د هیواد څخه دبهرنی وسله والو قواوو دوتلو اړوند

دوطن  دګوند دریځ

دوطن  دګوند دریځروانو حالاتو ته په کتوسره داسی ښکاری چی متحده ایالاتو  او دهغی مرستندویه قوتونو (ناتو) پریکړه کړی ده چی  زیږدیز  روان کال دسپتامبر تر یولسمی نیټی خپلی لښکری زموږ له هیواده څخه وباسی .

دوطن ګوند  دیوه ملی ٬ مترقی  او هیواد پالونکی ګوند په حیث باوری دی چی په یوه هیواد کی دبهرنیانو دلښکرو حتی کوچنی ډلګی هم د هغه هیواد ملی حاکمیت ته مخامخ ګواښ او په یاد حاکمیت ویجاړونکی اغیزی لری شی .  موږ  نه یواځی نن چی  پرون موهم دا نظر او دا هوډ درلود چی دهیواد څخه دروسی لښکرو وتلو کی د وطن ګوند دریز او رول یی ښکاره ثبوت دی  او اوس هم د بهرنی  وسله والو قوتونو د وتلو څخه  استقبال کووو خو ددی لړی په ریښتینوالی شک لرو.

زموږ ولس د جګړی د خصوصی کولو د طرحی نه نیولی بیا  دجګړی دلری لارو نه کنترول طرحو شاهدان دی . دا په دی معنی چی جګړه به روانه وی او کنترول به یی هم د بهرنیانو په لاس کی وی.

دا صرفآ  یوه نظریه نه ده ددی نظریی دپلی کیدو او دبهرنیانو د ناروا ګټو د خوندیتوب لپاره په ژوری خواښینی سره زموږ په هیواد کی  د بهرنیانو په لاس کی پراخ ریزرفونه  ( په دولتی سطح د اشخاصو او کړیو نه نیولی بیا تر طالبانو ٬فاطمیانو ٬ دپخوانیو مجاهدینو د حلقاتو او غیر مسوله وسله والوډلو پوری ) شتون لری . که ددی لید لوری پر بنسټ  له هیواده څخه د بهرنی قوتونو وتل مطرح اوسی ٬ دا وضیعت به دهیواد روانه ستره غمیزه په خپل نفس کی ضرب کړی او پایله به یی دا وی چی  ددی موجوده نیم بنده نظم د پاشل کیدو په نتیجه کی هیواد یو بل او ناپیژانده بحران خوا ته ټیلوهل شی او  معلومو بهرنی مداخله ګرو ته د هغو د ستراتیژیکو موخو رسیدو ته زمینه برابره شی . په یقین چی دا وضیعت به نورو ګاونډیو مداخله ګرو ته دلا نورو مداخلو بهانه په لاس ورکړی چی خپل ریزرفونه لا پسی فعال او دجګړی تنور ګرم وساتی .

موږ په داسی حال کی چی دا ډول برنامی ( که د هر چا له خوا وی ) په ټولی کرکی او نفرت سره غندو او دهیواد پراخو وګړو او په تیره بیا روڼ اندو شخصیتونو او ځواکونو ته  ددی ستری خطری خبر داری ورکوو او د وخت جمهور رئیس شهید داکتر نجیب الله دغه پیغام ورپه یادوو چی بهرنیانو ته یی یلنه ورکړه چی راشی خپلی وسلی بیرته واخلی او یوه بیطرفه افغانستان په اقتصادی ډګر کی سره سیالی وکړی .

اوس چی  د موجوده حاکمیت ځینی کړی هماغه پیغام په بیلو عباراتو تکراروی صرفنظر له دی چی دوی به څومره په دی دریز ټینګار وکړی شی او عملی  به یی کړی ٬ نفس دمثلی نه خپل حمایت څرګندوو  او  ټول هیوادوال د یوه ناپیلی او مستقل افغانستان دجوړښت او مضبوتتیا لپاره رابولو .

نه طالبی امارت ٬ نه اجیر جنګیالی او نه لیلی پد . له موجوده وضیعت څخه دملی  او ناپیيلی  پر مختللی هیواد پر لوری قدم په قدم پرمختګ . موږ دموجوده  نظام ننګول  او دملی ګټو په لیکه بدلول غواړو نه ړنګول