دعقیدې په پار دښمني

 

عجیبه ده چې جومات ځای د ترور شي

او ملا پکې د بل  وطن مزدور شي

د سپېڅلي ځای په نوم چې نفرت ویشي

سکه وروڼه یو د بل سره تربور شي

مدرسه که د وسلو د زده کړې ځای شي

شاګردان به يې کارولو ته مجبور شي

برخلیک د داسې ملک به جنازې وي

خوږ وطن به يې په خپلو وینو سور شي

چې قران تفسیر یاسیر د غنیمت وي (۱)

څه تفسیر به د تورات او له زبور شي

چې مکه محبس د فکر و عقیدې شي

نور جهان به جوړ زندان د رنتنپور شي( ۲)

عقیدې راز راز د فکر ازادي ده

انسان ولي عقیدې په نوم  مزدور شي

په بیرغ چې د مکې، شمشیر انځور وي

جنګ به ځکه د اسلام د دین دستور شي

د جهاد په نوم جګړه، عرب کلتور دی

جهاد ولې د باقي جهان کلتور شي

فابریکه که د جهاد داسې چالان وي

هره ورځ به ترې پیدا نوی منګور شي

که داعش، که القاعده که مجاهد دی

ټول په اصل کې ملا له خېټې بور شي

مخبرۍ په زیرخانه کې تربیه واخلي

بیا په لاس د انګریزي ښکېلاک صدور شي

چا چې موږ ته د جهاد په نوم دام ایښی

یوه ورځ به پخپل دام کې ښکېل ضرور شي

که پنجاب موږ ته وطن نن تنور کړی

لیري نه ده چې يې خپل وطن تنور شي

یادونه:

(۱ ) یاسیر مختصر ته وايي

(۱ )  رنتنپور په هند کې د مغلو په پیر د زندان نوم دی چې ستر خوشال خان پکې بندي وو.

د ۲۰۲۱ کا د مۍ ۹ مه

سرلوڅ مرادزی