نن ورځ  د دلوی د میاشتي   26  د افغانستان په تاریخ کی  یوه  ځلانده ورځ وه  چی 26 کاله مخکی د   شوروی اتحاد   اشغالګر  قوتونه د  افغانانو د  پاک حهاد او وطن پالنی  د قربانیو  او بلاخره دژینو د توافقاتو  به نتجه کی  له افغانستانه ووتل او دا ورځ د  شهید نحیب الله لخوا د یو فرمان په واسطه د  ملی نجات  د ورځی پنامه  ونمول  شوه   . هغه جهاد چی د روس د قواو په مقابل کی  شروع  شوی  وه د بریالیتوب لپاره یی د افغانستان   ټول ملت (قاطع اکثریت ) پکښی  برخه  اخستی وه . د 1358 کال د حوت  په میاشت کی  د کابل خلکو د عمومی پاڅون په ذریعه خپله کرکه او نفرت د شوروی د اشغال په مقابل کی شکاره کړ ، زموږ ادیبانو د قام په واسطه  ، شځو د مجاهدینو د  غذا په تهیه کولو ، کوچنیانو د معلوماتو په ورکولو  سپینګیرو په تبلیغ کولواو ځوانانو د حهاد سنګرونه  د خپلو  سرو  په بیه ګرم ساتل او د وطن  پلاره   کی ځانونه قربانول ، په میلیونو خلک مهاجرت ته مجبور کړل  شول او په سلهاو زره ځوانان قربانی او شهیدان  شول  او په  سلهاو زره  مجاهدین معلول شول  ، نو ځکه ویلای  شو  چی  حهاد د افغان ملت  د ټولو قومونو او ملیتونو لخوا شوی او بریا یی هم د افغان په ټول ملت پوری اړه لری .

او  دا ټول هغه کسان چی   د دولت  په دری ګونو قواو کی ،  امنیتی ارګانونو کی  د دولت چرخ څرخوی   د اوسنی دولت  او ملی وحدت د حکومت  غړی  دی   د افغان  مجاهد ملت  څخه دی  د حکومت غړی یا مجاهدین دی اویا هم  د مجاهدینو لخوا معرفی شوی  شخصیتونه دی .

حتی   جنرال علومی او دوستم  هم د  داکتر نجیب د دولت په مخافت  د مجاهدینو  د رهبرانو  سره ملاتړ وکړ او د دوی د  ګډ  اعتلاف په نتجه کی مجاهدین قدرت ته ورسیدل او د ملل متحد د صلح پروګرام یی د   ناکامي سره مخامخ کړل ،

د هیواد هغه پاکو مجاهدینو ته چی د وطن د ازادی په لاره کی  صادقانه او فی سبیل الله جهاد کړی قربانی  ورکړی  ځانونه یی شهدان او معلول کړل او د روس له  وتلو ورسته  ارام کشینستل  د احترام وړ   بولم   هغو ته سلام  .

مګر  د جهادی تنظیمونو رهبرانو  ونشوای  کولای   چي  دیو  واحد دولت  په جوړولو بریالي شي  بلکه خپل منځی جنګونو په نتجه کی  هیواد  نور هم وران شو او ټولی ناخوالی خو  دلته  نه ځایږی مګر نمونې  به یی  ورسته  تشریح کړم  ،

ولی  استاد سیاف او  تورن اسمعیل خان  په ننی  غونډه کی  دوه  سواله مطرح کړل

 اول ــــ داسی ویل کیږی چی اوسنی دولت  د کادرنو په انتخاب کی معیار جهاد  نه بولی نو ایا وطن فروشی او  جاسوسی معیار کیدای  شی ؟

