د کمال خان بند سیاسي، حقوقي او ټولنیز ارزښت

لیکوال : محمد شفیق ژمن

د بُست پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي

 رئیس او استاد

 

لنډیز:

افغانستان او ایران د یو مشترک تمدني او جغرافیایي بستر په حضور کي د پېړیو راپدېخوا تقریبا د یو ښه ګاونډیتوب تجربه لري، البته ددې مځکني قرابت سره سره بیا هم د دواړو هیوادونو تر منځ د پولي او اوبو پر سر ځیني وخت شخړي رامنځته کیږي، چي ددې شخړو په رامنځته کېدو سره سیاسي اړیکي خړي پړي کیږي او دواړه دولتونه کوښښ کوي چي باید خپلي ملي ګټي وساتي.

پدې مسائیلو کي یو هم د هلمند د اوبو مسئله ده، چي پدې وختونو کي یوه ګرمه او مهمه موضوع ده، چي پدې وروستیو کي یې د مهارولو لپاره سیستماتیک کار پیل سوی او د هلمند پر سیند د کمال خان ستره ملي پروژه په کار اچول سوې ده چي تقریبا تخنیکي کارونه یې بشپړ او ډېر ژر به ګټي اخیستني او فعالیت لپاره افتتاح سي.

حاضره لیکنه یوه کتابتوني څېړنه ده، چي تر ډېره حده هڅه سوې چي تر څو د کره او معتبرو کتابونو، مقالو، ویب پاڼو او ... څخه پدې لیکنه کي ګټه واخیستل سي.

ددې لیکني اصلي موخه داده چي تر څو پدې وپوهیږو چي د کمال خان بند سیاسي، حقوقي او ټولنیز ارزښت څه دی؟ او همدارنګه په کُل کي د کمال خان بند په جوړېدو سره د افغان ولس په ژوندانه کي به څه مثبت بدلونونه راسي؟

کلیدي اصطلاحات: اوبه، د هلمند د اوبو تړون، بهرنی سیاست، نړیوالي اړیکي، امنیت او ثبات.

سریزه:

اوبه د بشر د حیات لپاره یوه ارزښتناکه ماده ده، چي ارزښت یې د اسلام په مبارک دین کي په بهترین ډول تعریف سوی دی (النحل، آیت ۱۰)[1] نو په همدې دلیل دا ثابته ده چي د دولتونو پر ثبات او بې ثباتۍ مستقیمه اغېزه درلودلای سي (www.bluepease.org: 2021).

په دې خاورینه کُره کي چي تقریبا یوه برخه یې وچه او درې برخي یې اوبه تشکیلوي، خو ددې سره سره بیا هم د پاکو او خوږو اوبو مقدار د امریکا متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې پر بنسټ ۳ سلنه ښوول سوې ده او ددې درې سلنو اوبو څخه یوازي ۲.۵ یې د مځکي په تل او ۰.۵ سلنه یې په سیندونو او حوضونو کي موندل کیږي (Nationalgeographic.org).

په نړیوالو اړیکو کي د دولتونو تر منځ د وسله والو نښتو د مستقیمو لاملونو څخه یو لامل خوږې اوبه دي، چي خوشبختانه زموږ ګران هیواد افغانستان د خوږو اوبو ډېره برخه په واک کي لري.

اوسنیو پېړیو کي دولتونه اوبه د وسلې په توګه کاروي، چي د نړیوالو اړیکو او پر دولتونو د تاثیر درلودلو لپاره بهترینه لار او وسیله ده او ددې تر څنګ ځیني وختونه د دولتونو د اړیکو په خړپړوالي کي هم رغنده رول درلودلای سي.

د یوویشتمي پېړۍ له مسائيلو او د بهرني سیاست د الې په توګه د اوبو د ډيپلوماسۍ یادونه ضرورې ده، ځکه دولتونه د کاله په میلیاردو ډالر له خپلو اوبیزو سرچینو څخه تر لاسه کوي او په دغو پیسو خپل دولتونه رغوي (یونیسیف: ۲۰۱۹).

