دروند ولسمشره وروستی فرصت له لاسه مه ورکوه!

د ۱۴۰۰ کال د زمري ۱۶

دروند ولسمشره وروستی فرصت له لاسه مه ورکوه!

راپورته شه، چیغه وکړه، را خوځېدلي وطنوال پر ځان راټول کړه!

راووځه ملت ته د دښمنانو تور پلانونه په زغرده رسوا او مقاومت ته يې راوبوله! زه ډاډه يم چې ځورېدلی ولس دې نارې ته لبيک وايي.

په هرې ولسوالۍ او ولايت کې ګڼ شمېر وطنپال کسان شتون لري. راپورته يې کړه او د محلي پاڅونونو د مشرۍ اعتماد پرې وکړه.

د غيرت او افغانيت چيغه روانه کړه، د تورتم په ضد راپورته شه، د رڼا مشال اوچت او د خپلواکۍ بيرغ ورپوه!

پام دې دی که نه، نن سبا دې د واک موده پای مومي او خدای خبر چې څومره به نور ژوندی پاتې يې؟! ته کولی شې يا د وطن د ژغورنې نوميالی قهرمان شې او يا په تاريخ کې د يوه بدنومي، بې واکه، يا خدای مه کړه خاين په نامه چې تر مشرۍ لاندې يې يو باتور ملت او د عظمت ټاټوبی سقوط کوي، ثبت شې.

 که پر خپل ولس  او د ولس پر زور باور وکړې، د پرديو له جاله خپل لاسونه او پښې راخلاصې او د وطن د ژغورنې پاڅون په سر کې په نره ودرېږې، هم به تيت او پرک ولس يو کړې، هم به د پرديو سترګې درنه وسوځي، هم به خپلواکي، ملي ګټې، د خاورې بشپړتيا او ملي حاکميت خوندي کړې او هم به دې نوم په تاريخ کې په ځلاندو تورو ثبت شي.

تا غوښتل د غازي امان الله په پله پل کښېږدې. ستا ارمان و چې اماني پاتې پروژي سر ته ورسوې. خو ارمان چې ستا تر مشرۍ لاندې زمونږ تر پښو لاندې مځکه هم رانه ښويېږي. دا له پرديو غوبل شوی وطن اوس بيخي رانه ځي، توره تياره راځي، د سړيتوب کډې بارېږي او خدای خبر چې نورې څه نادودې به دا خوارکی ولس ګالې؟!

وګوره ډېرۍ ولسوالۍ ولاړې اوس ولايتونه هم درنه ځي، او بې درېدا دښمن ته پرېښودل کېږي. د مار لستوڼي دې پېژندل خو خوا دې ورله ساتله. (۱)

همدا اوس ولس په قهر دی، په جذبه دی، راولاړ شوی دی. مخ کې تر دې چې دا تودوخه سړه شي وخوځېږه او دې خوځښتونو ته نظم او سمت ورکړه. مه پرېږده چې ناپاک لاسونه يې خپلو قومي او ګروپي موخو ته بوځي. سبا به خلک بې اسرې شي، ساړه به شي يا به يې د غرض څښتنان بې لارې کړي، بيا به که وهم غواړې هېڅ ونه شې کولی.

پر ځوانانو او محلي وطنپالو مشرانو هم غږ کوم که له پاسه څوک ستاسې او د وطنوالو د پاڅون پروا نه ساتي، پخپله سره منسجم شئ، په کمو وسلو چې په هر کور کې شته لومړی پټ او بيا ښکاره مقاومتونه جوړ کړئ، د طالبانو پر کوچنيو او کمزورو پوستو يرغل وکړئ، نوره وسله لاس ته راوړئ او له ګاونډو مقاومتونو سره يو ځای شئ او تور مخي دشمنان او د پردو لښکر له خپلې خاورې وشړئ.

د خلکو زور د خدای زور دی. که يو ځل خلکو يولاس پاڅون وکړ بيا نو هېڅ زبرځواک يې هم مخه نه شي نيولی.

ـــــــــــــــــــــــــــــ

(۱) خوا دې ورته ساتله = خاطر خواهی شان را می کردی