افغانستان اوسنی وضعیت او د ملی دیالوګ ضرورت!

۸ دسمبر ۲۰۲۲

پیژندنه

په تېر یوه نیمه کال کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د افغانستان اقتصادي وضعیت خورا خراب شوی، کورني تولیدات کم شوي، سلګونه زره کسان بې کاره شوي، د بیو شاخص لوړ شوی، او د بلی خوا د خلکو عایدات کم شوی، د خلکو خوراکي خوندیتوب له منځه تللی چه په نتیجه کی د هیواد نیمایي نفوس په فقر او قحطۍ کې دی..

سربیره په دا په افغانستان کې د طالبانو په واکمنی د شرعي احکامو د ناقص، غیر منطقي، عامیانه او غیر عقلانی تعبیرونو له مخې د خلکو مدني حقونه په ځانګړې توګه د هېواد نیمايي نفوس، یعنې ښځې او نجونې د کار او زده کړې له حق څخه بې برخې کړي. دا سیاستونه په عملي ډول د طالبان واکمنی له مشروعیت څخه بې برخې کړي دي.

اسلامی امارت د یو متمدنی حکومت په شان د ملی مسایلو په مقابل واحد دریځ او کړنلاره نلری. کوم اساسی قانون موجود ندی او نور مدنی قوانین بی سرنوشته پاتی دی. مملکت په فرمانونو اداره کیږی او د طالبانو یو تعداد واکمن وزیران جاهلانه فرمانونه صادروی. یو یی په تیر شلو کلنو د معارف او عالی تحصیلاتو فارغان ته چی د هیواد مسلکی کدرونه دی کنځاوی کوی او هغوی بی فایده بولی، بل یی د علم زده کړه «مباح» بولی، بل یی د ښځو تعلیم فحشاٌ تعریفوی او دعالی تحصیلاتو وزیر یی علمی درجی د ماینونو د چاودلو د تعداد په شمیر تعینوی! په اوسنی عصر کی بی قانونه حکومتکول د مڼلو وړ ندی.

په پایله کې د هېواد په سلګونو زره ملي سرمایه له هېواده وتښتېدل او ډېر شمېر یې په هېواد بیکاره او بی روزگاره ژوند کوی. د بېکارۍ، د اقتصاد نشتوالی او د عوایدو کمښت د افغانستان خلک سخت.

مات شوي او ویجاړ شوي او دا پروسه ورځ په ورځ ژوره کیږي.

پر دې سربیره د رژیم پر وړاندې د خلکو د نا رضایتۍ او مقاومت امکان له تصور څخه لرې نه دی. همدا اوس د هېواد له ګوټ ګوټ څخه د وسله والو نښتو خبرونه اورېدل کېږي . ترهګریز فعالیتونه یو ځل بیا امنیت ته ګواښ پېښوي او د قومي او مذهبي اقلیتونو په ځانګړي ډول هزاره ګان، هندوان او سکهان، د طریقت او تصوف د خلکو په نښه کولو سره بنسټیز تعصب ته لمن وهي او د ملي وېش له خطر سره مخ کوي.

په افغانستان کې ترهګریز بریدونه دوام لري، چې طالبان یې د مخنیوي توان نه لري. په کابل کې د القاعدې د مشر ایمن الظواهري وژل کېدل له دغې نړیوالې تروریستي ډلې سره د طالبانو د همکارۍ د دوام ښودنه کوي. بلخوا پاکستان هم په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ځینو مشرانو شتون تایید کړی دی. په افغانستان کې د هند ضد، چین ضد، تاجکستان ضد، ازبکستان ضد، روس ضد او حتی د پاکستان ضد ترهګرو ډلو شتون د نیابتي جګړو د دوام او زموږ د خلکو د ژوند شرایط لا خرابوي. د طالبانو تحريک د خپل ماهيت او ايډيالوژيکي محدوديتونو له امله نه يوازې دا چې په سيمه کې د تروريزم او تروريستي فعاليتونو د پراختيا مخه نه شي نيولی، بلکې د سيمې د حکومتونو د سياسي ثبات لپاره هم جدي ګواښ ګڼل کيږی.

اوسنی کړکېچن حالت سیمه ییزو سیالانو او هغو هېوادونو ته فرصت ورکوي چې په سیمه کې د خپلو ستراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو لپاره د اسلامی امارت له بې کفایتۍ ګټه پورته کړي او د بلې نیابتي جګړې خطر لا هم په جدی ډول موجود دی.

د اوسني حالت دوام به د افغان ملت راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړي او د معاصر تمدن د جریان د شاته کیدو، اقتصادي، تخنیکي، ټولنیز، سیاسي، فرهنګي وروسته پاتې والي او له نړیوالې ټولنې څخه د انزوا کیدو له خطر سره به مخ شي.

برسیره پر دا اوسنیو نامناسبو شرایطو د افغانانو د ملي حاکمیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي پر ضد عناصرو او جریانونو ته دا فرصت ورکړی، چې د هېواد د وېش لپاره ډېر بیرغونه او غوښتنې پورته

کړي او زموږ د هېواد بنسټونه یې له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د ملی یالوګ ضرورت!

