الف . م . الف

ګوره څه پوښتی

ګوره څه پوښتې زما دزړګي حال

څوک اخته مه شه ، دمینې په جنجال

د مغولې حسن څه کانې پری وکړی

خوشحال کیښودل پرځمکه ، توره وډال

سمرقند او بخارا دمینې دو کې

صدقه شول د جانان تر یوه خال

شیخ په میو لمبیدل که اوبال بولي

ماته خوښ دی تر ثوابه دا اوبال

لیونې خو په دنیا کې څه کم نه دی

له دی ټولو نه مجنون شو یومثال

ښه په نره خوله په  زوره ترینه واخله

د جنو یارانه نه کیږی په سوال