د پاکستان په سیاست کې د پوځ دودیز لاس!

پاکستان کې سیاسي کړکېچ د کمښت او حل پرځای، لا ژور او پراخیږي. پاکستانی پوځ به دا ځل د مارشالا او ښکاره کودتا پرځای، د عمران خان په مشرۍ ملکي حکومت پرځوي او بیا به ورته د دیموکراسۍ د نجات په نوم  پرتوګ وراغوندي!

د پاکستان په ۷۰ کلن تاریخ کې پنځه ځلي تېر ملکي حکومتونه تر خپل قانوني وخته د مخه د پوځ د لاسوهنې او مارشالا په لاس نسکورشوي او پوځي کودتاوي د پاکستان د بدرنګ تاریخ یو منل شوی دود دی.

په پاکستان کې د واک پر سر اوسني کړکېچ هغه مهال لا ژور شو چې عمران خان د فبرورۍ په ۲۳ مه، ماسکو ته په رسمي سفر لاړ او هلته يي د روسيې د مشر ولادیمیر پوتین سره چې په سبا يي د فبروري په ۲۴ مه، پر اوکراین برید وکړ، ولیدل.

ماسکو ته د عمران خان سفر او پر اوکراین د روسي د برید نه ردونه، امریکا او انګریز چې د اسلام اباد د پوځي سیاستونو بنسټګر او ساتندوی دي، وقهرول او د پاکستان په دننه يي خپلو زیرمو ځواکونو او په تېره بیا پوځ ته چې تر مستقیم اغیزلاندې يي ګڼل کیږي، شین څراغ وځلاوه او د عمران حکومت د پرځولو لپاره يي په شریکه مټې بډوهلي.

د پاکستان د پخواني لومړي وزیر ذوالفقارعلي بهټو راوروسته چې په ۷۰ لسیزه کې يي غوښتل د امریکا او انګریز تر ارادي یوڅه وراخوا خپلواک سیاست وچلوي او چین سره ځان نږدي کړي، دا دوهم ځل دی چې عمران خان هم وغوښتل، پاکستان د چین او روسيې سره څه ورنږدي کړي او د پوځ د دودیز سیاست په توپیر چې ټوله ډده پر امریکا او انګریز لګوي، نسبي خپلواکه تګلار غوره کړي.

د پاکستان او چین ترمنځ Pakistan China economic corridor تړون چې اسلام اباد به له چین څخه څو میلیارده ډالر مرسته د ملکي خدماتو لپاره ترلاسه کوي، د پاکستاني پوځیانو او امریکا په مزاج برابر نه ده او په دې اړه هم عمران خان تر فشار لاندې نېول شوی.

تېرمهال ذوالفقارعلي بهټو د همداسې تګلارې په پار، د جنرال ضیاالحق د پوځي کودتا په مټ لومړی په ۱۹۷۷ کال له واکه لیری او وروسته په ۱۹۷۹ کې پاڼسي شو. علي بهټو هم د ملکي حکومت خپل پیر نه وو بشپړ کړی او په نیمه لار کې پرې کودتا وشوه.

داسې ښکاری چې پاکستانی پوځ بیا غواړي عمران خان د نیمه خپلواکه سیاست په لامل د ذوالفقار علي بهټو په برخلیک واړوي، لومړی يي له واکه لیري او بیا ورته د مرګ توطیه جوړه کړي. امریکا او انګریز د خپل سیاست له محوره په لږ اوښتو، نه یوازې ذوالفقار علي بهټو بلکې د هغه لور بینظیر بهټو هم د ۲۰۰۷ کال د دېسمبر په ۲۷ مه په لاهر کې ظاهرآ یو ځانمرګي برید کې ووژله. تر بېنظیر مخکې افغان ولسمشر ډاکټر نجیب او په عراق کې ولسمشر صدام حسین هم په نسبي ورته سیناریو پاڼسي شوي ول.

امریکا او انګریز په ډاګه لومړی عمران خان تر هراړخیز فشار لاندې راوست چې پر اوکراین د روسيې یرغل وغندي او کله چې وپوهېدل عمران خان داسې دیکته نه مني د عمران د حکومت اپوزیسیون چې لا پخوايي د شهباز شریف په سرخیلۍ د حکومت د نیولو بغاوت پیل کړی وو، ولمسول او ښای خلیلزاد يی هم اسلام اباد ته د دې لپاره لیږلي وي چې پوځ سره په دې اړه د امریکا اندیښنه شریکه کړي.

که د عمران خان ضد اپوزیسیون کې د نوازشریف او شهبازشریف، مسلم لیګ او یا د پاکستان ټیکدار ډیزلي مولانا فضل الرحمان ګډون طبیعي ښکاري؛ د پیپل ګوند بېلال بهټو ولي د پاکستاني جنرالانو سره په یوه لیکه کې دریږي چې همدې پوځیانو د هغه مور بینظیر بهټو او د هغه نیکه ذوالفقار علي بهټو په پانسي خېژولي او وژلي ول!؟

پاکستانی پوځ چې هغه هېواد کې د واک اصلي زیرمه ګڼل کیږي او ملکي حکومتونه چې هسې د دیموکراسۍ د تظاهر لپاره وخت په وخت نندارې ته وړاندې کیږي، دې حساس وخت کې بیا ډګر ته راووت.

د خندا وړ ده د لومړي وزیر عمران خان او د بهرنیو چارو د وزیر شا محمود قریشي پرځای چې بر حال حکومت کې ناست دی، لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د پاکستان د بهرني سیاست په اړه غږیږي او خلیلزاد سره د پټو ناستو او خبرو وروسته، د حکومت د اعلان شوي دریځ په خلاف پر اوکراین د روسيې برید غندي او د اوکرایني زیلینسکې سره خپل ملاتړ اعلانوي.

داسې ښکاري چې د پاکستاني پوځ په لاسوهنه او ګواښ د پاکستان ستره محکمه اړ شوې وي چې د ولسمشر عارف علوی پریکړه چې مخکې يي په یو فرمان سره د پاکستان ولسي جرګه منحل کړې وه، بیرته بسیا کړي او سبا د اپریل په ۹ مه د پلان شوې سیناریو له مخې، لومړی وزیر عمران بېواکه او د پخواني لومړي وزیر نواز شریف ورور شهباز شریف د حکومت په ګدۍ کېنوی.

د پوځ په زور او د امریکا او انګریز په دیکته به د دیموکراسۍ د تمثیل لپاره، قومي جرګه سبا هغه پریکړه کوي چې ښای مخکې له مخکې پلان شوې.

داسې پریکړه به د پاکستان روان کړکېچ حل نه کړي، بلکې کړکېچ ته به نوي لوري ورکړي او پاکستان به په پای کې کورنۍ جګړې ته ټیل وهي!

د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۸ مه

سرلوڅ مرادزي