امریکا ته د ولسمشر غني سفر: اسلام اباد ولې وارخطا دی!؟

امریکا ته د ولسمشر غني د سفر په درشل کې چې ټاکل شوې د جون په ۲۵ به ترسره شي، د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د اسلام اباد لوړپوړي چارواکي ظاهرآ ډېر وارخطا ښکاري. دا چې دوی د دې سفر شا ته څه ویني او ایا ریښتیا اسلام اباد ته په وارخطايۍ ارزي، له سفر وروسته به څرګند شي. خو له سفر مخکې دوه خبرې مالومې دي چې ښای اسلام اباد د هغو په اړه اندیښنه ولري او د دوی وروستۍ څرګندونې به هم د دې دوه اندیښنو سره تړاو ولري:

ــ د کابل او امریکا ترمنځ د ستراتېژیک او امنیتي تړون په چوکاټ کې د امریکا ذمه وارۍ باید لکه د پخوا پشان عملي بڼه ونه لري، همدارنګه د کابل او امریکا ترمڼخ اړیکو کې دې نوی پرمختګ نه رامنځته کیږي او دا دواړه هېوادونه دې هغه شان اړیکې ولري چې اسلام اباد يي غواړي

ــ امریکا دې د اسلام اباد په اړه، د کابل یوه  خبره هم نه اوري. د کابل یوه خبره هم د اسلام اباد په اړه حقیقت نه لري. کابل سره د نږدې اړیکو پرځای دې امریکا اسلام اباد سره اړیکې تودې وپالي او افغانستان ته دې د اسلام اباد په عنیکو کې کتنه دوام ولري.

امریکا ته د ولسمشر غني  سفر سره هممهال چې له افغانستانه د بهرنیو پوځي ځواکونو د وتلو په درشل کې ترسره کیږي او د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د افغانستان د بهرني سیاست نوی څپرکی پرانیستل کیږي، اسلام اباد غواړي او موخه لري چې پر دې سیاست کنترول ولري او هغه د اسلام اباد د ځانګړو ګټو تابع وي.

اسلام اباد که د افغانستان په اړه، دا مهال خپلې هرې پخوانۍ تېروتنې ته ګوته نیسي او هغه مني، خو د افغانستان په بهرني سیاست د کنترول له دریځه نه دی تېرشوی او دا ورته د خپلو ملیتاریستي ګټو سره کرښه ښکاري.

اسلام اباد په ۲۱ مه پېړۍ کې هم د افغانستان د بهرني سیاست په وړاندې، د برتانوي هند د ۱۹ پېړۍ ورته دریځ چلوي او د افغانستان بهرنی سیاست کنترول ورته خپل حق ښکاري.

پاکستاني واکمنان چې د انګریزي استعمار کارکشته شاګردان دي، د وخت په نبض تر نورو مخکې پوهیږي او په غوړو ژمنو او د خپلو تېروتنو د یوې برخې په ښکاره ویلو سره، خپلې ناروا غوښتنې ښه پوښلی شي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، واشنګټن ډي سي ته د ولسمشر غني د سفر په درشل کې، یوه لیکنه کې چې واشنګټن پوست کې خپره شوې، لیکي« په تېر وخت کې پاکستان دا تېروتنه کړې ده چې د جکړې یو اړخ یې غوره کړی وو، مګر موږ له دغې تجربې څخه زده کړه کړې ده. موږ کوم انتخاب نلرو او له هر حکومت سره به چې خلک پرې باور ولري، کار وکړو. تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانستان هېڅکله هم له بهر څخه نشي اداره کېدای»

خو د همداسې بې شرمه اعتراف سره موازي نن هم طالبان روزي، وسلوال کوي يي او د افغانستان په ټولو ولایتونو کې يي جګړې ته هڅوي.

د عمران خان د دې بې شرمه اعتراف موخه دا ده، امریکا او نړۍ ته وښۍ چې که ولسمشر غني په واشنګټن کې د اسلام اباد د دې ګنا په اړه چې طالبان روزي او په افغانستان کې يي جګړې ته لیږي، څه ووايي او د اسلام اباد دوه مخی سیاست افشا کړي، چې دوی يي مخکې تر مخکې پخپل دې بې شرمه اعترف مخه نېولې وي.

بلخوا د خپل همدې اعتراف تر شا غواړي خپلې نورې کرغېړنې موخې وړاندې کړي او هغه د اعتراف تر پوښ لاندې پرځای وځلوي. عمران خان په دې اړه زیاتوي« پاکستان په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ سره په جکړې کې د همکارۍ له کبله ډېر تاوان ګاللی. پاکستان په دغې همکارۍ کې ۷۰ زره پاکستانیان مړه شوي او دغه هېواد ۱۵۰ میلیارد ډالر تاوان کړی. دغه هېواد د پاکستاني طالبانو او نورو ترهګرو ډلو له غچ اخیستونکو بریدونو سره هم مخامخ دی»

عمران خان په داسې څرګندونو کې « د بل په مړي کې خپل مړی ژاړي!». نوموړی غواړي د افغانانو ټولوژنه، د پاکستانیانو د وژلو تر نوم لاندې تېره کړي او افغانستان ته د دوی په لاس اوښتلی تاوان ته هم پاکستان ته د رسېدلی تاوان رنګ ورکړي.

۷۰ زره کسان که مړه شوی هم دی، هغه کوز پښتانه دی چې د پنجابي پوځ او ISI لخوا وژل شوی او ۱۵۰ میلیارده ډالره هم پنجابي پوځیانو او استخباراتو د افغانستان پر سر جګړه کې ګټه کړې ده.

د پاکستان لپاره د افغانستان جګړه لنګه غوا وه او اوس هم ده!

د نورو ترهګرو او غچ اخیستونکو څخه یادونه هم د اسلام اباد  موخه د پښتنو ملي غورځنګونه او په هغه ډله کې PTM دی.

د عمران خان تر اعترافاتو لږ مخکې، د هغه د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي هم ویلي ول«امریکا ته د غني په سفر کې پاکستان باید د افغانستان د ناامنیو مسول ونه ګڼل شي. هغوی ته [غني او مل پلاوي ته] بخت او د ښه لیدنې کتنې هیله کوم، خو پریږدۍ چې مخکې له مخکې ووایم چې که واشنګټن ته د تللو هدف د [افغانستان] سولې د ټولو نیمګړتیاوو او نه پرمختګ په وجه د پاکستان د مسول ګڼلو او ملامتولو د نوې لوبې پیل وي، دا [سفر] به هیڅ مرسته ونکړي»

دلته هم اسلام اباد له دې سفره خپله اندیښنه نه پټوي او لکه چې وايی«دغله په ږیره خس وي!»، غواړي مخکې تر مخکې په افغانستان کې د خپلې نیابتې جګړې د لا رسوايۍ مخه ونیسي.

په پای کې د اسلام اباد واکمنانو ته بیرته د عمران خان دا خبره که څه هم هغه د منافقت له مخې کړې، ور تکراروم« تاریخ دا ثابته کړې ده چې افغانستان(د پاکستان په شمول) هېڅکله هم له بهر څخه نشي اداره کېدای»!

د ۲۰۲۱ کال د جون ۲۳ مه

سرلوڅ مرادزی