 استاد سیاف په ډیر مهارت دا پوشتنه  طرح کوی چی  ظاهرأ شه مطلب  افاده کوی خو نا تکمیله ده   ځکه  دا ټولو  منلي ده چی د کادرونو په انتخاب کی جاسوسی او  وطن فروشی معیار نشی کیدای  مګر اصلی معیار د کادر په تعینولو کی د وطن ډوستي   څخه  علاوه باید  مسلکی  خدمت ګذار  صادق  د فساد او رشوت ضد ، په اولس دلسوز ، عامه ګټی له شخصی ګټو  لوړی  بلل  او نور چی  په  تاسف سره د جهاد مشران لدی  صفتو څخه محروم دی ، او دا شل کلنو تجربو ثابته کړي  چي  دوی نتنها مسلکی ندی بلکی ټول ټلاش یی د  شخصی ګټو  تامین او په ټولنه کی  د فساد په رواجولو ،د دولتی او شخصی ملکیتونو غصبول دی

   ــ  دا ښکاره خبره ده  چي د  اوسنی دولت  عمده او اساسی ستنی د افغان مجاهد  اولس   تشکیلوی .   د اسمعیل خان ، او سیاف څنډي ته   پاته کیدل ددی معنی نه ورکوی چی مجاهدین ووهل  شول  بلکه دا معنی تری واخستله  شی  چی  غیر مسلکی  ته جای نشته چی  نظامی تورن د   برق  انجنر  پځای کار وکړی .

او هغه تعداد  جهادیان چی د مسلک او تحصیل له مخی د حکومت غړی نشوای کیدای د هغو د راضی ساتلو  پخاطر د  ملی وحدت د حکومت   لخوا  د مشاورینو په بستو کی ورته لوړ معاشونه  تعین شوی .یواځی اسمعیل خان او د سیاف لخوا یو څو نومول شوی  به  نوی ګمارل  شوی .

 خلاصه دا د هغو انتقادو  دلړۍ دوام ده چی   مارشال فهیم د حکومت بهر پاته شوي وو    تل به یی  د کرزی حکومت پری ننګول ،

   دوهم ــــ  پدی  وطن کی تنها مجاهدین امنیت  را وستلای شی  !!!

دا  نو داسی یوه  ادعا ده چی یو  بی  شرم انسان د خپلو کالو سره د خلکو  په  سترګو  ورننوځی   زموږ حلکو ستاسو مجاهدینو  هغه امنیت نیول  شه په یاد دی چی د  داکتر نجیب د حکومت د سقوط  سره  سم دولتی قدرت  تاسو  دمجاهدو رهبرانو او  جهادی  شوری ته  در  وسپارل  شو . د  نجیب له دولت یو منظم اردو  د سلهاو طیارو هلیکوپترو  زرهاو تانګونه او لیری منزل ویشتونکی  توپونه   ، اوراګانو  او شلیکاګانو  دستګاوی او د لونا  راکیتونه  په لسهاو زره ټنه مهمات  ټول  تاسو مجاهدینو ته  ور تسلیم شول ، مګرد تاسو  په هدایت او  لارشونه  سره  سم  د پاکستان د راضی کولو په خاطر  دافغانستان سل کلن  اردو انحلال  او د مجاهدینو لخوا داردو سلاح او وسایط چورول  ، غلا کول ،کباړ کیدل او څرنګه پاکستان باندی خرڅیدل

 ــ موږ ستاسو د امنیت په نتجه کی د افغانستان د  دولتی دوایرو چور لیدلی چی د  دفترو قالینی  کوچونه  تیلیفون دستګاوی  کولرونه  د هر مجاهد په اوږه کور ته روان ول .

ــموږ د ملی موزیم د اثارو غلا کول او په  پازارونو کی د مجادینو لخوا  د قیمتی  تاریخی اثارو خرڅلاو  لیدلی .

ـــ  د دولتی  وسایطو چور او غلا کول د ملی بس 1200 سرویسونو چورول  او دمجاهدینو لخوا وړل  په یاد دی .

