اسلام اباد له طالبانو پرته هم خپلې ګټې خوندې کولای شي

ولسمشر غني ټول ګاونډیان او په تېره بیا اسلام اباد افغانستان سره ښه اړیکو او متقابل درناوي ته تل بللي او په دې لار کې يې تر نورو ګاونډیانو لومړی عملي ګامونه هم اخیستي او دوی سره يې اړیکې د ورځچاري دیپلوماسۍ له مخې نه، بلکې د متاقبلو دایمي ګټو پر بنسټ ګڼلي او همدغه لار وهي.

په کندهار کې د مهمند روغتون چې په هېواد کې به د روغتیا په برخه کې لوی بدلون راوړي، د پرانیستې په غوڼده کې هم ولسمشر په اسلام اباد بیا غږ وکړ چې د خپل ګاونډي افغانستان سره دې له دښمنۍ لاس واخلي او د طالبانو په مټ دې خپله نیابتي جګړه ودروي او د طالبانو ملاتړ دې پریږدي. همداراز د افغان ولسمشر دا خبره راتلونکی او زیاتېدونکی ارزښت پیداکوي چې د پاکستان په اړه وايي« د پاکستان راتلونکې وده افغانستان پورې تړلې ده»

پاکستان په روانه او راتلونکو لسیزو کې تر پخوا زیات افغانستان ته اړتیا پیداکوي. پاکستان چې د منځنۍ اسیا انرژۍ ته زیاتېدونکې اړتیا لري، د افغانستان له لارې پرته يې لاس ته نه شي راوړای. بلخوا د خپلو بې کیفته کالیو خرڅلاو ته هم د منځنۍ اسیا او افغانستان مارکيټ ته سترګې په لار دی. د افغانستان اوبو، معدنیاتو او هندوستان سره په هر اړخیزه سیالۍ کې هم د افغانستان دوستي له پامه نه شي غورځولای. اسلام اباد دا هرڅه افغانستان سره د ښه ګاونډیتوب او متقابلو دوستانه اړیکو پر بنسټ تر لاسه کولای شي.

که اسلام اباد په دې اند وي چې د افغانستان په بیا ویجاړۍ او د نیابتي جګړو له لارې به لکه په تېرو لسیزو کې، ګټه وکړي او دا هرڅه به تر لاسه کړي، د حالاتو په تغییر سره د نیابتې جګړې له لارې دا امکان نور نه لېدل کیږي. د اسلام اباد د روا ګټو ترلاسه کولو لپاره ښه او اسانه لار اسلام اباد ته د ولسمشر غني د ښه ګاونډيتوب په طرحو او وړاندوینو کې ترلاسه کېدای شي.

اسلام اباد باید هېر نکړي، د افغانستان په وړاندې جګړه کې يې پنځه لسیزې پوره ګټه کړې او نن په سیمه کې له دې لارې ښه شتمن او د سیمې په کچه مطرح هېواد ګرځېدلی. اسلام اباد په دې جګړه کې د اتومي ځواک خاوند شو، د امریکا په مشرۍ لوېدیځ نه یوازې اسلام اباد له اتمي کېدو راونه ګرځاوه، بلکې اتومي پوهه او تخنیک يې هم د دې هېواد په خدمت کې ورکړ. دا چې د پاکستان ولسمشر عارف علوي افغانستان څخه د امریکايې عسکرو د وتلو په هرکلي کې وايي« افغانستان کې د جګړو له وجې شاوخوا ۷۰ زره پاکستانیان وژل شوي او په میلیاردو ډالر اقتصادي زیان دې هیواد ته رسیدلی، امریکا غږ»، له بنسټه درواغ او د افغانانو، سیمې او نړیوالو په سترګو کې خاورې پاشل دي. ۷۰ زره او حتی تر دې زیات مړه شوي کسان چې علوي يې یادوي، په سلو کې تر ۹۰٪ ډېر کوز پښتانه دي چې اسلام اباد سره د خپلو روا ملي حقوقو په غوښتنه وژل او تري تم شوي دي. د میلیاردو ډالرو د تاوان خبره هم ښکرور درواغ دی. دا میلیاردونه ډالره اسلام اباد په افغان جګړه کې ګټه کړې چې نن ورته علوي او نور پاکستاني لوړپوړي چارواکي د تاوان نوم ورکوي. هغه ټانکونه، الوتکې، وسلې، مهمات او نور جنګي وسایل چې له افغانستانه اسلام اباد تر لاسه کړل، ارزښت يې سلګونو میلیونو ډالرو ته رسیږي. د افغانستان د بشپړې ویجاړۍ په بیه اسلام اباد بډای او شتمن شو او نن په سیمه کې د یو ژاندارم په بڼه راڅرګند شو.

