ایا امیرخان متقي د ډيورنډ کرښې د منلو واک لري؟

تر ټولو لومړی باید وویل شي، اسلام اباد افغانستان سره خپلې اړیکې؛ د ډیورنډکرښې په منلو او افغانستان د خپل ستراتېژیک عمق پر محور ویني. ډيورنډکرښه او ستراتېژیک عمق د افغانستان په اړه د اسلام اباد د بهرني سیاست دوه هغه وزرې دي چې اسلام اباد فکر کوي افغانستان ته پرې راننوتي دي او په وروستیو تحولاتو کې دا غوښتنې ګنې ترلاسه شوي او تازه يي د طالب له حکومته د تحکیم غوښتنه لري!

د ۲۰۲۱ عیسوي کال د اکتوبر په ۲۱ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شامحمود قریشي د یو پلاوي سره چې د ISI مشر جنرال فیض حمید هم ورسره وو، کابل ته په داسې مهال سفر وکړ چې اسلام اباد د طالبانو حکومت په رسميت نه پېژني. پاکستاني مقاماتو د قریشي د سفر په درشل کې دا هم ویلي چې که له نورو هېوادو پرته، یوازې اسلام اباد د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني، دا پېژندنه به طالبانو ته ګټه ونه رسوي. لږ مخکې دا خبر هم رسنیو شاربلی چې ګنې امریکا اسلام اباد په غوږ وهلی چې د طالبانو په پېژندنه کې دې بېړه نه کوي.

امیرخان متقي چې د طالبانو د واکمنۍ د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر پتوګه پېژندی شي د دې کتنې په اړه رسنیو ته ویلي چې د قریشي سره لېدنه کتنه يي«یو ډېر ښه تعامل دی» او په دې سره به د تجارت او د سرحدونو د بیرته پرانیستلو موضوعګانې وڅېړل شي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه ویدیويي پیغام کې ویلي چې امیرخان متقي د پاکستاني پلاوي سره د سوداګرۍ، د لارو د پرانیستلو او اقتصادي راکړې ورکړې په اړه خبرې کړې دي.

له ډېر پخوا معمول ده، کله چې افغانستان د ستونزو سره مخ شي؛ اسلام اباد په داسې مهال د زیات او نور فشار په موخه د ډیورنډ په تپلې کرښه افغان سوداګرو ته ستونزې تراشي. په تېره بیا د میوه جاتو د حاصل په وخت اسلام اباد پخپلسر پر کرښه جوړې کړې دروازې تړي او نه پریږدي چې افغان میوه جات د هغه هېواد له لارې تېر او د خرڅلاو مارکيټو ته په وخت ورسیږي. که څه هم په دې اړه اسلام اباد د افغان دولتونو سره تجارتي تړونونه لري، خو په یو طرفه ډول يي د افغانستان له موافقې پرته؛ تل داسې ستونزو ته لمن وهلې ده!

خو د دغه عادي چارو وراخوا، څه چې افغانان يي زیات اندیښمن کړي، هغه په ارګ کې د شامحمود قریشي سره د ښاغلي امیرخان متقي د یوه ګډ ویدیويي پیغام پر مهال د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ تپلې کرښې، د رسمي پولې پتوګه یادونه ده. تېر یو افغان حکومت د ډيورند تپلې کرښه نه ده منلي، حتی د طالبانو د واک په لومړي پیر(۱۹۹۶ ــ ۲۰۲۱ ) کې هم دا کرښه طالبانو د رسمي پولي په توګه نه ده منلې. د ښاغلي متقي لخوا د ډيورنډکرښې د رسمي پولې پتوګه یادونه یوه لویه ملي تېروتنه ده چې تر اوسه متقي بیرته نه ده اخیستې او افغان ملت يي په کلکو ټکو غندي!

متقي او د طالبانو بل وزیر یا چارواکی چې حکومت يي په کورنۍ کچه ستونزې لري او د بهر لخوا هم کوم هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی، د ملي مسایلو او په تېره بیا د ډیورنډ د تپلې کرښې په اړه د داسې څرګندونو واک نه لري.

بلخوا اسلام اباد چې تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، د رسمي پېژندلو په اړه د طالبانو له اړتیا ناوړه ګټه پورته کوي. د تطمیع او ډول ډول فشارونو په راوستلو سره طالبان اړباسي چې څونه په بېړه کېدای شي د ډیورنډ کرښه د پولې پتوګه په رسمیت وپېژني او د افغانستان د کوزې برخې(پښتونخوا) د ملکیت قباله تر لاسه کړي.

