د دوحا تړون د جمهوریت د سقوط مهم لامل

د روان عیسوي کال د اګست په ۱۳ مه، د افغانستان د ملي محور په نوم څو تنو پخوانیو جنګسالارانو او ډاکوانو د احمد ولي مسعود په سرخېلۍ، یوه اعلامیه خپره کړې او هلته يي له طالبانو غوښتي چې د دوحا تړون پر بنسټ دې د انتقالي حکومت سره موافقه وکړي!

لومړی باید وویل شي چې دغه ډله له یوه سره ملي نه ده. نیمايي غړي يي له پنجشیر او ډیرکی يي د اسلامي جمعیت او نظارشورا پخواني سړیخواره دي. د افغانستان ملي محور کلمه د هغه کسانو له خولې چې نه ملي هویت مني، نه ملي تاریخ منې، نه افغاني تذکره مني او نه ملي ارزښتونو ته قایل دي، د خندا وړ ده. دغه کسان په تېر کې د څو لسیزو راهیسې د کورنیو جګړو، اختلافاتو او ملوک الطایفې لامل دي او د افغانانو په نږد يي خپل ټول اعتبار بایللی!

دا ډله په اعلامیه کې وړاندې ځي او لیکي« زموږ په اند، د انتقالي حکومت جوړېدل چې د دوحا له تړون سرچینه واخلي، د افغانستان ملت د باور سبب کیږي، ملي او نړیوال مشروعیت تر لاسه کوي او هېواد کې د اقتصادي او ټولنیز روان بحران مخه نیسي، طلوع نیوز»

د دوحا تړون د امریکا او طالب ترمنځ لاسلیک شوی. د هېواد پخوانی حکومت او افغانان په ټوله کې د دې تړون له محتوي او مندرجاتو خبر شوي نه دي او هیڅ معلومات نه لري. بلخوا د امریکايي چارواکو لخوا پرله پسې ویل شوي چې تړون کې داسې مادې هم شته چې سرې (پټې) دي او د تړون د لاسلیک کوونکو پرته، بل څوک ترې خبر نه دي!

همدارنګه که په دوحا تړون کې د پخواني افغان حکومت سره، د انتقالي حکومت په اړه  کومه ماده لاسلیک وای او منځپانګه يي خپره او رسنیزه شوی وای، هلته به لومړی پخواني افغان حکومت خبر وای او بیا به پر طالب دا الزام هم وای چې د داسې انتقالي حکومت په جوړولو کې يي د پخواني حکومت سره په ګډه، برخه اخیستی وای.

د ملي محور په نوم دا ډله غواړي؛ د ولسمشر اشرف غني پرځای، ځان د پخواني حکومت وارث وګڼي او له دې دریځه د یوه اړخ پتوګه طالب سره په یو انتقالي حکومت کې شریک شي. د دې ډلې په اند، طالب باید دې ډلې ته په انتقالي حکومت کې لږ تر لږه په سلو کې پنځوس برخه ورکړي او وروسته لویه جرګه او بیا ټولټاکنې وشي او داسې اساسي قانون تصویب شي چې د دوی لخوا تعریف شوی پارلماني نظام پکې تسجیل شي.

دوی په درواغو او ریا سره د لويي جرګې او ټولټاکنو نوم اخلي. دا ډله په نږدې تېر کې د لویو جرګو او ټولټاکنو سرسخته مخالفه تېره شوې او د پارلماني نظام څخه هم يي موخه په هېواد کې ارامتیا او سوکالي نه ده، بلکې غواړي له قانون څخه د یوې وسیلې او ضربې پتوګه خپل ملي ضد پلانونه پلي کړي!

دا ډله له همدې دریځه پر طالب نیوکه کوي چې د دوی دا ډول یوسره غوښتنو ته غوږ نه نیسي او اړشوي چې د طالب په وړاندې جګړې ته مخه کړي.

خو افغانانو تېر یوه کال کې د دوحا تړون سپارښتنې په عمل کې ولیدې. دا تړون د هغه جمهوري نظام د ړنګولو لپاره لاسلیک شوی وو چې شل کلونه د افغانانو په زیار تازه په پښو د درېدو په درشل کې وو. د دې تړون په پایله کې اردو له منځه لاړه او د نظام ښېرازه ونړېده. په سلګونو زره لوستي افغانان او د دولت د بېلا بېلو برخو ملي کادرونه کډوالۍ ته اړ شول. د ښوونځيو او کار دروازې پر افغانانو او په تېره بیا د نجونو او ښځو په مخ وتړل شوې. افغانان بېکاره او وزګار شول، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په ټپه ودرید. د خلکو مدني او شخصي ازادۍ تر ګواښ لاندې راغلې، هېواد له نړۍ ګوښه شو. افغانان په سیمه او نړۍ کې اواره او بې حیثیته شول. هېواد په علاقه غیر سیمه بدل شو چې هیڅ ډول قانون نه لري.

بېځایه نه ده چې ولسمشر غني د دوحې تړون یو ناورین بولي. ښاغلي غني د اګست په ۱۴ مه د سي این این سره په خپله تازه مرکه کې وايی« د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې تړون یو ناورین وو او په افغانستان کې یې د سولې پروسه ګډه وډه کړه». همدارنګه نوموړی زیاتوي« دې تړون د سولې د هغې پروسې مخه ډب کړې وه چې افغانانو خپله پیل کړی وه، نړیوالې ټولنې افغانان یوازې پرېښودل، BBC»

د جمهوریت په سقوط کې ډېر نور کورني او بهرني لاملونه شمېرلی شو چې یو تر ټولو مهم يي د دوحا تړون دی. پر دغه تړون د ملي محور په نوم د کسانو ډډه لګول، د دوحا تړون پشان یوه بله توطیه ده چې افغانان يي په کلکه غندي او پر وړاندې يي دریږي!

د ۲۰۲۲ کال د اګست ۱۵مه

سرلوڅ مرادزی