محمد يوسف انتظار

د افغانستان د پخواني جمهور رئيس

اتل شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت د شپږويشتم تلين په ياد

 

Najibullah.jpg

افغانان او د ډاکټر نجيب الله د سياسي خط پلويان د هېواد په دنننه او بهر کې د شهيد ډاکټر نجيب الله د شهادت شپږويشتم تلين په داسې شرايطو او حالاتو کې لمانځي چې طالبانو يو ځل بيا پر افغانستان باندې خپله ولکه ټنګه کړې ده، د ناټو او امريکا د متحده ايالاتو پوځي ځواکونو په افغانستان کې د شل کلنې افغان کورورانکونکي او وژونکي جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، دا په داسې حال کې وه چې ناټو او واشينګټن د جګړې په ډګر کې پر خپلې ماتې د څادر غوړولو او ځانته د خټو پوزې د جوړولو لپاره يې د طالبانو سره د اسلام اباد سره په همغږۍ کې د افغان دولت د مشورې او تفاهم پرته د دوحې معاهده لاسليک او خپلې پښې يې د افغانستان څخه سپکې او د خپل شل کلن اشغال څخه پر شا شو او طالبانو ته يې پر افغانستان باندې د ولکې ټنګولو زمينه برابره کړه، او په مسؤلانه ډول يې دا فکر ونه کړ چې د افغانستان څخه به زموږ له وتلو وروسته د سيمې، افغانستان او افغانانو د برخليک پايله به څه وي؟ د کړو ژمنو سره سره يې افغانستان په سپېره ډاګ پرېښود، هغه موخې او اهداف يې هم تر لاسه نه کړل کوم چې دوی يې په اړه پر افغانستان باندې پوځي يرغل کړی و، په پايله کې په مليونونو افغانان مهاجرت ته اړ او په لکونو افغانان شهيدان او معيوب شول، او همدا راز يې د تيرو شلو کلونو په موده کې تر لاسه شوي برياوې هم وننګولې.

د ناټو او امريکا متحده ايالاتو د پوځي ځواکونو د وتو سره هېواد د ستر بشري ناورين سره مخامخ شو او هېواد په بشپړ ډول له نه جبره کونکي تباهۍ پر پوله ولاړ دی او طالب چارواکي يې په سمبالښت کې پاتې راغلي او افغانستان د سترو چاليشونو او ننګونو سره لاس په ګريوان دی چې بې له شکه يې زموږ د هېواد پر سياستونو او معيشت ژوره او څرګنده اغېزه کړې ده. دا په داسې حال کې ده:

لومړۍ، نه افغانانو تر دې دمه د طالبانو څخه د هېله مندۍ ځواب تر لاسه کړی، نه يې د سيستم او سياسي نظام د شکل او محتوا په اړه يې خپل ادرس په رسمي ټوګه په ډاګه کړی او نه د طالبانو په سياسي چال چلند کې د اعتدال کومه نښه نښانه ښکاري.

دويم، طالبانو تر دې مهاله له نړيوالې ټولنې سره تعامل نه دی کړی، دا تعامل تر هغې ممکن نه دی چې د نړيوالې ټولنې مشروع او روا غوښتنې ونه مني او يو ټولګډونه حکومت جوړ نه کړي او طالبان د خپل وچ او کلک دريځ څخه پر شا شوي نه وي.

دريم، له ترهګرۍ سره مبارزه په افغانستان کې د يوه پياوړي او ټولشموله حکومت په رامنځته کېدو پورې اړه لري، ترهګري او ډار اچونه په هر ډول او بڼه چې وي د نړيوال امنيت په وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی چې په وړاندې يې بايد نړيواله مبارزه ترسره شي او له دې پرته د ترهګرۍ د زياتېدو په تړاو به د سيمې اندېښنې پرځای پاتې وي او همدا راز د بيارغونې او پرمختيايي پروژو د چارو سمبالول او پرمخ بېول له دې پرته ممکن نه دي.

کارپوهان په دې باور دي ترڅو چې د طالبانو او نړيوالو ترمنځ رسمي تعامل رامنځته نه شي، نړيواله ټولنه به د طالبانو واکمني په رسميت ونه پېژني او نه به افغانستان له اوسنۍ انزوا راووځي، له همدې کبله د چارو کتونکي باور لري چې د افغانستان څخه د امريکا او بهرنيو ځواکونو د وتلو وروسته بايد له نړۍ سره د متقابل باور او اعتماد په پام نيولو سره، اړيکې له سره ورغول شي او د مخامختيا پر ځای پر تفاهم او تعامل کار ترسره شي، طالبان نه بايد د امريکايآنو په ګناه او نه امريکايان د طالبانو په ګناه نور افغانان وځوروي.يو عالم وايي، کله چې سياستوال زور ته لاس اچوي، هغه د سياستوال په حيث مري.