---  دولتی ترانسپورتی  غنډونه او شرکتونه  وکاماز لمبر یو او لمبر دو د  تصدی  هغه  زرهاو ثقیله ترانسپورتی واسطی  ستاسو مجاهدو د امنیت  په نتجه کی  چور او تا لا شوي

 ــ  د سیلو او  نورو  غذایی موادو ډیپو ګان  د مجاهدو لخوا تا لا  او په بازارونو کی  شخصی ګټی  لپاره خرڅ شول  

ــستاسو مجاهدینو د امنیت په وخت کی  د کابل په شار کی  په لسهاو  زره کورونه  نتنها چور او غلا شول بلکه د کورونو دروازی او کړکی  حتی د چت لرګی یوړل شول   . محترم  سیاف صیب چی کله له پغمان  کابل شار ته د خوشحالخان مینی د کورو او کوڅو له منځه را تللي  تاسو  د خوشحالخان مینی د  زرهاو کورونو حالت  توری خولی او ویجاړ دیوالونه  شه  په یاد ندی  پاته او هیرمو کړل  ؟.

ـــ  ستاسو   د لخوا د  امنیت نیول   زمانه کی  د ټولو کابلیانو یاد دی چی د هیچا د کور  مال او ناموس  مصوونیت نه درلودل .

ـــ  د خلکو له ګاراجو څخه   شخصی موتر په وچ زور  وړل کیدل  به هم  ستاسو  په یاد وی . د ناهید  شهیدی  د خپلی حیا د حفاظت پخاطر یی له څلورم منزله  ځان  را وغورځاوه . 

  ــ  ستاسو به په یاد پاته وی چی د یو سړی شځه مجاهد وړی وه او هغه میړه یی ددولت ریس جمهور اغای ربانی ته ورقه عرض  وړاندی کړه  استاد ربانی احکام    ورباندی لیکلی وه (  قوماندان صیب  زن عارض   برایش  مسترد ګررد ) چی دا احکامو  اوازی  او انګازی په  ټول کابل  کی خپری شوی   دا ستاسو عدالت او  پوشتنه کول وول

ـــ تر ټولو شرم اور هغه عمل دی کله چی یو  افغانه میرمن د ولادت  لپاره د شپی له طرفه  شفاخانی ته وړل کیده او  ستاسو مجاهدینو  ددی په خاطر چی موږ د شځی ولادت ندی لیدلی او د سرک  په سر ستا د  ژیرورو مخی ته ولادت کوی  ،

  د کابل د  بیګناه انسانانو غوشی د ژوبڼ   مرجان زمری وخوړلی  ، انسانان د   خشتو د بټیو داش ته  ور وغورځول شول ژوندی یی  وسوځول او د ژوندیو په  سر باندی میخونه ووهل شول    رقص مرده   یو نوی اصطلاح ستاسو د مجاهیدو ورونو  لخوا منځ ته راغله ،.

--- استاد سیاف او دهغه وخت مجاهدینو ته  چی د سیاف به  دی جمله  « محاهدین دی چی امنیت راوستلای شی » د تکبیر ناری وهلی  شه په یاد  پاته وی  هغه وخت چی د افشارو په مشهور جنګ کی   ستاسو  مجاهدینو د حزب وحدت ، نظامی قوت مات کړ اود افشارو وسلوالی ډلی ووژل شوی او یا هم وتشتیدل   ستاسو مجاهدین د افغانستان د اسلامی دولت د قواو تر نوم لاندی افشارو ته داخلی  شوی د منطقی  بی وسلې میشتو کورنیو ته مو څومره شه امنیت  راوست؟؟؟ تاسو ولیدل چی به ټول افشارو کی هیڅ نفر ژوندی پری نشود حتی د زانګو ماشومان مو ووژل  په وړو ماشومو  انجنو  حامله شځو او ځوانو شځو ډلیز  جنسی تیری وشو ، تاسو د هغی مور کریکی او بغاری هیر شوی دی ؟ چی تر لور را ګرزیده او ناری وهلی  پر  ما  باندی  تجاوز وکړی خو زما لور  وړه ماشومه ده  ، ولی ستا مجاهدین  د هغی  مور  دسترګو په وړاندی په ماشومی نجلی ډلیز جنسی تیری کوی . د ټولو افشار میشتو  دکورونو مالونه  داسی چور شول چی هیڅ  شی پاته نشو .( زما د سترګو لیدلی حال دی ، یونفر د جرګانو  یو مرغانچه چی د لرګیو څخه جوړ شوی وه  په یو بل لرګی کی پیلی او په اوږه ایشی را روان وه ماخبله تری پوشتنه وکړه ولی  کاکا نور څه نه وه چی  خالی مرغانچّه دی  را پشاه کړی  نو هغه راته په دیره عاجزه خوله وویل  د  مور سره زنا ده که نور هیڅ  شی پاته وه ) دا د هغه امنیت نیولو  نمونی دی چی  ستا مجاهدینو نیولی وه .