په بشپړ باور ویل کېدای شي، د اسلام اباد لخوا د پنځه میلیارده کالدارو ډالۍ چې طالبانو ته يي د ورکړې ژمنه شوې، د همدې مسلې سره بې ارتباطه نه ده.

پاکستان چې خپله یو ګدا ملک دی او تر پوندو پورې په بهرنیو پورونو کې غرق دی، په کوم مالي او اقتصادي ظرفیت او بیا افغانانو سره د ۷۴ کلونو دښمنۍ په شالید، داسې وړیا په وړیا مرسته کوي؟

د پاکستان خپل وګړي د ملنګۍ کچکول پر غاړه ګرځوي، دولت يي په نړیوال مارکیټ کې روزلي ترهګر او په بېجینګ او عربو خپلې لوڼې خرڅوي او د پوځیانو د چړچو لپاره پرې خرچه پوره کوي، بیا دې د اسلام اباد پشان ترهګر دولت؛ افغانانو ته د مرستې لاس ورکړي!؟

د شامحمود قریشي نورې غوړې خبرې هم په زهرو کې د خوږې په معنی دي او له دې وروسته د اسلام اباد هره ژمنه د ډيورڼډ کرښې د منلو او هند سره د مقابلې او منځنۍ اسیا ته د وړیا پورېوتنې د ستراتېژیک عمق پر محور ترسره کیږي.

که اسلام اباد همدا نن پوه شي چې طالبان د ډيورند کرښه د پولي په توګه نه پېژني او په سیاست کې خپلواکي چلوي، طالب سره يي دښمني بې له ځنډه پیل ده!

شامحمود قریشي کابل ته له خپل یو ورځني سفر وروسته په اسلام اباد کې خبریالانو ته ویلي چې طالبانو ډاډ ورکړی چې افغانستان کې به بلوڅ بېلتونپالي او پاکستاني طالبان فعالیت ته نه پرېږدي.

البته د اسلام اباد داسې تورونه اوسني نه دي او تل يي د افغانستان پر پخوانیو حکومتونو هم تور پوري کاوه چې د دې ډلو ملاتړ کوي، خو افغانستان تل دا تورونه رد کړي دي.

پر افغانستان د طالبانو تر واک وروسته، داعش په تېره بیا د ننګرهار ولایت کې هره ورځ یو یا څو انتحاري بریدونه ترسره کوي. ننګرهار پاکستان سره پر ډيورنډ کرښه څېرمه پروت دی. داعشیان که له پاکستانه ننګرهار ته ته رانشي، د راتګ بله لار نه لري. اوس پوښتنه دا ده چې اسلام اباد افغانستان ته ولې د داعش د راتګ مخه نه نیسي چې له طالبانو د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني طالبانو د تحریک د مخنیوي غوښتنه لري؟

دلته هم اسلام اباد بیا تر بوسو لاندې اوبه تېروي او غواړي د بلوڅ بېلتونپالو او پاکستاني طالبانو د فعالیت پر تور او بلخوا د داعشي اقلېدس تر تورې لاندې د خپلو یادو شومو غوښتنو د منلو لپاره طالب چارواکي تر فشار لاندې ونیسي.

اسلام اباد به د طالبانو حکومت د زندې کولو لپاره داعش نور هم پیاوړی کوي او په افغانستان دننه به نورې لمسونې هم پکار اچوي چې پر طالبانو خپلې ناروا غوښتنې هر وخت پلې کړي.

که اسلام اباد له افغان طالبانو داسې درواغجنې غوښتنې کولای شي، طالب ولي د داعش په اړه له اسلام اباده خپله روا غوښتنه ونه شي کولای؟

افغان ملت او حکومتونو تل د پاکستاني ملت سره دوستي غوښتي او نن هم دوستي غواړي. خو د اسلام اباد پوځي واکمنانو د افغانستان ملي حاکمیت، خپلواک بهرنی سیاست او ملي ګټې تل ګواښلي او د طالبانو حکومت باید دغه ټکي په پام کې ولري.

د ډیورنډکرښې په اړه د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد دریځ چې ویلي دي طالبان ډیورنډ کرښه په رسمیت نه پېژني، افغانان په کلکه تاییدوي او د طالب د نورو واکمنانو او په تېر بیا د بهرنیو چارو د چارسمبال وزیر ښاغلي امیرخان متقي څخه هم غوښتنه کوو چې خپله خبره بیرته واخلي او د اسلام اباد په تېرایستونکو ژمنو تېر نه وخي!

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۴ مه

سرلوڅ مرادزی