طالبان او د پنجشیر دویم مقاومت ستونزه!

د سپتمبر پینځمه نیټه ۲۰۲۱

طالبان اوس په ټول افغانستان حاکم شویدی. دا چی څنګه پخوانۍ حکومت د یولسو ورځو په مدت ساقط شو دلته د بحث موضوع نده، کومه بله ورځ به دا موضوع وڅیړو، اوس د مباحثی موضوع د پنجشیر د دویم مقاومت ستونزه ده! دا ستونزه باید د طالبانو د واکمنی د ستونزو د لومړیتوبونو په تړیڅ وڅیړل شی او په مناسب وخت ورباندی تصمیمونه و نیول شی.

 

په هیواد کی د طالبانو د واکمنی عمر تر اوسه پوری د دوه هفتی نه زیات شوی ندی. طالبانو ته پکار ده چی د هرڅه نه مخکی خپل لومړیتوبونه تعیین کړی.

آیا د پنجشیر د دویم مقاومت ستونزه په اوسنی حالاتو کی چی ټول نړۍ دطالبانو اعمال په دقت سره څیړی د لومړیتوب اهمیت لری؟ نه هیڅ اهمیت نلری! پنجشیر یو وړوکۍ دره ده چی د څلورو خواو نه د پروان، بغلان، کاپیسا، تخار، بدخشان، لغمان او نورستان ولایاتو په منځ د لویو غرونو په منځ کی پروت دی او د پنجشیر خلک موتری ترانسپورت یواځی د ګلبهار نه نورو سیمو سره ارتباط لری. دا نور ټول ولایتونه د طالبانو په لاس دی. پداسی حال کی چی اوس د پنجشیر د دویم مقاومت سیاسی، نظامی، ترانسپورتی، مواصلاتی اواقتصادی امکانات د طالبانو د تاثیر لاندی دی، طالبانو ته هیڅ پکار ندی چی پر پنجشیر برید وکړی. د پنجشیر د دویم مقاومت د سیاسی او نظامی له لحاظه طالبانو ته هیڅ خطر نشته. دا ستونزه یوه سیاسی ستونزه ده او د نوی نظام د اساسی قانون د جوړیدو په وخت ورته پاملرنه وشی. اول طالبانو خپل لومړیتوبونه وټاکی او بیایی د اهمیت په سلسله ورته پاملرنه وکړی او لازم تصمیمونه ونیسی.

د طالبانولومړیتوبونه کوم دی؟

اول- په ټول هیواد کی، په ښارونو کی، په کلو کی، په لویو لارو کی د خلکو ځانی او مالی امنیت ټینګول چی د طالبانو په وعدو د عمومی عفوی پر اساس عمل وکړی د خلکواعتماد خانته جلب کړی؛

دویم- د یوی نوی غیر سیاسی «اداری حکومت» ټاکل دی چی خلکو ته اساسی دولتی خدمتونه public service برابر کړی لکه د عامی روغتیا، معارف، ښاری خدمتونه، د بانکی، تجارتی، ترانسپورتی، مواصلاتی، مخابراتی فعالیتونو د د پرانیستیدل امکانات برابر کړی، لویی لاری پرانیزی، هوایی میدانونه پرانیزی، او داسی نور د خلکو ورځنی اړتیاو برابرول لکه بیځایه شوی خلک ته خدمتونه، دی چی هغه خلک چی د خپلو کورونونه بی ځایه شی دی بیرته خپلو ښارونو او کلیو او بانډو ته را ستانه شی. دا حکومت باید د مسلکی متخصصینو لخوا اداره شی؛

دریم- د طالبانو د تحریک سیاسی عالی شورا دی تشکیل شی چی د دولت سیاسی ټګلاره وټاکی او د حکومت لخوا ددی ټګلاری پر تطبیق باندی نظارت ولری. دا شورا د موجوده کوټی، میرانشا، مشهد او داسی نور شوراګانو د اعضاو په ګډون باید تشکیل شی.

څلورم- د طالبانو د تحریک سیاسی عالی شورا د افغانستان د دولت نوی اساسی قانون د جوړولو د پاره د دینی عالمانو، قانون پوهانو او سیاسی-اجتماعی پوهانو په ګډون یو کمیسیون وټاکی چی د شپږو میاشتو په مدت د نوی اساسی قانون مسوده د خلکو سره په مشوره تدوین او د افغانستان د خلکو عنعنوی لویه جرګی ته د تصویب د پاره وړاندی کړی. په نوی اساسی قانون کی د افغانستان د دولتی نظام شکل، اداری تشکیلات، او ارزښتونه تعریف کیږی؛

زه د پنجشیر د دویم مقاومت د ستونزی په هکله د محترم کلیوال څرګندونی سره موافق یم چی لیکی: « طالبان که د ملت غوښتنو او اړتیا و ته په سر سری توګه وګوری او یا ورته د تیرو دولتو نو او دولتي مشرانو په څیر د درواغو غولونکی داسی وعدې ورکاندی چی هغه عملی نه شی نو زینی پیښې به چی د زنځیر د کړیو په څیر یوه د بلی سره نښتې را منځ ته شی او ددوی واکمنې به د جدی ګواښ او حتی د ماتی سره مخامخ کاندی . زمونږ ډیر هوښیار او په ټولیزو اړیکو پوه کسان هم د مقاومت د پیښې په طرفدار اړخ کی او هم یی په مقابل اړخ کی، ډیر بی مسؤولیته احساسات څرګندوی او بی له دی چی د دی وسله وال مخالت او د ګرمی جګړی د بیا پیل کیدو عواقب په پام و نیسی لکه د سیل بین غوندی فتواوی ورکوی او په لوی لالس دغه غوټه چی تر اوسه په اسانۍ سره خالصیدلی شی لویه وی او په سرطانې غوټې بدلوی.

هغه ښاغلی چی د مقاومت طرفدار دی داسی فکر کوی چی ګواکی د طالبانو د زپلو د پاره به بیا کوم زبرځواک د دوی سره ملګری شی او د تیر په څیر به د درنو بمونو په استعمال سره طالبان نابود کاندی او د کوم بل بُن په جرګه کی به بیا د هیواد واکی د دویم مقاومت لاس ته ورشی او بیا به نوی قهرمانان او مارشالان جوړ شی. چی ممکن داسی به بیا ونه شی.

خو د دی مقاومت مخالفین هم دا مسئله دومره ساده ګڼی او وایی چی ولی یی نه ټکوی، ولی دا موقع ورکوی چی دومره کستاخی وکاندی، ولی ورته حوصله کوی، پری ور دی خیژی او د ګوڼدو الدی دی کړی ا او داسی نوری له قهر او غضب نه ډکی خبری.

زه دی ښاغلو ته دومره وایم چی اول خو په جنګ کی یواځی جنګ کونکی نه بلکی ډیر نورهسی بی ګناه لوی، واړه او زاړه هم هالکیږی چی هیڅوک یی د وژلو او د آزارولو حق نه لری. بل داچی تاسو داسی فکر مه کوی چی دی وسله والی جبهی ته به د ګاونډیو هیوادونو لالسونه را اوږده نه شی او بیا به د دی وطن د بربادۍ او تباهۍ د پاره نوی هلی ځلی پیل نه شی او یو بل نسل به هم د جګړو قربانی نه شي(افغان جرمن آنلاین ۵ سپتمبر ۲۰۲۱).»