د امریکايې عسکرو وتل هم اسلام اباد په سیمه کې د خپلو شوونیستي او تروریستي موخو لپاره په نیک پال نیسي. اسلام اباد په دې اړه ځکه خوښي څرګندوي، فکر کوي چې د امریکايې عسکرو په وتلو به افغانستان کې د ۹۰ کلونو پشان بیا یو تشیا رامنځته شي او دوی به دا تشیا د طالبانو او نورو ترهګرو په مټ ډکه او د افغانستان واک به تر لاسه کړي.

که اسلام اباد فکر کوي دا خیالي تشیا به یوازې پاکستان ډکه کړي او د افغانستان د واک مړۍ به په اسانه تر ستوني تېره کړي، په اوسنیو حالاتو کې دا یو اومګړی خیال او ناشونی کار دی. د اسلام اباد په داسې څه به نور ګاونډیان هم د دې خیالي تشیا د ډکولو لپاره راوکوچیږي او پاکستان به خپله هم په دې لوبه کې په کورنۍ جګړه کې  ښکېل او په پای کې به خپله تجزيه په رڼو سترګو وګوري.

ایران هم ښای ورته سناریو په پام کې ولري، لګیا دی افغانستان ته د فاطیمیونو په چمتو کولو او بامیانو ته په هوايې دهلیز فکر کوي.

بلخوا پاکستان باید په پام کې ولري چې په کور دننه هم سخت او نه رغېدونکي ټپونه لري. ترهګر چې اسلام اباد یې د نورو لپاره روزي، لکه دوه سري ماران دوی هم چېچلای شي. د کويټې په سرینا هوټل کې تازه برید چې پکې پنځه تنه مړه او ۱۲ ټپيان شول، پړه يي د پاکستان د طالبانو تحریک پر غاړه اخیستې. همدارنګه هغه غوبل چې د هېرا منډه يې سره نږدې په لاهور کې د مذهبي افراطي لبیک تحریک او د پولیسو ترمنځ لېدل کیږي، د پاکستانیانو لپاره د ارام او هوسا ژوند زیری نه لري. اسلام اباد چې د نورو لپاره په پېټار کې کفچه ماران ساتي، دوی خپله هم چېچلی شي. د طالبانو په ګډون ټول ترهګر به اسلام اباد ته په لوی سردرد بدلیږي.

د جمعیت علما افراطې ډلې مشر مولانا فضل الرحمان هم د پنجابي پوځیانو په لمسون د کوزې پښتنخوا د ناارامۍ لپاره نوې دنده اخیستې. دمګړۍ پنجابي پوځیان اوISI  چې فکر کوي مذهبي افراطي خوځښتونه، طالبان او نور ترهګر به د پاکستان سلامتیا وساتي، په ایرو کې هغه خوږلن دي چې د پاکستان راتلونکي به ترې اور اخلي.

د پاکستان پوځیانو او ISI پوره ۷۰ کلونه ټول پاکستان وخوړ، دا هېواد يې د نړیوال تروریزم په ځاله بدل کړ، د پاکستان ولس يي د باروتو او ترهګرو پر بم کښیناوه او په سیمه کې به يې نور هم په شر واړوي. اوس د پاکستان د روڼد اندو پورې اړه پیداکوي چې پاکستان نور په سیمه کې له شرغوبل را وګرځوي او ګاونډیانو سره يې دوستانو اړیکو او ګډ ژوند ته وهڅوي.

که اسلام اباد، ګاونډیانو سره روغه پالیسي اختیار نکړي او نن هم د سوړ جنګ پر لار روان وي، خپلې سلامتیا ته به تاوان پېښ کړي!

طالبانو ته هم پکار دي چې خپل سر په ګریوان کې ښکته کړي، که خپل هېواد کې د واک ونډه او حکومت کول غواړي، باید د جګړې نېولې لار خوشې کړي. د پنجاب بوین او سپږن پوستین له اوږو وغورځوي او ځانونه افغانان کړي.

د ۲۰۲۱ کال د اپریل ۲۲ مه

سرلوڅ مرادزی