جفـا

ما ترې په بڼو باندې د پښو خځله واخیسته

یار زما له مینې نه معنا بدله واخیسته

ما ته يي کتل په یو کال کې میسر نه وو

خوله ترینه چړوس په یو شېبه څو ځله واخیسته

لارې او ملګرو انتخاب کې بیا بیا تېروته

غلو ترینه په لاره غاړکۍ په ډله واخیسته

نور يي د خوږې ژبې د وصف مجلسونه کړي

ما يي هر سهار او هر ماښام کنځله واخیسته

نه ځاییږي غرو کې، له درو څخه په تېښته دي

چا چې د مظلوم له خولې ډوډۍ، ټیکله واخیسته

نه پریږدي فلک چا ته د کبرو د غرور دوران

وخت ترینه د ولس د اسویلو بدله واخیسته

بیا به د تاریخ په کنډو، لمر غوندې سر پورته کړو

ما چې د حالاتو یو ځل بیا پرتله واخیسته

پرې مې ښوده کلی، نور په دې کلي کې نه اوسم

ما د عرش انګړ کې ابدي کوډله واخیسته

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی