پر ولسمشر غني کودتا

ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۹ کال کې د ټولټاکنو له لارې د پنځو کلونو لپاره د هېواد منتخب ولسمشر شو. تر ۲۰۲۴ کال پورې په هېواد دننه او د نړیوالې ټولنې لخوا هم نوموړی د افغانستان د منتخب ولسمشر پتوګه ومنل شو. هغه ته په دې توګه د ټولو لخوا مبارکي وویل شوه او د منتخب ولسمشر په توګه يي خپله دنده پیل کړه. نن هم د هېواد برحال ولسمشر دی.

ولسمشر غني په تېرو دواړو دورو کې ټاکنې ګټلې وې، خو بیا هم د ټاکنو د مات شوي لوري مشر عبدالله عبدالله ورته د امریکا په سلا او ملاتړ په غاړه واچول شو. په لومړۍ دوره (۲۰۱۴ ــ ۲۰۱۹ ) کې عبدالله چې ټاکنې يې بایللې وې؛ د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر، جان کیري په مستقیمه لاسوهنه د ولسمشر غني سره په واک کې سم نیمايي شریک شو. کابینه نیمايي شوه او د واک په ټولو برخو دا ویش پلی شو. د هېواد د اساسي قانون د احکامو پر خلاف، صدارت ډوله چوکۍ کېښودل شوه او (دوه سری حکومت) رامنځته شو. ولسمشر چې واک يي نیمايي شوی وو، د قانون له مخې د ټولنې ټولو غوښتنو ته مسوول ګڼل کېده او عبدالله عبدالله چې په توطیه يي ځان په نیمايي حکومت کې ټومبلی وو، د ټولنې د غوښتنو له مسوولیته ځان فارغ ګاڼه!

په دوه سري حکومت کې به کابینې یو ځل غونډه د عبدالله په مشرۍ او بل ځل به يي غونډه د ولسمشر په مشرۍ کوله، وزیران به په دې غونډو کې حیران ول چې د چا ومني! ولس څخه هم لاره ورکه وه، د قانون له مخې ولسمشر مسوول وو، عبدالله او ډلې يي قانوني مسولیت نه احساسوه او په سپېدار ماڼۍ کې په چړچو بوخت ول. تر ټولو بده دا وه چې عبدالله او ډلې نه یوازې دا چې ځان غیر مسوول او واجب الاحترام ګاڼه، د ولسمشر د برخې چارې يي هم سبوتاژ کولې، که ولسمشر به يي د سبوتاژ مخه نېوله، عبدالله به کابل کې د امریکا د سفارت او نورو لوېدیځو هېوادو د سفیرانو دروازې ټکولې او هغو ته به يي له ولسمشر غني شکایت کاوه چې ګوندې د ده د برخې په چارو کې لاس وهي.

د ولسمشر غني لومړۍ پنځه کلنه دوره، په حکومت کې دننه د نظارشورا او جمعیت سره په چنو او د دوی لخوا د جوړ پنځم ستون د سبوتاژ سره په مقابلې تېره شوه. خو یوازې د دې ډلې سبوتاژ نه وو، طالب هم د اسلام اباد په ملاتړ او مستقیمه لاسوهنه او تیري، حکومت ټولنیزو خدمتونو او په هېواد کې د سولې او امنیت راوستلو ته ارام پرېنښود. جګړه ورځ تر بلې زیاته شوه او د طالب په لاس جګړې او ناارامیو او په حکومت کې دننه د شمالټلوالې سبوتاژ، ولسونه له حکومته خوابدي کړل او ولسمشر او ټیم يي چې کومې ژمنې د ټاکنو په مهال افغان ولس سره کړې وې، تر ډېره پلې نه کړای شوې.

د ولسمشر بله دوره هم چې یوازې دوه کلونه يي تېر شوې او درې کلونه يي پاتې دي، د لومړۍ دورې پشان په ورته جنجالونو واوخته. لومړی د ټاکنو پایلې چې ولسمشر غنې ګټلې وې، بل لوري چې مشري يي عبدالله کوله ونه منلې. عبدالله هم د ولسمشر پتوګه سوګند وخوړ، پرته له دې چې د ټاکنو کمیسیون پریکړې ته اعتنا وکړي، ځان يي پخپلسر ولسمشر اعلان کړ. دې حالت هم کړکیچ لا زیات کړ او د حل لار بیا هم د امریکا په فشار دا شوه چې عبدالله ته نیمايي حکومت ورکړي او هم يي د سولې د چارو مسوول وټاکی.

