الف.م.الف

د کاڼو ښار

دغه دکاڼو ښار کې

چه هر شی کاڼی دی

سرکاڼی ، سترګی ، زړونه کاڼي

او

 د هر دکان مخی ته

د تورو ، سرو، سپینو او خړو کاڼو

ډکې کشرۍ پرتې دي

لکه چه شیخ بی له تسیبو نه ګرځي

داسی د هر چا لاس کې کاڼی

او په جیب کی کاڼی

او هر څوک

یو بل  په کاڼو ولي

ددی ځای هرماشوم په کاڼو زخمي

چا په ککره ، چا په ډډه چا په پښو ویشتلی

او دچنار له هسکه

په کاڼو ویشتې ځاله

لاندی پرځمکه پرته

او مساپره مرغې

دخپل ماشوم بچۍ وروستی سلګو ته

په کوکو ، کوکو ژاړی .

دلته چه هره دګل ونه

په سر زخم لري

او هره څانګه یی پر ملا ماته ده

دلته دهر کاڼی ټټر دچا په وینو سور دی

دغه دکاڼو ښار کې

چرته چې

کاڼی ویشونکی اتلان اوسیږی

زما ماشوم او سادګۍ زړګۍ

زما یاغی او نا فرمانه زړګی

ددغه ښار په زړه کې

له مانه کور شیشه محل غواړی

***