رڼا په وړاندې جهاد

I

لکه ورځې چې د شپې سره جګړه ده

د رڼا بیا د تیارې سره جګړه ده

غر چې لوړ دی د درې پر ځمکه لوړ دی

تل د غر او د درې سره جګړه ده(۱)

د رڼا په پار ښندنه د سرو، ده

پتنګانو په ډېوې سره جګړه ده

تورتم زغمي خو رڼا زغملی نه شي

مجاهد د برق پایې سره جګړه ده

د برق مزي ورته پړي د دار ښکاري

نظاریانو ځکه دې سره جګړه ده(۲)

ځنګلیان له ځنګلي قانونه، نه اوړي

د ځنګل او ادارې سره جګړه ده

د ډبرې د پیر سخت، جامد فکرونو

تجدد د زمانې سره جګړه ده

د زړو دودو، پر تالي چې بڼیږي

د مچانو په خوږې سره جګړه ده

څوک چې مخه د رڼو اندونه نیسي

دا د پوهې له ریښې سره جګړه ده

چې د ژوند  تغییر بدلون څخه منکر وي

دا هم ژوند د فلسفې سره جګړه ده

تحجر د فکر، مرګ د یو ملت دی

تحجر، نوې ايدې سره جګړه ده

جنګ د نوي او زاړه به تل جاري وي

نن د سولې او جګړې سره جګړه ده

جام د میو ورته نه رسي جومات کې

ملا ځکه میکدې سره جګړه ده

یادونه:

(۱ ) څوڼه چې غر لوړ وي، لاندې درې یې ژورې ښکاري؛ یا څونه چې درې ژورې وي، غرونه یې لوړ ښکاري.

(۲ ) د نظاریانو څځه موخه، نظارشورا ده. ویل کیږي چې د خیرخانې په غاښي او شمالي کې د بریښنا ستنې چې نن سبا په بمونو الوځول شوي، نظارشورا پکې لاس لري. کله چې نظارشورا د دوهم مقاومت د پیل خبره کوي، خلک فکر کوي ګنې دوهم مقاومت يې د بریښنا ستنو په الوځولو پیل کړی وي.

د ۲۰۲۱ کال د مۍ ۱۵ مه

سرلوڅ مرادزی