ایا هېواد کې بېلا بېل قومونه اشرف غني پنځولي؟

د افغانستان اساسي قانون څوارلسمه ماده کې راغلي: «د افغانستان ملت له پښتنو، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، ایماق، عرب، قرغیز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو جوړ دی.» د افغانستان د مالوماتو او احصایې ملې اداره د یوې اعلامیې خپرولو سره وايی« د سترې محکمې د پرېکړې له مخې بریښنایې پېژندپاڼه کې د نورو ډېرو قومونو نومونه هم ثبتېدلای شي، ځینې قومي مشرانو د بېلا بېلو رسمي مراجعو له لارې بریښنایې تذکره کې د هغه قومونو د درجولو غوښتنه کړې چې اساسي قانون کې په څرګند ډول نه دي یاد شوی»

اوس د مالوماتو او احصایې د ملې ادارې د پورته قانوني اقداماتو په وړاندې، په هېواد کې یو شمېر څېرې خنډونه اچوي چې زیات يي د اسلامي جمعیت پورې تړلي دي.

عبدالله عبدالله چې رسمي دنده يي طالبانو سره د روغې جوړې او سولې چارو پر مخ بېولو پورې تړلې، د سولې شورا د مقام څخه په ناوړه ګټه، وايي« د لویو ملي او حساسو قضیو په اړه پرېکړه په ملي او لویه کچه مشورو او بحثونو ته ضرورت لري.»

لومړی خو دغه دنده د سولې شورا او بیا عبدالله پورې هیڅ اړه نه لري، بلخوا په دې اړه اساسي قانون پوره وضاحت لری او په لویه کچه مشورو او بحثونو ته چې عبدالله يي د یوه خنډ پتوګه په پام کې لري، اړتیا نه لېدل کیږي. همدارنګه د حکومت دنده ده چې د اساسي قانون په رڼا کې د قانون احکام پلي کړي.

په ټوله او هم په دې برخه کې د قانون د احکامو د پلیتوب پوښتنه له حکومته کیږي او مسوولیت لري، نه د سولې له شورا او عبدالله عبدالله څخه!

د تذکرې د ویش او په کې د افغان کلمې ثبت سره مخالفت د عبدالله او د هغه ډلې خورا پخوانۍ دنده ده. لومړی همدا عبدالله او د ده ډله وه چې پېژنداپاڼه کې يي د افغان کلمې پرځای د قومونو د درجولو غوښتنه کوله. کله چې حکومت پېژندپاڼه کې د افغان کلمې سره په ديټابیس کې د قومو د نومونو او نورو ځانګړتیاوو د ثبت پریکړه وکړه، اوس يې بیا بله ډنډوره جوړه کړه چې پر دې باندې په لویه کچه مشورو او بحثونو ته ضرورت لري!

اسلامي جمعیت پخوا هم څو کلونه د تذکرو د ویش مخه ډب کړه. دوی په ولسې جرګه کې د افغان کلمې سره مخالفت او دښمني وښوده. په مزار او ځینو نورو ښارونو کې يي د حکومت په وړاندې په دې اړه د بلواوو ګواښونه وکړل! د عبدالله تازه اعلامیه هم د تېرو خنډونو ادامه ده چې د پېژندپاڼې د ویش د مخنیوي لپاره په پام کې نېول شوې.

عبدالله سره په دې کمپاین کې صلاح الدین رباني او سروربې دانش هم ملګری کوي. عبدالله، رباني او ډله يي غواړي نور قومونه په تاجیکو کې مدغم کړي او لکه چې په کلونو يي د دې قومونو له پتې او حقوقو ناوړه ګټه اخیستي، بیا هم دوام ورکړې او له لارې د دوی په اند په پیاوړي دریځ کې د خپلو نورو ملي ضد موخو لپاره چنې ووهي.

داسې ملي ضد دریځ د نوموړي نورو حوارینو ته هم لار پرانیځي چې رسنیو کې شغالانو غوندې وانګولي. له دې ډلې څخه یو د محمد اکرم (اندیشمند) په روستاړي لیکي« اداره توزیع تذکره ی اشرف غنی برای درج اقوام در شناسنامه ی قومی و قبیله ای، مردم ولایت بدخشان را به بیشتر از شش قوم دسته بندی کرده است. این روش و سیاست اشرف غنی و دستگاه حکومت او با هیچ قانون و منطق حکومت داری و اخلاقی سازگاری ندارد. غنی و تیم او در درون ارگ، افغانستان را بسوی تفرقه و نفرت شدید و عمیق قومی و قبیله ای می برند.»

