استخباراتي ادارې په تېرو کلونو کې د طالبانو په بیا روزلو او د افغانستان پر خلاف استعمالولو کې لاس درلود. BBC د ۲۰۱۵ کال د فبرورۍ ۱۹ مه.

همداراز د ISI یو بل پخواني مشر ډګر جنرال اسد درانی بي بي سي سره مرکه وايي« د افغان مجاهدینو په څېر یې له وسلوالو طالبانو سر هم مرسته وکړه او اغېز پرې لري»

ملا تورجان په (وطن یا کفن) نومې کتاب کې چې د نورالبشر نوید تالیف دی، د خپلې مقالې په ۲۶۸ مخ کې لیکي«د طالبانو د رامنځته کولو پروسه د تنګ تانګ په انستیتوت کې چې د امریکا په کالیفورنیا کې واقع دی، پیل شوه. امریکا د طالبان یو شمېر کسان د روزنې لپاره هلته بوتلل او په خاصه توګه يي وروزل. خو زیاته روزنه يي د هغه امریکایانو لخوا وشوه چې په راتګ سره يي د پاکستان په مطبوعاتو کې زیا عکس العمل پیداکړ. دا کومندویان په چراټ کې اوسېدل او د طالبانو په روزنه بوخت ول. دا مهال لا په کابل کې د ډاکټر نجیب حکومت وو»

په افغانستان کې د کاناډا پخواني سفیر او د یوناما پخواني مشر کریس الکساندر تازه په تازه پر خپله ټویټر پاڼه لیکي«طالبان د آی ایس آی لاسپوڅي دي او دا ډله په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتي شبکې موخو ته کار کوي. نوموړي پر خپل ټویټر لیکلي اوس پاکستاني جنرالانو هم منلې چې دوی په افغانستان کې د جګړې لپاره طالبان روزي. هغه زیاتوي اوس د دې اړتیا نشته، هغه څه رد شي چې پاکستاني جنرالان یې خپله مني. سیحون خبري اژانس، ۱۳۹۹ کال، چهار شنبه د کب ۶ مه»

د جهادي نورو ډلو په اړه خو هیلیري کلنټن او هم د مجاهدینو او طالبانو معنوي پلار، نصیر الله بایر پوره څرګندونې کړي. په دې اړه رسالې او کتابونه ډک دي. هلیري کلینټن چې یوټیوب کې يي ویناوو ته لاسرسی شته ښکاره وايي، د مجاهدینو بېلابېلې ډلې د دوی په مرسته او ملاتړ رامنځته شوې او د دوی تر څرګند ملاتړ او مرستو برخمنې وي.

که څه هم امریکايي دیموکراتان، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د مرستو او ملاتړ توده مخینه لري او زیاته تمه ترې نه شي کېدای، خو په سیمه کې به د دوی ګټه دا وي چې په دې اړه خپل زوړ دریځ بدل کړي او عملآ رغنده تګلار غوره کړي. دیموکراتانو افغان دولت سره ستراتېژیک او امنیتي تړون لاسلیک کړی او هغو ته باید ژمن پاتې شي. په دوحا کې طالبانو سره چې له ترهګرۍ لا نه دي لاس په سر شوې د افغان دولت له ګډون پرته، د ترمپ په مشرۍ د جمهوریپالو تړون؛ یوخوا د امریکا نړیوال حیثیت په ځمکه وویشت او بلخوايي داسې حالت رامنځته کړ چې افغان دولت سره شوي تړونونه پیکه او بې ارزښته وځلوي!

د دوحا تش په نوم تړون چې د امریکا ولسمشر جوبایډن يي د بیا ارزوینې ژمنه کړې، باید یوې څنډې ته شي او د هغه پرځای دې افغان دولت سره ستراتېژیک او امنیتي تړونو ته زیات ارزښت ورکړل شي.

د دوحا تړون څځه په ګټه، طالبانو افغانستان کې جګړه لاپسې وغځوله. د «اوربند» او عادلانه سولې پرځای، د امریکايي ــ طالبي «اورکم» درواغجن شعار د سولې په اړه د افغانانو هیلې په اوبو لاهو کړي. د اوربند او سولې لار يي اوږده او کړکېچنه کړه او طالبانو ته يي کاذب ځواک او اعتبار ور په برخه کړ!

بلخوا نن چې ټوله نړۍ په یوه خوله وايي او اسلام اباد هم انکار نه شي کولای او هغه دا چې طالبان او ترهګر په پاکستان کې دننه ځالې لري، باید نورله شف شف راووځو او د اسلام اباد په وړاندې پریکنده دریځ ونېول شي. که طالبانو سره په دوحا کې د سولې خبرې هم کیږي، خو په ورته وخت کې باید پر طالبانو او د هغه په پنجابي ملاتړو فشار دومره زیات وي چې طالب په خبرو کې رغنده خوا ونیسي، لومړی اوربند او بیا سولې ته غاړه کیږدي.

د ۲۰۲۱ کال د فبرورۍ ۲۵

سرلوڅ مرادزی