پنجابی تندر!

کله چې ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه راشي او د سپوږمۍ سیوری پر ځمکه پرېوځي، د لمر مخ تت او توره تبۍ شي او خلک يي د لمر تندر بولي. همدارنګه که ځمکه، سپوږمۍ او لمر په یوه لیکه راشي او د ځمکې سیوری پر سپوږمۍ پرېوځي، ولسونه يي د سپوږمۍ تندر بولي چې د سپوږمۍ یوه برخه او یا ټوله سپوږمۍ تته او یا توره معلومیږي.

همداسې که یو هېواد د بل هېواد تر سیوري لاندې راشي او د خپلواکي او ازادي یوه برخه یا ټوله له لاسه ورکړي، ویلی شو چې نوموړی هېواد مستعمره او تندر نېولی دی!

نن زموږ د هېواد خپلواکي او ازادي په بشپړ ډول د پاکستان تر سیوري لاندې راغلې او پر نړیوال دریځ تته او تیاره ښکاري. نو ځکه وایو چې پنجابي تندر مو هېواد نېولی دی!

د سپوږمۍ او لمر تندر د لیرې کېدو لپاره به پخوا خلکو دعاګانې او د واقعې لمونځونه کول چې د تندر د لامل سره يي تړاو نه درلود او بې نتیجی ول. د پنجابي تندر څځه هم ولس په دعاګانو او لمونځو نه خلاصږي؛ دلته د ولس یووالی او غوڅ اقدام ته اړتیا ده!

د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر ۲۶ مه

سرلوڅ مرادزی