(۱۴۰۱) لمريز کال د تلې مياشتې پنځمه د افغانستان د وتلي څېرې، زړه ور سياستوال، د ملي روغې جوړې ستر متفکر، رښتينی اتل د افغانستان د پخواني جمهور رئيس د شهادت د شپږويشتم تلين سره برابره ده، دا ورځ زموږ د هېواد په تاريخ کې د افغان ولس پر وړاندې د بهرنيو توطيو او دسيسو د تکرار يوه غمجنه او زړه بږنوکي ورځ ده، په همدې ورځ جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله په يوه نړيواله توطيه کې د بهرنيو اجيرانو او انسان وژونکو کړيو سره تړلو کسانو د خپلو تور مخو بادارانو او د نړۍ د ستر ښکېلاکګر ځواکونو په امر او هدايت په داسې حال کې شهيد کړ چې ده په پلازمېنه کابل کې د ملګرو ملتونو په سياسي استازولۍ کې د دغه نړيوال ځواک په خونه کې پنا اخيستې وه.

انالله و انا اليه راجعون

ډاکټر نجيب الله د افغان ولس رښتينی زوی، د سولې د لارې سرښيندونکی، د ملي روغې جوړې د واټ طراح او اتل و، دی د افغانانو د ملي يووالي سمبول، خپلو خلکو او وطن ته په خپله مينه کې رښتينی او صادق و.

د (۱۹۸۰) يمې په لسيزه کې اوږدې او خونړۍ جګړې په افغاني ټولنه کې زور او د خلکو ترمنځ بېلتونونه رامنځته کړل، دا هغه مهال و چې سړه جګړه د زبر ځواکونو ترمنځ د نړۍ د هېوادونو د لاندې کولو او يوه او بل ته د ماتې ورکولو په ډګر کې خپل وروستي اوج ته رسېدلې وه، او افغانستان د دې جګړې په محراق کې واقع شوی و. د نړۍ سترو ځواکونو په بېساري ټوګه خپلې مالي او پوځي زيرمې په افغانستان کې د سړې جګړې د وروستۍ جګړې په لګښتونو ګمارلې وې، دې جګړې افغانستان نږدې په دوو برخو بېل کړی و، په داسې له ستونزو ډکو حالاتو کې وو چې جمهور رئيس نجيب الله واک ته د رسېدو وروسته د سولې او روغې جوړې پر لور خپل مزل پيل کړ.

ډاکټر نجيب الله چې له ستر تاريخي ازمايښت سره مخامخ و، ملي روغه جوړه يې اعلان او د افغانانو ترمنځ د خپل منځي پوهاوي او ملي روغې جوړې د تطبيق لپاره يې نه ستړې کېدونکي منډې ترړې وکړې او له دې سياست څخه يوه شېبه هم پر شا نه شو، او په يو اړخيز ډول يې مقابل لوری د تير خپګان په هېرولو سره سولې او روغې جوړې ته راوبلل، او د هغې د تطبيق لپاره يې ټول امکانات برابر کړل، مګر په هېواد، سيمه او نړۍ کې داسې افغان دښمنه هېوادونه او کسان ول چې نه يې غوښتل د ملي روغې جوړې او پخلاينې سياست چې په بشپړ ډول يې د افغانانو د هيلو او ارمانونو څخه سرچينه اخيستله په برياليتو سره سر ته ورسيږي، او په افغانستان کې يو سالم، ځواکمن او باثباته دولت رامنځته شي چې د افغانستان د خلکو د ملي خپلواکۍ او ملي ګټو تمثيل وکړي او يوه ملي واکمني د خلکو د ازادې ارادې پر بنسټ رامنځته شي.

ډاکټر نجيب الله د افغانستان د يوه پوه، ځيرک او خوځنده سياستوال په توګه کولی شول چې د افغانانو د ملي غميزې د له منځه وړلو لپاره ډېرې لاسته راوړنې ولري، همدا لامل و، چې د نورو پلانونو په ترڅ کې ډاکټر نجيب الله ووژل شو او افغانستان يې د يوه دراک او متفکر سياستوال څخه محروم کړ.

