د جهل لښکر

بیا د جهل تور لښکر په غځېدو دی

بیا ناورین له تور پنجاب په خپرېدو دی

بیا پنجاب د میکناټن دنده اخیستې

اکبرخان پرځای، غني ته په توطیو دی

بیا وحشت او بربریت وزرې کړې

بیا عرم توپان ختیخ نه په راتلو دی

بیا یو لویه زلزله په هېواد ګډه

هست و بود مو د وطن په ریږدېدو دی

بیا اسمان کې توره وریځ په غضب ګرځي

بیا یو تندر له اسمان په پرېوتو دی

بیا شیطان دی راهي شوی عرش په لوري

پریښتو کورته اسمان ته په ختو دی

بیا چنګیز دا ځل ختیځ نه خوځېدلی

پر افغان خاوره لوېدیځ کې په حملو دی

بیا د عصر ګوډ تیمور توره کښلې

قتل عام پر سیمه بیا د پېښېدو دی

بیا توطیه د انګریزانو پلې کیږي

اماني غورځنګ مخ بیا په تمېدو دی

بیا ګورګین دا ځل هلمند کې ځاله کړې

له میرویس سره هلمند کې په جګړو دی

بیا افغان پر برخلیک لوبه روانه

د تقدیر باز له اوږو، نه مو په تلو دی

بیا لسیزه د نوييزې تکراریږي

بیا ټاټوبی د افغان په نړېدو دی

بیا نفاق موږ د بلا په خوله کې ورکړو

بیا هر هډ مو د وجود په ماتېدو دی

بیا له پنده د تاریخ ګټه و نه شوه

بیا تاریخ په بده بڼه په راتلو دی

افغانانو که همت مو دا ځل مات شو

ژوند مو ټول یو لوی ګړنګ ته په لوېدو دی

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۸ مه

سرلوڅ مرادزی