د اوبو مهارول د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزو کمپاینونو شعار او دده د لومړي دورې ډېر ګرم عنوان و چي ولسمشر به پرې ټینګار کاوه او اوبه یې د افغانستان عزت وګڼلې او نورو هیوادونو ته هغه اوبه چي د نړیوالو قوانینو او معاهداتو له نظره هغه د همسایه هیوادونو نه کیدلې راوګرځولې او لوی بندونه یې پرې جوړ کړل لکه د فراه بخش آباد,  د نیمروز کمال خان او داسي نور چي دا لړۍ تر اوسه ادامه لري.

کمال خان بند د هیواد د لویو بندونو په شان هغه لوی د اوبو مهارولو او کنټرول بند دی چي د هلمند پر سیند او د نيمروز ولایت جنوب ته د چهار برجک ولسوالۍ په ۱۸ کېلومترۍ کي پروت دی؛ دا بند لس زره کلن تاریخ لري چي د جوړېدو چاري یې د ګوډ تېمور د وختونو پوري تړل کيږي چي د سیستانیانو سره د تیمور د جګړې په پایله کي دا بند ونړېدی او تر ډېره وخته پوري دغسي نړيدلی پاته و؛ د ظاهر شاه د واکمنۍ پر مهال هم د ياد بند د رغولو لپاره مثبت ګامونه پورته سول چي پدې لړ کي کولای سو د وخت د لومړي وزیر  موسی شفیق یادونه وکړو:  موسی شفیق د کمال خان بند د بیارغولو او د هېواد د اوبو د کنټرول او ایران سره د یادو اوبو د شخړي او سیاسي ترينګلتیا د حلولو لپاره د ایران د وخت لومړي وزیر امیر عباس هویدا سره خبري اتري پیل کړې او د ډیپلوماټيکو مذاکرو په پایله کي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوبو د وېش په هکله ۱۲ ماده يیز هوکړه لیک لاسلیک سو.

د ياد هوکړه لیک د دومي مادې پر اساس او د ۱۹۲۰ د بارسلونا کنوانسیون پر بنسټ ایران هېواد ته حق ورکړل سو چي کمال خان بند څخه په ثانیه کي ۲۶ متر مکعبه او په کال کي ۸۵۰  ميلیون متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي، خو د وخت تېرېدل او د بند جوړېدو ته نه پاملرنه ددې لامل سو تر څو زموږ ګاونډی هیواد ایران د لاسلیک سوي هوکړه لیک خلاف څو چنده او کال کي شاوخوا ۱.۵ ميلیارده متر مکعبه اوبه ترلاسه کړي  او یادو اوبو څخه د خپل کرهڼیز سکتور د غوړېدا او اقتصادي پرمختګ او پیاوړتیا لپاره ګټه پورته کړي، زموږ له اوبو څخه تولید سوي توکي پر موږ وپلوري او دا لړۍ تر ننه جاري وساتي.

په کال ۱۳۹۰ لمریز د حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال د بند د بیارغوني اصلي کار په درو برخو کي بیا پیل سو، چي دوې برخي یې د حامد کرزي د حکومت په دوران کي او درېیمه خو ډېره مهمه برخه یې د اشرف غني د حکومت په دوران په ۱۳۹۶ لمریز کي پیل سوه، چي خوشبختانه ټولي چاري یې بشپړي او د څو ورځو په جریان کي به افتتاح سي (BBC).

ددې مقالې اصلي موضوع د کمال خان بند سیاسي، حقوقي او ټولنیز ارزښت ده، اوس به د هر ارزښت په اړه بېل بېل د بېلو سرلیکونو په ترڅ کي به پرې بحث وکړو.

۱. د کمال خان بند سیاسي ارزښت:

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو د استفادې پر سر هغه وخت اختلاف رامنځته سو، چي انګرېزانو د افغانستان او ایران د پولو د تثبیت په برخه کي دخالت پیل کړ (سینایي او جمالي، ۱۳۹۷: ۷۰) او د هغه وخته د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ترینګلتیا اوج ته ورسېدل او د اشرف غني په ولسمشر کېدو او د هلمند د رودخانې پر سر د کمال خان بند د پاته کار د بیا پیلېدو سره د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ستونزي راولاړي سوې.

په اوسني عصر کي پاکي او خوږې اوبه د نورو قیمتي مادو او ذخایرو په څېر لوړ قیمت او ارزښت لري، چي دولتونه کوښښ کوي، چي یا خپلي اوبه مهار کړي او یا هم د نورو دولتونو څخه چي اوبه ورته راځي د هغو څخه زیاته استفاده وکړي (کوهزاد: ۱۳۹۴).

 د هیوادونو امنیت او ثبات يو د بل سره تړلي دي، د کمال خان بند په شان د نورور بنسټیزو پروژو پلي کول به وکړای سي په افغانستان کي د امنیت په راوستلو او د سیاسي ثبات په پیاوړي کولو کي حیاتي رول ولوبوي او همدارنګه د کمال خان بند په فعاله کولو سره  به له ایران سره د متقابلو سیاسي او ډیپلوماټيکو اړیکو په رغولو کي رغنده رول ولري او دا بندبه  افغان دولت ته دا فرصت په لاس ورکړي چي ددې بند څخه د ایران په وړاندي د یوې سیاسي الې په توګه کار واخلي.

۲. د کمال خان بند حقوقي ارزښت:

د افغانستان او ایران ترمنځ  داوبو د وېش تړون په ١٣٥١ کال  کي د کب د میاشتي په ٢٢  مه نېټه چي د ١٩٧٣ میلادي کال د مارچ له ١٣ نېټې سره سمون خوري د کابل ښار کي  د وخت صدراعظم شهید محمد موسی شفیق او د ایران  صدراعظم  امیر عباس هویدا  له خوا لاسلیک سو؛ د یاد تړون له مخي، ایران ته د هلمند له سیند څخه باید په کال کې ۸۵۰ میلیونه متر مکعبه اوبه ولاړي سي؛ پداسي حال کي چي د افغانستان کابو ۷۰ سلنه اوبه د دوی پر لور رواني دي او د کورنيو جګړو او کړکیچونو له امله د هغه تړون د ایران له خوا په صداقت سره  عملي نه سو او د معلوماتو له مخي، حتی ایران هیڅکله د پورتني پرېکړي له مخي عمل نه دی کړی او د تړون پرېکړي يې هم عملي کړي نه دي، ایران تقریبا په ۴۴ کلونو کي تر خپل حق ٧٥ سلنه زیاتي اوبه تر لاسه کړي دي؛ زموږ با تدبیره ولسمشر د اوبو ښه مدیریت په موخه د بندونو جوړولو او داوبو د مهارولو ته مخه کړې او جامع پلان او امکانات یې ورته برابر کړي دي او دا به د هیواد په سیاسي تاریخ کي يوه لویه لاسته راوړنه وي.

کونړ، هلمند، کابل، بلخ آب، کوکچه او مرغاب هغه مهم سیندونه دي، چي زموږ له خاوري سرچینه اخلي، خو موږ په خپل وطن کي د اوبو له کمبود سره مخ یو، پداسي حال کي چي  زموږ سیندونه ګاونډیانو ته په ميلیاردونو لیټره خوږې او پاکي اوبه ورکوي او موږ تر اوسه د خپلو اوبو یوازي  ۱۰%  مهار کړي دي.

همدا ډول باید ګاونډي هیوادونه هم داوبو دعادلانه وېش لپاره یوې اصولي موافقې ته غاړه کښیږدي، موږ د هلمند د اوبو پرسر له ایران سره موافقه لرو او ددې موافقې په چوکاټ کي کیدای سي ډېر اغېزمن ګامونه واخلو.

اوسني نړیوال شرایط دا مني چي د ځینو طبیعي موادو د کاروني لپاره باید منظم سیمه يیز تیاری ونیول سي، ځکه دا هم حقوقي او هم علمي اړخونه لري.

معادن او اوبه زموږ د هیواد د طبیعي پانګي ستره برخه جوړوي، خوموږ ورڅخه تر اوسه کومه د پام وړ ګټه نه ده اخيستې.

