په ګران هیواد افغانستان کي د ولس مشری ټاکنی د افغانانو په پراخ ګډون   په سختو خطرناکو امنیتي شرایطو کی ترسره شوی او افغانانو پدی ټاکنو کی د یو امید په درلودلو سره ټول خطرونه په ځان ومنل او خپله رایه یی وکاروله، زموږ ارزو د یو پراخ بنسټه قوې دولت جوړیدل وو ، زموږ ارزو د یوي خدمتګارې اداري رامنځته کیدل وه ،زموږ امید درلودل چی نوی دولت به د ملت د دردونه دوا شي او ټولو ناخوالو ته به د پاې ټکی کیږدي چی له پخوانیو دولتونو ورته په میراث پاته شوې دي ، فاسده اداره به له منځه ځی مفسدین به له کاره ګوشه کیږي او پر ځای به یی پاک ، صادق او ملی ګټو ته وفادار وړ کسان په دندو ګمارل کیږي .

ټول ملت ته د ټاکنو د نتیجو   جنجالونه معلوم دی ، د یو سیال تیم لخوا د نتیجو نه منل او ستونزی جوړول ، د وسلو د استعمال او دهیواد تجزیه کولو ګواښونه او کوششونه بیلاخره د امریکا یانو مداخله دیو ملی وحدت حکومت په جوړولو دواړه سیال تیمونه راضي کړل،

هغه دولتونه چی د یو واحد تیم او   د یو ارمان درلودونکو لخوا جوړ شوي نه وی د بریالیتوب لاره یی د مشکلاتو څخه خالی نه ده ، یواځی اشرف غنی لپاره د داسی یو دولت ټولی چاری مخته بیول چی دنیم صلاحیت درلودونکی وی ستونزمن کار دی ، ټول روڼانده او ملی قوتونه باید ددی دولت د بریالیتوب لپاره سره همکار وی .

نود داسی یو حکومت څخه کوم چی د سیالو تیمونو د یوالی څخه تنها د قدرت د تر لاسه کولو پخاطرجوړ شوي وی زموږ وطنوالو د ډیر بریالیتوب امید نه درلودل ،هغه حکومت چی یو لاس او د یو ارمان درلودونکی نه وی د دولت اجراییوی قوا پیوند شوی وی   د دولت لپاره سنونزی جوړونکی وی.څکه د دولت ریس او اجراییه ریس د کابینی په جوړولو کی هم د ډیر دقت څخه کار واخست او پارالمان هم تر ‌یره بریده  په دیر دقت او ملی پریکړی وکړی، دا ځکه وایم هغومره  نیمګړتیا چی د ریس دولت او ریس اجراییه په پشنهاد شوی کاینه کی وی پارالمان هم په هغه تناسب خپل کار کی نیمګړتیاوي درلودي او دنیمګړتیاوو تناسب موجود دی نو ویلای شو جی پارالمان هم نسبتاً سالیمی پریکړی وکړی .

اوس د ملی وحدت د حکومت د بریالیتوب لپاره   یواځنی لاره د شو کادرونو انتخاب دی د وړکسانو ګمارل پکار دی ، خو به تاسف سره باید ووایو چی د ملی وحدت حکومت لوبغاړو د خپلو تنظیمی او انتخاباتی کمپاین د همکارانو د رضایت حاصیلولو په منظور داسی غیر ملی او د ملی بودچی څخه تنظمی ګټه اخستلو ته لاس اچولی چی دا کار دملت په ګټه او د ملی وحدت حکومت د بریالیتوب لاره نده .

به اخیرو ورخو کی د اجراییوی ریس د لمړی معاون لپاره یولس مشاورین په فوق رتبه بست کی وګمارل شول . دلته څو مشخص سوالونه را پیدا کیږی :

له هر څه مخکی باید دا نقطه هم روښانه کړم چی د اجراییوی ریس لخول د رتبی څخه په فوق بست کی د افرادو ګمارل خپله د اساسی قانون او نورو نافذه قوانینو له احکامو سره مطابقت نلری .

مشاور   د ضرورت   له مخی د لیاقت په اساس د قانون په چوکات کی ټاکل کیږی .

لمړی ضرورت :

   ۱ ـــــ   د داسی یو هیواد چی بودجه یی په بهرنیو مرستو او د سوال او ګدایی په پیسو ولاړه وی دا بیځایه تشکیلاتی پړ سوب د هیواد   د اقتصاد په   زیان دی . ولی موږ باید ګټور کارونه خوش کړو نه زیان راوړونکی ،

۲ ــــ دملی وحدت د حکومت د بریالیتوب لاره د شه او وړ کسانو ګمارل دی که څوک یی وړتیا نلری باید چی خپله یی خوشی کړی استعفاً وکړی او یا د لوړ مقام لخوا له کاره ګوشه کړ شی .

