د پاکستاني پوځ او امریکا په وړاندې د ازادۍ غورځنګ

پاکستان کې د پوځ، امریکا او انګریز څخه د خپلواکي غورځنګ ورځ تر بلې لاپسې پراخیږي. د امریکا په ښکاره او بربنډه لاسونه او د پاکستاني پوځ په زور، د لومړي وزیر عمران خان له واکه مخکې تر وخته ګوښه کېدا، د هغه پلویان اړ کړل چې د پوځ او امریکا د داسې سازش په وړاندې لاریونونو او پرلتونو ته راووځي او د ازادۍ دا غورځنګ چې د PTM (د پښټنو قومي غورځنګ) او د بلوچستان د خپلواکۍ غورځنګ لخوا پخوا پیل شوی وو، لاپسې وغځوي.

د اپریل په ۱۰ مه د دوشنبې په شپه د عمراخان پلویان د اسلام اباد او د پاکستان د نورو ښارونو کوڅو ته هغه مهال راووتل چې پوځ او امریکا په سازش او چوپه پوځي کودتا سره، د عمران حکومت مخکې له وخته ړنګ کړ!

لاریون والو د امریکي پر ضد شعارونه ورکول او د پیغور په توګه ویل يي چې «باجوه وشرمیږه!»

د پاکستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره په لاریونونو، پرلت او رسنیو کې په رسا غږ د پاکستاني پوځ د جنایتونو په وړاندې غبرګون PTM (د منظور پښتین په مشرۍ د پښتنو قومي غورځنګ) راپیل کړ.

د PTM پوځي ضد غږ، هغه مهال نور هم رسنیز شو چې په کراچۍ کې د بېګنا شهید نقیب مسید په ملاتړ يي ډګر ته راودانګل. نقیب مسید د ۲۰۱۸ کال د جنورۍ په دریمه په کراچۍ کې وتښتول شو او په ۱۳ مه يي مړی وموندل شو. د پولیسو افسرراوانور تر هغه وروسته وویل چې نقیب مسید يي ځکه وژلی چې وسلوالو طالبانو سره يي اړیکې درلودي، خو وروسته پلټنو په ډاګه کړه چې نقیب مسید بې ګنا وو. د نقیب مسید سره دوه تنه نور هر یو محمد صابر او محمد اسحاق هم چې له بهاولپوره تښتول شوي ول، د پوځ په دغه توطیه کې ووژل شول.

د نقیب مسید مظلومانه وژنه او وروسته بیا د PTM د مدني او قانوني غونډو او پرلتونو په وړاندې د پوځ ګواښونه او د دي غورځنګ د نورو مخکښو غړو لکه عثمان کاکړ، عارف وزیر او نورو وژنې څرګنده کړه چې د پاکستاني پوځ په وړاندې مدنې مبارزې او درېدا ته کلکه اړتیا ده او په پاکستان کې هیڅ بدلون راتلای نه شي چې لومړی د پوځ په سیاست او چلند کې تغییر رانشي.

هغه مهال د PTM مشر منظور پښتین زیاته کړې وه، موږ د هغه چا په وړاندې په ښکاره ولاړ یوو چې پښتنو سره بې انصافي کوي او له عدالت سترګې پټوي که دا ښه یا بد طالب یادیږي، ISI ،MI ، د پاکستان پوځ او یا د امن په نوم کمیټه!

هغه ویلي ول که د ISI او MI نوم اخیستل مخکې ګنا وه او چا له ډاره نه شو اخیستلای، نن يی په ډاګه نوم درته اخلم او په اخیستلو يی ویاړ کوم.

په دې توګه منظور پښتین هغه زړور پښتون دی چې په پاکستان کې يي د ISI په وړاندې د خلکو د ډار تعویز څیرې کړ او نوموړی سازمان او پوځ يي نیغ په نیغه د پاکستانیانو او په تېره بیا د پښتنو اصلي دښمن معرفي کړ.

د امریکا او پاکستاني پوځ ترمنځ ژورې اړیکې او بلخوا د  لومړي وزیرعمران خان او د هغه د پلویانو سره اختلاف او ټکر هغه مهال Turnings point  (د عطف نقطه) ته ورسېدل چې عمران خان د روان کال د فبروي په ۲۳ مه ماسکو ته رسمي سفر وکړ او هلته يي د روسيې د ولسمشر ولادیمیر پوتین سره چې پر سبا د فبرورۍ په ۲۴ مه يي پر اوکراین برید پیل کړ، ولېدل.