د حقوقي اړخه د افغانستان دولت ته به د بندونو رغونه دا زمینه مساعده کړي، چي ګاونډیو ته د تړونونو او نړیوالو قوانینو پر اساس اوبه ورکړي او د اضافي اوبو ورکولو څخه به ممانعت وکړي او له دغو اوبو څخه به د افغانستان د خاوري د بیارغووني لپاره مثبته استفاده کوي.

۳. د کمال خان بند ټولنیز ارزښت:

اوبه د هر ژوندي موجود د ژوند لپاره حیاتي ارزښت لري، ځکه هر شی په اوبو سره ژوندی دی، افغانستان چي د درېیمي نړۍ او شاته پاته هیوادونو له ډلي څخه شمېرل کیږي، ډېري ټولنیزي ستونزي لري، چي په نتیجه کي فقر، بې وزلي، بې امنیتي او لوړ خطرات منځته راغلي دي (نړیوال بانک، ۱۳۹۶: ۲۳) څنګه چي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت باید د اساسي قانون پر بنسټ د هیواد د بیارغووني یا اعمار په اړه په ټولو سیمو او ساحو کي د متوازني ودي اصل په پام کي ونیسي، خپل پلانونه او ستراتیژۍ داسي عیاري او پلي کړي، چي د هیواد ټولي سیمي له هغې څخه په برابر او تساوي ډول برخمني سي (اساسي قانون، ۱۳۸۲: ۶ ماده) او همدارنګه دولت مکلف دی چي د ټولني د پرمختګ او د اوسېدونکو د هوسا ژوند د تأمین په خاطر په بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي ساحاتو کي لازم تدابیر ونیسي، د هیواد له ذخایرو څخه د خلکو د ژوند د هوسایني لپاره استفاده وکړي، د کرهڼیزو محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي، د سرشارو سرچینو په ځانګړي ډول له اوبو څخه د برېښنا او انرژۍ په تهیه کولو او په کرهڼه کي د بندونو، کانالونو او ویالو په کیندلو سره پرمختګ وکړي، تر څو د خلکو ژوند هوسا او هیواد د پرمختګ په لور ګامونه واخلي (ژمن، ۱۳۹۶: ۲۷).

د کمال خان بند په ګټي اخیستني سره به په زرګونو بزګر پر کار سي، په لکونو جریبه شاړي مځکي به خړوبه سي، خلکو ته به کاروبار پیدا سي، د ښارونو او ولسوالیو تر منځ به واټن کم سي، د کمال خان بند په شاوخوا کي به د ژوند لپاره زمینه مساعده او ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه، مسجدونه، تفریحي پارکونه، صحي کلنیکونه او نور مهم عام المنفعه پروژې به پلي سي، سېلابونه به کنټرول کړي، د کرهڼي په سکتور کي به د لویي پانګوني باعث سي (سیستانی: ۱۳۹۹) همسایه هیواد ایران ته د هلمند د اوبو د تړون پر بنسټ له حقابه څخه علاوه زیاتي اوبه ورکول به د مادیاتو په مقابل کي کیږي، چي له دې لاري به زموږ دولت ته په میلیونونه ډالر راځي او دولت به د افغانانو د ژوند د بهبود لپاره ورڅخه په کلني بودجه کي کار اخلي.

پایله:

په نړیوالو اړیکو کي د دولتونو تر منځ د وسله والو نښتو د مستقیمو لاملونو څخه یو لامل خوږې اوبه دي، چي خوشبختانه زموږ ګران هیواد افغانستان د خوږو اوبو ډېره برخه په لاس کي لري.

اوسنيو پېړیو کي دولتونه اوبه د وسلې په توګه کاروي، چي د نړیوالو اړیکو او پر دولتونو د تاثیر درلودلو لپاره بهترینه لار او وسیله ده او ددې تر څنګ ځیني وختونه د دولتونو د اړیکو په خړپړوالي کي رغنده رول درلودلای سي.

