دوطن ګوند سراسری شورا د اجرائیه هئیات یاد داشت 

 په دی ورستیو ورځو کی دوطن ګوند ته منسوبو ډلو د تشکیلاتی یو والی په هکله نوبتی دنډورو زور موندلی دی .  ددی ډنډورو تر شا اکثرآ هغوی لیدل کیږی چی څه د ۱۳۹۱ کال د تلی میاشتی پنڅمی نیټی عمومی غونډی نه مخکی او څه ورسته له هغی  د خپل وس اوتوان په اندازه د ګوند په پاشلتیا او کمزور تیا کی ونډه درلوده . دا چی اوس دوی د دی ګوند د لیکو ټینګښت او تشکیلاتی پراخ پیوستون  د هوډ دعوا لری دا یو نیک فال ګڼو او استقبال تری کوو .

دوطن ګوند د۱۳۹۱ کال د میزان په پنڅمی نیټی د کابل په ښار کی د خپلی عمومی غونډی په جوړولو سره ٬ د دی ګوند د غړو د یوی لسیری نه زیاتی مودی د هځو او هاند محصول وو د هیواد په سیاسی وضیعت کی  خپل  بیا حضور اعلان کړ . له هغی نیټی نه را په دی خوا ( له ځو واری انشعابونو د تحمیل او د ګوند د قانونی ثبت او راجستر د مخنیوی په خاطر د دولت  لمنی ته لاس اچولو پرته ) د معترضینو او منشعبینو د کوم مشخص استدلال او یا وړاندیز شاهدان نه یو .

موږ له ټولو دوستانو ځخه هیله لرو که چیری د ګوند د مرامنامی ٬ اساسنامی او جاری سیاستونو په باب کوم اعتراض او یا وړاندیز لری په علنی ټوګه دی د ګوند غړوسره شریک کړی او که چیری د دوی ټول مخالفت د ګوندی کادرونو ( د محلی شورا ګانو دمشرتابه نه نیولی بیا د ګوند تر رئیس پوری ) پر سر وی نو ددی خبری د حل لاره نه د انشعابی ګروپونو ٬ مطرح او مدعی اشخاصو تر منڅ دسهمیی پر اساس د ګوندی مقامونو ویشل  ده  او نه دحقایقو جعل ٬ تذویر او سپکی سپوری ویل .

ګوند هغو کسانوته چی لاتر اوسه هم خپل شخصی تصامیم او انګیرنی د انسجام د کمیټی تر نامه لاندی نشروی ٬ په ګوته کوی چی د انسجام پخوانی کمیټی له هغه وخته چی د خپلو ځلورو غړو ځخه دری متشکله غړی له لاسه ورکړل خپل مشروعیت یی په پوره ټوګه له لاسه ورکړی دی .

ګوند باور لری چی د «ځو فقره ایزو پلانو نو» دطرحی نه نیولی بیا په ګوند کی د نویو ډلو او ګروپونو جوړولو تر شا چی د وحدت تر نامه لاندی د « روزی دام » یی غزولی دی شخصی موخی پرتی دی او غواړی چی ددی لاری یی تر لاسه کړی لکه چی موږ ټول ددی شاهدان یو چی تر همدی نامه لاندی او مشابهیو هځو په پایله کی یو تعداد خپلو اهدافو ته ورسیدل . دا ډول هځی د وطنپاله خوزښت دګټو په خلاف او دوطن ګوند پر ضد او هغی سره خیانت ارزیابی کیدی شی .

موږ دعمومی مناسباتو دلا خرابی دمخنیوی په خاطر د زغم او حوصلی نه کاراخلوهیله من یو چی موږ دی ته اړ نشو چی هغه ټول نا ویل شوی حقایق په  ډاګه کړو .