الف.م.الف

په اوږو یووړی

دتیری شپې کیسې سپینو سپیدو په اوږو یووړی

په سپین شولی لاهو هیلې ، موجو په اوږو یووړی

ګریوان می هدیره شوله د ځوانو تکنو پیغلو

د اوښکو و جنازی می د بڼو په اوږو یووړی

په سترګو د ساقی کی ست د شونډو نه ښکاریږی

نا خوالې تلوسې می د پیالو په اوږو یووړی

غمونه او دردونه می په خوله ویلی نه شم

د زړه سوی نارې می د شپیلو په اوږو یووړی

اجبه تماشه دی ، ځی مالي پری را خبر کړی

د سرو ګلو ډولۍ یی د اغزو په اوږو یووړی

د مینې سپکاوی دی واویلا د عشق په جیل کی

کوټلې انګازی می زلنو په او ږو یووړی

زما د ګنا ګانو څومره ستره دبدبه  وه

تر عرشه پوری ګوره پرښتو په اوږه یووړی