مزاحمت!

۱۳۷۳ کال وو. د پښتونخوا د سوات جنتي درې په مټه کې مو د یوې غونډۍ په لمن کې اړولي ول. غونډۍ د ناجو په ګورو او نورو ونو پوښلې وه. تر غونډۍ لاندې د سوات سیند مخ پر ځوړي بهیده. طبیعت دلته د ښکلا خپله ټوله زیرمه کارولې وه. د دې کوچني کلي پر سر کې، جومات اباد وو چې درې خواو ته يي لوډسپیکرونه لګېدلي ول.

سهار وختي به چې لوډسپیکرونو کې د کلي ملا اذان پیل کړ، پاس غونډۍ کې به لومړی سولنډیانو او ګیدړانو هغه بدرګه کړ. د سولنډیانو او ګیدړانو په ځواب کې به د کلیو سپو هم غپا پیل کړه او ورپسې به د کلي ماشومان له خوبه ویښ شول، په ژړاوو او چیغو به سر شول. څلورواړو ډلو به یو قیامت په ګډه جوړکړ چې ټول کلی به يي لکه څونامي راولړځوه.

له همدغه جوماته د ملا صوفي محمد اسلامي افراطي ډله راوټوکېده چې لنډ وخت کې يي ټول سوات او پښتونخوا وشربله.

ما له کلي کډه وکړه، خو په مټه کې هغه جوړشوی مزاحمت ټوله لره بره پښتونخوا اوس هم لړځوي او مزاحمت په همغه ترکیب نن هم جاري دي!

د«بلي سیاري خلک»

سرلوڅ مرادزی