د عمران خان د دې خپلواک اقدام پر وړاندې  چې لا مخکې امریکا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر ته ویلي ول چې عمران خان دې ماسکو ته سفر نه کوي. «د سهیلي او مرکزي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرسکرټر، دونالد لو په امریکا کې د پاکستان سفیر ته ویلي ول چې عمران خان دې ماسکو ته سفر نه کوي. له پیک نیت څخه»

خو نوموړي د امریکا د ګواښونو سره سره ماسکو ته سفر وکړ او هلته يي د هغه هېواد د چارواکو سره د غنمو او طبیعي ګاز تړونونه لاسلیک کړل. عمران خان هېواد ته د رسېدو سره سم وویل«موږ به له روسیې څخه دوه میلیونه ټنه غنم او طبیعي ګاز وپلورو چې د پاکستان د کورنیو او صنعتي اړتیاوو لپاره پکار دي. د روسیې په وړاندې د بندیزونو سره سره به موږ دغه څېزونه تر لاسه کړو، یاده سرچینه». بلخوا عمران خان روسیه کې د پاکستان د ګاز نل استریم پرجوړښت چې روسيې سره يي هغه د پاکستان د همکاریو ښه بېلګه بللې، ټینګار کړی.

ماسکو څخه هېواد ته په ستنېدو سره د عمران خان په وړاندې د امریکا او پوځ په لمسون، نوی سیاسي ایتلاف د هغه د استعفی غوښتنه وړاندې کړه.

په داسې مهال زلمی خلیلزاد چې د بايدن په حکومت کې کومه رسمي دنده نه لري، اسلام اباد کې د پوځ د لوی درستیز قمر باجوه سره ویني او نوموړی( باجوه) په داسې حال کې چې لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر برحال دی، د دیپلوماسي د عرف وراخوا روسیې ته د عمران خان د سفر پر ضد څرګندونې کوي، د عمران خان په خلاف پر اوکراین د روسيې برید غندي او امریکا سره د تودو اړیکو غوښتنه کوي.

اسلام اباد ته د خلیلزاد سفر، امریکا کې د پاکستان سفیر ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیرسکرټر، دونالد لو التیماتوم لیک، لومړی وزیر څخه د نوي سیاسي ایتلاف د استعفی غوښتنه او لومړي وزیر عمران خان ته د ګوښه کېدو په اړه له پوځ څخه د سترې محکمې غوښتنه اوګواښ؛ ټول سره په ګډه هغه Turnings point شو چې په پایله کې يي عمران خان له واکه لیرې شو.

د پاکستان په لنډ ګنډ ۷۵ کلن تاریخ کې د عمران خان په ګډون ۲۹ لومړي وزیران تېر شوي چې یو يي هم د ماموریت پنځه کلنه دوره نه ده پوره کړی. دغه لومړي وزیران په فساد، په پوځي کودتاوو، په جبري استعفی او یا په ترور سره تر مخې لیرې شوي دي.

د پاکستان په کورنیو چارو کې د ښکاره لاسوهنې سره بیا هم امریکا د نړۍ په سترګو کې ننوځي او وايي هغه څه چې په اسلام اباد کې پېښ شول د پاکستان کورنۍ چاره ده او امریکا دیموکراتیکو بدلونونو ته ژمنه ده. نړۍ د یو داسې وچ سترګ او سپینسترګې امریکا سره مخ ده چې خپل هر وحشي او بشري ضد اقدام ته د دیموکراسۍ او بشري حقوقو د ملاتړ پرتوګ وراغوندي او په پای کې هیڅ شرم نه لري!

پاکستان کې د پوځي حکومتونو په اړه چې امریکا يي دیموکراسي بولي، د پاکستان د مشهور مولانا محمد خان شیراني خبره رااخلم چې وايي« پاکستان د اجیره قاتلانو منډه يي دی»!

د ۲۰۲۲ کال د اپریل ۱۲ مه

سرلوڅ مرادزی