او یا دا چې د دې ډلې یو بل وايی«تقسیم اقوام غیر پشتون به هدف هژمونی قوم پشتون صورت گرفته است!»

دوی داسې تبلیغوي چې دا قومي رنګارنګي په طبیعي او تاریخي توګه نه، بلکې پښتنو او ولسمشر اشرف غني رامنځته کړې. څونه د خندا وړ ده!

د عبدالله ډله په رسنیو کې د افغان پرځای د افغانستاني کلمه هم کاروي. عبدالله چې په خپله تازه اعلامیه کې وايی«افغانستان له بل هروخت ډېر یووالي، اجماع او د نظر یووالي ته ضرورت لري»، دا ښکلې خبرې نوموړی، د بریښڼاپاڼې د ویش د مخنیوي لپاره د خپل نیت د پوښلو او پټولو په موخه کوي.

پښتانه وايي چې د افغان کلمه یا اصطلاح دوی پخپله ځانته نه ده کارولې، دوی اوس هم ځانته پښتانه وايی. دا اصطلاح له بهره، په افغانستان کې نه یوازې د پښتنو لپاره، بلکې د نورو مېشتو قومونو لپاره هم په ورته بڼه کارېدلې ده.

افغانستان د پښتنو تر څنګ، د بېلا بېلو نورو قومونو ګډ کور دی چې ټولو ته د افغان مشترکه اصطلاح کاریږي او په دې اصطلاح کې ټول قومونه خپل ځان ګوري. افغانستاني کلمه هغه مهال مصداق درلودلای او له پښتنو پرته نورو قومونو ځانه کارولی شوه چې افغان کلمه یوازې د پښتون د هویت ښکارندویه وای. دا چې افغان اصطلاح د ټولو قومونو ګډ هویت ته کاریږي، په منطقي توګه او د ګرامري جوړښت له مخې هم ټاټوبی باید افغانستان وي. افغانستاني اصطلاح چې په ګرامري لحاظ هم چندان موزون نه ښکاري، د افغانانو هویت په مناسبه توګه نه بیانوي او په حقیقت کې دوه ځلې یا په غبرګ او ډبل ډول مېشت ځای یا ټاټوبی څرګندوي، یعنی یو ځل د افغان په کلمه او بل ځل د افغانستاني په کلمه کې هویت غبرګیږي او داسې تکرار ته نه اړتیا شته او نه منطقي بریښي.

کله چې څوک ازبکستان، تاجکستان، تورکمنستان، ایران او یا ځینې نور یادوي هلته د دې هېوادو نومونه ټاکلي قوم ته منسوب دي او نور میشت قومونه خپل هویت ته په پام، اړوځي چې ځان ته ازبکستانی، تاجکستانی، تورکمنستانی، ایرانی او نور ووايي؛ خو په افغانستان کې بیا افغان، ټاکلی قوم ته منسوب نه دی بلکې د افغانستان ټول اوسېدونکي په لمن کې رانغاړي چې په دې توګه د افغانستاني کلمې ته اړتیا نه پېښیږي.

افغانستاني کلمه په نويیمې لسیزه کې چې د اسلامي جمعیت په مشرۍ د شمال یو شمېر نورو ملیشو کابل ونیو، د محدودو کسانو لخوا د سیاسي موخو او قومي بېلتون لپاره وکارېده. د نوییمې لسیزې مخکې یو افغان هم چې که هغه د هر قوم وو، دې کلمې سره اشنا نه وو.

عبدالله د ټاکنو په درشل کې هم د نوې پېژندپانې له اخیستو سره مخالفت وکړ. کله چې ولسمشر غني نوې پېژندپاڼه اخیسته، عبدالله وانه خیسته. نن هم له زوړ دریځه نه دی اوښتی او غواړي خپل افغاني ضد دریځ په اعلامیو کې په غوړو خبرو پټ کړي!

د ۲۰۲۱ کا د مارچ ۱۴ مه

سرلوڅ مرادزی