حکومت او واک بیا وویشل شو او د تېرځل پشان په عمل کې بیا دوه سری حکومت پر هېواد واکمن شو. امریکایانو ولسمشر غني پرېنښود چې یولاسی حکومت جوړ کړي، عبدالله او ډلې يي چې ټاکنې بایللې وي، هم ونه غوښتل چې اپوزیسیون ته لاړ شي او د حکومت په پښو کې د زولنو پشان راتاوشول او حکومت څخه يي د کار او خدمت شوق او تنده ولوټله.

د مرکزي حکومت او ولسمشر غني په وړاندې د شمالټلوالې د تېرو اووه کلونو تر سبوتاژ، بله خطرناکه لوبه په دوحا کې د خلیلزاد په استازولۍ د امریکا او طالبانو په اصطلاح د سولې تړون دی چې د افغان حکومت له ګډون او خبرتیا پرته، لاسلیک شو او په هېواد کې يي روان ناورین ته نوی بڼه او قوت ورکړ.

د دوحا تړون افغان دولت بېواکه او بې اعتباره کړ او طالبان يي  تر بریده زیات وپړسول او هغوی ته يی دا جعلي حیثیت ورالقاح کړ چې کولای شي افغان دولت ونه مني او ځان په خپله هنداره کې اسلامي امارت وویني.

د اوربند پرځای د «د اورکم» بې بنسټه شعار د دوحا تړون له لاسلیکه راووت چې هیڅکله يي عملي اړخ پیدا نه کړ او جګړه يي نوره هم توده کړه.

دا او دې ورته په سلګونه نور لاسوندونه او دلایل د دې لامل شول چې د ولسمشر غني په مشرۍ د مرکزي حکومت په وړاندې، د روان کال د ګست د ۱۴ نيټې کودتا ته لار اواره شي. د اګست د ۱۴ کودتا که څه هم ناڅاپي پېښه شوه چې دا تقریبآ د ټولو کودتاګانو عام پرنسیب دی، خو لاملونه يي مخکې له مخکې د سبوتاژونو او توطیو په مټ چمتو شوي ول.

د افغانستان استخباراتې دستګا د شمالټلوالې په لاس کې ده. د افغان اردو زیاته برخه د شمالټلوالې څخه جوړه شوې ده، زموږ اردو لا په واقعي مانا ملې اردو شوې نه ده او د تنظیمونو څخه اوبه څښي، د امریکا استخباراتو هم د مرکزي حکومت د پیاوړتیا مخه نېولې ده، په داسې حالاتو کې کودتا کومه ستونزه نه وي.

طالبانو ریښتیا هم له اردو څخه د هغې د کمبوتاتو سره سره چې پورته ورته اشاره وشوه او یا لکه څنګه چې ولسمشر اشرف غني له عربي عماراتو څخه پخپله تازه خپره شوې وینا کې وايي، جګړه نه ده ګټلې او په جګړه نه دي رامخته شوې، بلکې په حکومت کې دننه د اختلافاتو او د شمالټلوالې د سبوتاژ او توطیو په پایله کې د دوی لخوا د یوې کودتا په مټ تر دې بریده مخته راغلي او وړیا په وړیا تر کابله رارسېدلي دي.

د ولسمشر غني په وړاندې کودتا کې که د پاکستان د توطيې تفصیلي بحث بل وخت ته پریږدو، د امریکا د پخوانیو دوه مخو پلانونو او سیاستونو له رول څخه چې مخکې ورته یو څه اشاره وشوه او هم د دوی د استخباراتو له منفي رول څخه سرسرۍ نه شو تېرېدای!

هغوی چې هڅه کوي ټوله پړه پر ولسمشر غني واچوي د سترګه ورو افغانانو او د تاریخ له پریکړې ځان نه شي ژغورلای!

د ۲۰۲۱ کال د اګست ۱۹ مه

سرلوڅ مرادزی