د اوبو مهارول د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزو کمپاینونو شعار او دده د لومړي دورې ډېر ګرم عنوان و چي ولسمشر به پرې ټینګار کاوه او اوبه یې د افغانستان عزت وګڼلې او نورو هیوادونو ته هغه اوبه چي د نړیوالو قوانینو او معاهداتو له نظره هغه د همسایه هیوادونو نه کیدلې راوګرځولې او لوی بندونه یې پرې جوړ کړل لکه د فراه بخش آباد,  د نیمروز کمال خان او داسي نور چي دا لړۍ تر اوسه ادامه لري.

د افغانستان او ایران تر منځ د هلمند د اوبو د استفادې پر سر هغه وخت اختلاف رامنځته سو، چي انګرېزانو د افغانستان او ایران د پولو د تثبیت په برخه کي دخالت پیل کړ(نړیوال بانک: ۱۳۹۶) او د هغه وخته د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ترینګلتیا اوج ته ورسېدل او د اشرف غني په ولسمشر کېدو سره او د هلمند د رودخانې پر سر د کمال خان بند د پاته کار د بیا پیلېدو سره د دواړو هیوادونو تر منځ سیاسي ستونزي راولاړي سوې.

د هیوادونو امنیت او ثبات يو د بل سره تړلي دي، د کمال خان بند په شان د نورور بنسټیزو پروژو پلي کول به وکړای سي په افغانستان کي د امنیت په راوستلو او د سیاسي ثبات په پیاوړي کولو کي حیاتي رول ولوبوي.

د حقوقي اړخه د افغانستان دولت ته به د بندونو رغونه دا زمینه مساعده کړي، چي ګاونډیو ته د تړونونو او نړیوالو قوانینو پر اساس اوبه ورکړي او د اضافي اوبو ورکولو څخه به ممانعت وکړي.

د کمال خان بند په ګټي اخیستني سره به په زرګونو بزګر پر کار سي، په لکونو جریبه شاړي مځکي به خړوبه سي، خلکو ته به کاروبار پیدا سي، د ښارونو او ولسوالیو تر منځ به واټن کم سي، د کمال خان بند په شاوخوا کي به د ژوند لپاره زمینه مساعده او ښوونځي، مدرسې، پوهنتونونه، مسجدونه، تفریحي پارکونه، صحي کلینیکونه او نور مهم عام المنفعه پروژې به پلي سي، سېلابونه به کنټرول کړي، د کرهڼي په سکتور کي به د لویي پانګوني باعث سي.

سرچینې او ماخذونه:

۱) قرآن کریم.

۲) ژمن، محمد شفیق، ۱۳۹۶، د افغانستان د اساسي قانون تحلیل، لومړی چاپ، نوی مستقبل خپرندویه ټولنه، کابل - افغانستان.

۳) د افغانستان اساسي قانون، ۱۳۸۲، د عدلیې وزارت رسمي جریده، ۸۱۸ ګڼه.

۴) سینایي، وحید، جمالي، جواد، دیپلماسی اقتصادی ج.ا.ایران در افغانستان و مدیریت اختلافات آبي دو کشور، ۱۳۹۷، فصلنامه مطالعات راهبردی سیاست ګذاری عمومی، دوره ۸، شماره ۲۸، پاییز ۹۷.

۵) کوهزاد، حسین، ۱۳۹۴، چالش ها وظرفیت های همکاری اقتصادی ایران و افغانستان، سایت اقتصاد آسیا.

۶) نړیوال بانک، ۱۳۹۶، د افغانستان اقتصادي ګزارش

 (documents.worldbank.org/curated/en/746471495781300014/pdf/115229-dari-public-afg-development-update-spring-2017-dari.pdf)

۷) کاندید اکاډمېسن محمد اعظم سیستاني فیسبوک پاڼه (https://www.facebook.com/713662963/videos/10158947939277964/)

۸) https://www.thebluepeace.org/water-diplomacy

9) https://www.nationalgeographic.com/magazine/article/water-is-life

10) https://www.unicef.org/wash/water-scarcity

11) https://www.bbc.com/persian/afghanistan-54854466


[1] ـ د یادولو وړ ده چي د اوبو کلیمه چي معادله عربي کلیمه یې (ماء) ده، ۶۳ ځله په قرآن عظیم الشان کي په مختلفو آیتونو کي راغلې.

دا لیکنه د PDF په بڼه دلته لوستی شي