د طالب او نظارشورا ګډې موخې!

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي د ایران له سفره واپس، د کابل په هوايي ډګر کې خبریالانو ته په څرګندونو کې د دې خبرې پخلی وکړ چې تهران کې يي د جمعیت د پخواني جنګسالار اسماعیل خان او د نظارشورا د یو سرخېل احمد مسعود سره لېده کاته کړې دي. په دې کتنه کې د جمعیت یو بل غړی حفیظ منصور هم ګډون درلود.

ویل کیږي دا لېدنه د ایران د سپاه پاسداران د پوځي استخباراتي ډلې په مټ تر سره شوې. دا هم ویل شوې چې امیرخان متقي د اسماعیل خان وراره عبدالقیوم سلیماني په ایران کې د افغانستان د سرپرست سفیر پتوګه ټاکلی او د نوموړي په هڅو او منځګړتوب د متقي او د سپا پاسدارانو ترمنځ اړیکې رغېدلي دي.

د خبري سرچینو له مخې متقي، جنګسالار اسماعیل خان ته د طالبانو په حکومت کې د ګډون بلنه ورکړې، خو نوموړي د راتلونکي کال د وري میاشتې تر نیمايي پورې وخت غوښتی. بلخوا داسې ګونګسې هم شته چې احمد مسعود په بهر کې د افغانستان د یو شمېر سفارتونو او استازولیو لپاره د نظارشورا د لنډه غرو د ګمارلو غوښتنه کړې او داسې ګمارنې يي د دوی په اند د ټولګډونه حکومت لپاره ښه بېلګه ګڼلې ده.

که د سولې په نوم پخوانۍ خندنۍ اوږدې ډرامې ته وکتل شي د طالب، اسلامي جمعیت او نظار شورا ترمنځ د اړیکو په شالید کې هم لویه ستونزه نه تر سترګو کیږي. د سولې شورا د مشر پتوګه د عبدالله ګمارنه چې د امریکا په فشار پر ولسمشر غني وتپل شوه، د نظارشورا او طالبانو ترمنځ د راتلونکې ښو اړیکو لپاره په پام کې وه.

د دوحا د سولې په خبرو کې عبدالله او یونس قانوني چې د جمهوریت د سولې پلاوی يي تر نګین لاندې وو، د جمهوریت پښې وهلې؛ کرزي او ډلې يي ورته چکچکې او شاباسي ورکول.

د ماسکو، تهران، ترکيې، قطر، بېجینګ په غونډو کې د طالبانو او نظارشورا ګډې غونډې هم د دواړو ډلو ترمنځ د راتلونکو ښو اړیکو پخلی کوي. دا غونډې په تېره بیا د کرزي په ګډون د ماسکو هغه، د روسي وودکاو په سرویس ډېرې تودې هم وي. د ماسکو غونډې په څڼدو کې د نظارشورا په استازیتوب فوزیه کوفي غږ پورته کړ چې طالبان هغه پخواني نه دي او اوس بیخي دیموکرات شوې دي!

نن هم چې عبدالله په کابل کې ډاډمن ناست دی او د طالب په وینا په کور د دننه او بهر مینه والو سره ازادې مرکې او د راتلونکې په اړه په ډاډ څرګندونې کوي، د دې لړۍ بله کړۍ ګڼل کیږي.

په دې برخه کې د حامد کرزي لاس هم تر شا تړلی نه دی. کرزی هم چې طالبانو سره يي د وروۍ سینه وهله، سینه وهل يي د جمهوریت د ملاتړ لپاره نه وو؛ بلکې د جمهوریت په نسکورېدا کې يي د نظارشورا او طالبانو څخه کم لاس نه درلود. اوس ټولو افغانانو او نړیوالو ته څرګنده ده چې د جمهوریت په سقوط کې تر بهرنیو لاملونو سربېره، کورني خبیث مثلث یعني اسلامي جمعیت ــ نظارشورا، طالب او د کرزي ډلې ټپلې ټاکونکي نقش درلود.

طالب سره به د کورني مثلث دوه نورې ضلعې، نظارشورا او د کرزي ډله ټپله ډېر ژر په ټولو ابعادو راښکاره شی او هغه شبکور افغانان به چې دا خبیث مثلث يي پخوا نه شو لېدلای، ډېر ژر وګوري.

د جمهوریت د سقوط بهرني لاملونه چې ضلعې يي پراخې او تفصیل يي د دې لیکنې موخه نه ده، خو منځړی يي په دوحا کې د امریکا، اسلام اباد او طالب مثلث جوړوي په تازه حالاتو کې هم په کور دننه د خبیثه مثلث د پیاوړتیا لپاره لاس پکار ښکاري.

کورني مثلث به د جمهوریت د ۲۰ کلنو ټولو بریاوو د نړېدو پورې، یو له بل سره په یوه یا بله بڼه همکار پاتې شي، خو د بریاوو تر نړېدو وروسته به لکه د لحد چینجي یوبل سره وخوري.

طالبان چې د افراسیاب خټک په وینا د اسلامي شریعت په پلمه د افغانستان هویت او ملي ارزښتونه نه مني، د افغانستان ملي رادیو يي د شریعت د راډیو په نوم واړوله. ملي بیرغ يي ښکته کړ، ملي سرود يي بند کړ، ملي پوځ او نور ملي بنسټونه يي له منځه یووړل، د بودا مجسمه يي ونړوله، د ډیورند د داعیې مدافع ډاکټر نجیب ا لله يي شهید کړ، لويې جرګې او نورو ملي ارزښتونو ته درناوي نه لري او دښمني ور سره لري.

د طالب دغه ټولې غوښتنې او کړنې د نظارشورا غوښتنې دي. نظارشورا او اسلامي جمعیت هم دا ډول غوښتنې لري. هغوی له افغانیته منکر دي. افغاني تذکره لرل شرم ګڼي. د ملي تاریخ، ملي هویت او نورو ملي ارزښتونو او ګټو په نوم څه نه پېژني.

خو د دغه اوږدمهاله موخو تر څنګ د دواړو ډلو مبرمې غوښتنې دا وي چې څنګه په ګډه ولسمشر غني له واکه ګوښه کړي او جمهوریت رانسکور کړي، ځکه د ولسمشر غني په مشرۍ جمهوریت د دوی د یادو غوښتنو او ارمانونو په وړاندې لوی خنډ وو. نن چې په لسګونو او سلګونو زره تعلیم یافته کادرونه له هېواده ووتل میدان د جهادي مافیا پاتېشونو لنډه غرو او طالبانو ته خالي دی.

دا ډلې به تر یو وخته او بریده، د شریکو غوښتنو او د جمهوریت د ښېګڼو او بریاوو د ړنګولو په لار کې ګډ سره روان وي، خو ژر به یو بل سره په کورنۍ جګړه اخته شي او هېواد به بل ناورین ته پورېباسي!

د ۲۰۲۲ کال د جنوري ۱۰ مه

سرلوڅ مرادزی