۳ ـــ د اجراییوی ریس دلمړی مرستیال دندی او صلاحتونه تر اوسه پوری په قوانینو کی ندی تسجیل شوی ، کله چی د یو ارګان او یا یو شخص د کاری صلاحیت او مسولیت معلوم شوی نوی نو مشاورین د څه   لپاره ګمارل کیږی ؟

   ۴ــــ د مرستیال له نوم څخه معلومه او شکاره خبره چی د اړوند ریس به غیاب کی د د هغه صلاحیتونه تمثیلوی او به ورځنیو چارو کی همکار دی نو کولی شی چی د ریس په نه موجودیت کی د ریس له مشاورینو کار واخلی نداچی خپله ځانته شخصی مشاورین ولری ځکه د ریس مشاور د اجراییوی اورګان مشاور دی ،

۵ ـــ د دولت د ریس جمهور مرستیالانو ، د ستري محکمی ریس او مرستیالانو د پارالمان او مشرانو جرګی ریس او مرستیالان یو هم د موجود منل شوی   تشکیل له مخی مشاورین   نلری ، د قانون جوړونی د پرنسیبونو له مخی د اجراییوی ریس د مرستیالانو لپاره هم په راتلونکی تشکیل کی ممکن ندی ، او فعلاً د افغانستان په قوانینو کی د مشاور بست د اجرایوی ریس د مرسیالانو لپاره ندی پیش بینی شوی .

د پورتنیو دلیلونو له مخی د اجراییوی ریس د لمړی مرستیال د مشاورینو ګمارل د قانون خلاف او د ضرورت له مخی ندی شوي.

دوهم د لیاقت له مخی :

مشاورین یو اورګان ته د هغه د وړتیا له مخی ټاکل کیږي ، مشوره ورکونکی به مربوطه او اړوند څانګه کی د مشوره اخستونکی څخه وړتیا او تجربه ولری تر څو مشوره اخستونکی د کار په ساحه کی د غلطیو څخه وژغوری ، خو د اجرایوی ریس د لمړی مرستیال مشاورین دا صفت نلری مثلأ د دولسم ټولګی څخه فارغ شوی د حقوقی سلاحکار به نوم ګمارل شوی ، نو هغه چا چی هیڅ حقوقی تحصیلات نه وی کړی د دولت په سطحه د حقوقی سلاحکاری په یی څه ډول ارزیابی شی .

د هغو ادارو لپاره چی د تول دولت او ملت په کچه لمړی درجه مقامونه دی منجمله اجراییوی ریاست کارکونکی باید د ټول هیواد او ټولو ملیتونو څخه انتخاب شوی وی ، د اجراییوی ریس اعلان شوی مشاورین تول د خزب اسلامی غړی او اکثریت یی د مرکزی شوری او د رهبری شوری غړی دی نو ځکه دا تنظمی ټاکنی دی نه ملی دی . او نه هم مملکت شموله، پدی توګه اسلامی حزب خپلی رهبری شوری لپاره د ملی بودجی څخه د وزیر معادل معاشونو لاری لټولی دی ، حزب اسلامی نباید حپله رهبری د ملت له بودجی تمویل کړی .

نو کله جی   د داسی شمیر سلاحکارانو ګمارل د ضرورت او لیاقت له مخی نوی شوی او له بله طرفه هیڅ قانونی صبغه ونه لری  یواځی او یواځی د بودجی د مصرف لپاره ګمارل شوی وی او خ

پلی تنظمی ګټی یکی تمویلوی ، د ملت لپاره د منلو وړ ندی

اوس پکار ده چی ټولی رونانده ټولنی او اشخاص د داسی تاکنو او د وحدت ملی حکومت په نوم داسی خپل سریو د مخنوی لپاره غږ پورته کړی . تر څو د ریس جمهور او پارالمان لطرفه د بیځایه پړ سیدلی تشکیلاتو او ټاکنو مخه ونیسی . زه باور لرم چی پارالمان کی شته داسی وکیلان چی د وطنوالو د غږ سره همغږی وشیی   او د ملی بودجی د حمایی په خاطر دا تشکیل او دا تاکنی د بطلان تر کرشی ورسوی . او له بودجی څخه د تنظمی او بیځایه سو ً استفادی مخه ډب کړی . پای

ومن الله التوفیق

عزیزالله حقپال