۸ صبح، قومي جنګ ته لمن وهي!

۸ صبح چې د اسلامي جمعیت اندیښنو او موخو خپرولو ته نږدې رسنۍ یادیږي، د چنګاښ په ۱۲ مه يي د حبیب حمید زاده په قلم «جرقه های جنګ قومی در شمال» تر سرلیک لاندې یوه لیکنه خپره کړې. لیکنه کې يي مرکزي حکومت او طالبان په شمال کې د قومي جنګ په اړه، ځینو برخو کې په مساوي توګه پړ ګڼلي، خو په ځینو نورو برخو کې يي د قومي جنګ پړه ټوله پر مرکزي حکومت وراچولې!

مرکزي حکومت سره طالبان په یوه تله تلل او یا حکومت له طالبه بدتر ګڼل، که څوک وغواړي یا نه، ګټه يي طالبانو ته رسیږي او په اوسنیو حالاتو کې داسې څه کومه کوچنۍ تېروتنه نه ده، بلکې لویه خطا او په لویلاس مرکزي حکومت سره دښمني ده.

د مقالې لیکونکی لیکي« حکومت مرکزی به گونه‌ای جنگ را مدیریت کرده است تا گروه طالبان با فرماندهان جهادی و مردم بانفوذ محلی در شمال مواجه شوند و با هم بجنگند»

د لیکنې په دې برخه کې د لیکونکي اندیښنه په شمال کې د اسلامي جمعیت جنګي لنډه غرو او محلي جنایتکارانو ته پاملرنه ده چې طالبان نه ښای د دوی پزه وینې کړي. په دې برخه کې قوم او ولسي خلک بیخي هېر شوي دي!

بلخوا مرکزی حکومت چې تر نیمايي زیات د جمعیت او جمعیت ته د نږدې ډلو بدماشان پکې بشپړ واک لري، څنګه جګړه او په تېره بیا طالبان مدیریت کولای شي چې شمال کې یوازې همدغه بدماشان وځپي او د حکومت نورو برخو، ولس او ټولګټو تاسیساتو او شتمنیو ته ضرر پېښ نکړي!

که طالبانو په ریښتیا جهادي مافیا او بدماشان ځپلی، ولس او مرکزي حکومت سره يي جګړه نه کولای؛ بیا خو د طالب جنګ په حقه وو. طالب خو په جګړې سره په هېواد کې یو بستر هوار کړی چې هلته کورنۍ جهادي مافیا او هم بهرنۍ ترهګرې ډلې لکه القاعده او داعش په راحت سره اوسیږي او ټولو په ګډه  پر افغان ملت په دې دنیا د قیامت ورځ راوستې ده.

لیکنه په ډاګه څرګندوي چې د دوی اندیښنه د شمال ولس په اړه نه ده، بلکې دوی په شمال کې د جهادي مافیا شوم برخلیک ته اندیښمن دي.

لیکونکی زیاتوي«پایگاه اصلی جنگ طالبان در برابر نیروهای امریکایی و ناتو جنوب بود. اکنون در روزهای آخر خروج نیروهای امریکایی، گروه طالبان در شمال جنگ را تشدید کرده و سقوط ولسوالی‌ها و محاصره شهرهای بزرگ از شمال کلید خورده است. با آنکه اکثریت نیروهای ارتش فرزندان شمال هستند، این نیروها اما در جنوب افغانستان مصروف نبرد با گروه طالبان‌اند. که این همان چیزی است که دولت مرکزی می‌خواهد.»

څنګه کېدای شي چې د مقالي د لیکونکي په خبره، جنګ په شمال کې زیات دی او ځواکونه چې ډيرکی يي د شمال هم دی، په جنوب کې طالبانو سره په جګړه بوخت دی او بیا دا هغه څه دی چې د ده په وینا يي مرکزي حکومت غواړي.

د طالبانو جګړه ګرځنده ده، کله جکړه یوه سیمه کې زیاته وي او کله چې حکومت هلته طالبان وځپي او وزغلوي، طالبان بله سیمه تر برید لاندې نیسي. د طالب داسې چلند په مرکزي حکومت ورتپل همغه د «توطیې تیوري» ده، چې ګټه يي طالبانو او د جهادي مافیا لنډه غرو ته رسیږي.

د طالب د ګرځنده جګړې تاکتیک په مرکزي حکومت پورې تړل او بلخوا دې تاکتیک ته د قومي جنګ رنګ ورکول، د مقالي د لیکونکي او د ۸ صبح د رسنۍ هغه غټه خطا او ګنا ده چې نه یوازې د ټول افغان ملت په وړاندې يي کوي، بلکې د شمال د جګړه ځپلي او اسلامي جمعیت ځپلي ولسونو په حق کې يي هم په بېشرمۍ ترسره کوي.

افغانستان کې هیڅ قوم د بل سره اختلاف نه لري او ټول لکه وروڼه تر پېړیو راهیسي ګډ ژوند کوي. په هر قوم کې د ګوتو په شمېر څو تنه غله او ټيکدران شته چې ډیرکي يي د بهرنیو کړیو لکه ایران او پاکستان پورې تړلي او د دوی په لمسون قومي تربګنیو ته لمن وهي. د شخصي ګټو پر سر د دغه ټیکدارانو ترمنځ زرګري اختلاف ته د قومونو ترمنځ اختلاف او یا د قومي جنګ نوم ورکول، خپله بله توطیه ده.

څو ورځې مخکې د عوامي نشنل پارټۍ د پښتوخوا مشر، ایمل ولیخان ويلي ول«افغانستان کې هیڅ کورنۍ جګړه نشته، ټوله لوبه پاکستان روانه کړې ده،تاند»

همدارنګه د مقالي لیکونکی په شمال، د طالب جګړه کې د ناقلینو نوم هم په بدۍ یادوي او فکر کوي چې ناقلین هلته د طالب ملاتړ کوي. دلته هم طالب غټ او ځواکمن ښودل کیږي او پړه يي بیا په مرکزي حکومت اچول کیږي.

که په شمال کې د طالب جګړې زور اخیستي او یايي په جنوب کې تېرو شلو کلونو کې پښتانه له یو مخې وژلي، ضرر يي ټول ملت ته متوجه دی او طالب ته ډېره زمینه همدغه جهادي مافیايي بدماشانو برابره کړی.

که چیری عبدالله عبدالله او د هغه جمعیتي ډلې په تېرو شلو کلونو کې مرکزي حکومت نه وای کمزوری ساتلی، نن به نه طالب او یا بل ترهګر سره افغان ملت په جګړه کې ښکېل وای!

اوس هم فرصتونه شته، که د ولسمشر غني په مشرۍ پر مرکزي حکمت راټول شو، هم له طالبه جګړه ګټلای شو، هم په دې جګړه کې د اسلام اباد او ایران مخونه توریږي او هم د سوکالۍ او پرمختګ په لور ګامونه اخیستلای شو.

د مرکزي حکومت ملاتړ او پیاوړتیا د بری راز دی!

د ۲۰۲۱ کال د جولای ۴ مه

سرلوڅ مرادزی