ښايي چې موږ دا غمجن حالت چې د سولې پروسې بهير د سبوتاژ سره منځته راغی او د هغې ورانونکي نتايج وڅېړو، او دا راز د دې ټکي روښانه کول هم ضروري او لازمي دي چې د ملي روغې جوړې تګلاره نن هم هغومره بااهميته او انکار نه مننونکې ده، کوم چې د افغانستان پخواني جمهور رئيس ډاکټر نجيب الله رامنځته او په کار يې واچوله او په راتلونکي کې مختلفو حکومتونو او سياسيونو د هغې د تطبيق لپاره ګام پورته نه کړ، دا په داسې حال کې وه چې د بن د لومړي کنفرانس د پرېکړو له مخې د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د ستراتيژۍ په توګه د ملي روغې جوړې تګلاره د غوره کولو اړتيا منلې وه، په مهمو سياسي شخصيتونو کې د دې خبرې درک په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټينګېدو اميدونه راپيدا کړي وو، خو له بده مرغه د هغې د پلي کولو لپاره لازمه سياسي اراده ثابته نه شوه، ځينې افغاني سياست پوهانو کله نا کله د روغې جوړې د تطبيق اړتيا او ضرورت په اړه څرګندونې کولې، خو تر دې مهاله د دوی د سياسي عقيدې اساس څانګه ونه ګرځېده.

دا څرګنده او ښکاره خبره ده چې د دې کار په صادقانه توګه پلي کول نه يوازې د جوړ جاړي روحيه غواړي، بلکې دا ضرورت هم رامنځته کوي چې د سياسي او دولتي مقاماتو په بڼه دې قرباني روکړل شي، ځکه يوه انعطاف پذيره کړنلاره او مخالفو نظرياتو ته د درناوي په لار کې د وړاندې تللو يوازنی کار دی، ملي روغه جوړه کېدای شي چې په هغو اوصافو چې يو ملي مشرتابه يې لري لاسته راشي، په لنډو ټکو کې بايد ووايو چې افغاني سياسي مشرانو په ځانګړي ډول هره يوه پخواني ولسمشر حامد کرزي او وروسته بيا ولسمشر محمد اشرف غني بايد د ملي روغې جوړې په اغېزمنه توګه د پلي کولو لپاره د جمهور رئيس نجيب الله پر ګامونو ګام ايښی وای، چې بدبختانه دوی خپله او يا د نورو په اشاره په خپلو څرګندونو کې رښتيني او صادق نه وو، او د تاريخ څخه يې زده کړه ونه کړه.

څوک چې د تاريخ څخه زده کړه ونه کړي، تاريخ بيا پرې تکراريږي.

په افغانستان کې د ترهګرۍ او ډار اچونې د مرکزونو زيږېدنه او د هغې سرطاني وده سربيره په نورو عواملو د سياسي او سوله ييز بهير د سبوتاژ مستقيمه پايله وه، بله خبره چې ډېره مهمه او اړينه ده دا ده چې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په هغه وخت کې ټول زور د سولې د پلان پر عملي کېدو باندې ترسره نه کړ، د همدې لپاره هغه ځواکونه چې د سولې بهير يې سبوتاژ کړ، خپل ځانونه حق په جانب بلل، حتی دا چې ملګرو ملتونو دومره ناتواني او ناغيړي ښکاره کړه چې د سولې پروسې طراح ډاکټر نجيب الله چې د ملګرو ملتونو د پلان د يوې برخې پر بنسټ بايد په ازاد ډول د امنيت په فضا کې په خوندي ډول بهر ته، په ځانګړي ډول هندوستان ته چې کورنۍ يې لا له وړاندې هلته استوګن وه، د تللو لار ورته ورکړل شوې وای، په ډېرې خواشينۍ سره ډاکټر نجيب الله مجبورا په کابل کې د ملګرو ملتونو په ډيپلوماټيک مقر کې سياسي پنا واخيسته، خو په تاسف سره چې په ډېره بې رحمانه ټوګه د (۱۳۷۵) لمريز کال د تلې مياشتې په پنځمه نېټه د ملګرو ملتونو د سياسي مقر څخه طالبانو په زور او جبر رابهر او د سختې شيکنجې وروسته يې د خپل ورور جنرال احمدزي سره يو ځای د ټولو نړيوالو اصولو، اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف له محاکمې پرته شهيد کړل شول.

د وروستۍ خبرې په توګه بايد ووايو چې ډاکټر نجيب الله به د خپلو اتلو او باتورو خلکو په منځ کې تل ژوندی وي، ځکه د خپلې ژمنې سره سم يې چې ويل به يې (( وطن يآ کفن)) پر هېواد خپل سر کېښود.

په ډېرې خواشينۍ سره بايد ووايو اوس چې افغانانو خپل ګران او ملي مشر له لاسه ورکړی دی، نو پر موږ ده چې د ده د ملي ارمانونو او سياستونو د تطبيق په لار کې اوچت ګامونه پورته کړو او بې له وېرې د ستر نجيب د سترو هېلو او ارمانونو د پر ځای کېدو لپاره نه ستړېکېدونکي هلې ځلې وکړو.

ځلانده او تلپاتې دې وي د وطن د لارې اتل شهيد ډاګټر نجيب الله کارنامې او خاطرې.