د هلکانو تشتول او د کورونو څخه د خلکو را ایستل او  نامعلوم لوری ته وړل  وروسته د پیسو په بدل کی خوشی کول یو عادی او معمولی تجارت وو.سیاف صیب بیا هم غواړی داسی امنیت ونیسی ،

ـــ  د خوشحال میني  او د کابل مکروریانونو کی حتی یو کور هم  د نمونی په توګه پاته نشو چی   مالونه  یی چور نوې  شوی    او یو کور کړکی او دروازه پهخپل ځای کی  هم پاته  نشوه ،

ــــ  د پغمان د  دوراهی  څخه تر دهمزنګه  یو دوکان بی چوره پاته نشو  او د جنګ به نتجه کی  د همدی سړک دواړو غاړو ته  یو دیوال  ولاړ پاته نشو .

 ـــ موږ د مجاهدینو د امنیت نیولو په وخت کی ولیدل چی هر ناحیه کی یو حکومت او به هره کوڅه کی  خودمختار قوماندان   خپل سری  پاچاهی کوله ،

ــ  د کابل د ویران حالت عکسونه  او د  دارلامان ماڼی اوسنی حالت خو ټولو اوسنیو ځوانانو هم لیدلی  دی چی  مجاهدینو د حکومت  د امنیت د  حالت شکارندویی کوی، او په اوسنی کابل کی   لوړ منزل تعمیرونه  ، خپل سری  شهرکونه  او د ځمکو پریمانه غصبول  نمره کول او خرڅول  د مجاهدینو د  حکومتداری  د فساد شی  نمونی دی !

 ددی ټولو  جنایاتو  سره  سره  د ستیج  به  سر   په لوړ اواز وایی مجاهدین  دامیت  ساتلو  شه جوګه ده  زما  سره خو  ددی بی  شرمی او  سپین سترګی لپاره  الفاظ نشته  .   صرف را به ووایو چی  

  د افغانستان د اولس  په  سترګو کی  نوری خاوری مه  شیندی  ،  پریږدی چی دا  نیم بند د ملی وحدت حکومت او منتخب ریس جمهور د  اولس د امنیت ټینګولو  په منظور  وړ او لایق  ،صادق  او دلسوز کادرونه  ځای په ځای کړی ، او خلک د توپکمارو د تهدید نه پرته  ازاد  ژوند ولری . تاسو د جهادی تنظیمونو  رهبران او سر کرده ګان د  خپلو  شومو اعمالو د جبیری په خاطر  نوی حکومت لپاره  موانع او مشکلات مه جوړوی  اولس به مو منندوی  وی .او پدی وسیله د افغانستان د اوسنیو چارواکو څخه هیله کوو تر څو د  د خلکو د ارامی او هوساینی پخاطر  د ټولو قومی ټنظیمی  ژبنی او سمتی تمایلاتو خلاف  یو  کاری  او خدمتګار حکومت او اداره منځ ته راوړی .

پای

عزیزالله حقپال