افغانستان د خلکو د اوسني سیاسي، ټولنیز، اقتصادي او کلتوري وضعیت او د طالبانو د اسلامي امارت د رژیم د نړیوالو د نه پیژندلو له امله، افغان سیاسي فعالانو څو ایتلافونه، اتحادونه او محاذونه جوړ کړي دي. خو ښکاره ده چې هیڅ بنسټ او ایتلاف په یوازې توګه نشي کولای افغانستان او زموږ خلک له اوسني حالت څخه وژغوري. د سیاسي فعالانو تر منځ د همغږۍ د نشتوالي په دوام سره به په افغانستان کې د رجعت غوښتونکو، استبدادي واکمنۍ ژوند اوږد شي.

په دې تاریخي پړاو کې دا د افغانستان د ټولو بنسټونو، ایتلافونو، متحدینو او سیاسي فعالانو اساسي، مهمه او جدي دنده ده چې په یوه ملي ایتلاف کې سره متحد شي، ترڅو د پرمختګ د موخو په مرکز کې د یوه مشترک ادرس او مرکز په جوړولو سره افغانستان وژغوري. ارزښتونه او ګډې ګټې، د افغان ولس د ګټو دفاع او په ورته وخت کې د نړیوالې ټولنې لپاره د ښه او سالم شریک په توګه او د اسلامی امارت پر وړاندې د افغان ملت د ټولو طبقو د افکارو د انعکاس لپاره یوه مرجع وګرځی. نن ورځ زموږ اساسي دنده دا ده چې د ملي شخصیتونو، بنسټونو، ایتلافونو، ګوندونو او اتحادونو یوه پراخه جبهه جوړه کړو، تر یوې چترۍ لاندې خپل فعالیتونه په ملي او نړیواله کچه همغږي کړو، که نه نو دا نوښت، څنګه چی دتوماس وست او عبدالله او نور پخوانی مفسدینو د تماسونو نه معلومیږی، پخوانی معامله ګر په لاس ونیسی او د څو حکومتی څوکیو او امتیازاتو په بدل لکه پخوا په شان د هېواد له برخليک سره بيا هم سوداګري وکړي.

طالبان باید ومنی چی د ملایانو اوسنی بی قانونه انحصاری امارت اسلامی د افغانستان خلک او جامعهُ جهانی ته د منلو وړ نده. د افغانستان ښځی چی د هیواد نیمایی نفوس دی په جامعه کی د شمولیت حق لری. طالبان باید ومنی چی د شرعي احکامو د ناقص، غیر منطقي، عامیانه او غیر عقلانی تعبیرونو له مخې حکومتکول د ټولنیز او د خلکو د اوسنی عصر ضرورتونه نه ترسره کیږی. هیواد اساسی قانون او نورو مدنی قوانینو ته ضرورت لری چی د خلکو د نمایندګانو لخوا تصویب شوی وی. افغانستان څو قومي او څو ژبه ییز هیواد دی چی ملی هویت جوړوی. دا هویت باید په اساسی قانون کې د اتباعو مدني، ټولنیز، سیاسي حقوق او مکلفیتونه په تعریف کی انعکاس ومومی.

د هېواد د ستونزې د ماهیت او په تېره بیا د سیمې هېوادونو او زبرځواکونو د استخباراتي کړیو د ښکېلتیا په پام کې نیولو سره، د افغانستان د کړکېچ د هواري لپاره د افغان سیاسي ډلو ترمنځ هر ډول ایتلاف باید له نړیوالې همکارۍ برخمن وي. له اوسنیو ناخوالو څخه د افغانستان ژغورل نه یوازې د افغان ملت او روڼ اندو دنده ده، بلکې د نړیوالې ټولنې مسوولیت هم دی.

په عین وخت کی دا په طالبانو پورې اړه لري چې په افغانستان کې د ملی یووالی تامین، د خلکو مدنی او سیاسی حقوقو ضمانت، د افغانستان پ پرمخټک کی د نارینه او ښځو د برخه نیولو امکانات برابرول، د بهرنیو لاسوهنو لپاره د زمینو د رامنځته کیدو مخه ونیسي، د استخباراتي نیابتي جګړو د رامنځ ته کیدو او دوام مخه ونیسي او د بیلتون غوښتونکو د زمینې د رامنځ ته کیدو د مخنیوي لپاره له نورو سیاسي او مدني ډلو سره د تفاهم یوه ملي پروسه چی مونږ یی دلته «ملی دیالوګ» پروسه National Discourse) ) یادوو ترسره کړي.

د ملی دیالوګ موخی؟

  • په حکومت کې د ټولنې د مختلفو طبقو د دیموکراتیک ګډون تضمین کول؛
  • د هیواد د ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا ساتل؛
  • د اساسي قانون او مدني قوانینو حاکمیت ته راستنیدل؛
  • د اوسني بدمرغه حالت څخه د وطن ژغورل او د خرابیدو د خطر مخنیوی؛
  • د خلکو د مدني حقونو تامین او ضمانت؛
  • د هیواد ښځو او نارینه وو ته بیا د زده کړې، مطالعې او کار زمینې برابرول؛
  • د جنسیتي توپیر پای ته رسول؛
  • نړیوالې ټولنې ته د افغانستان راستنېدل؛ او• له قومي او ژبني تفرقې سره چې د دولتی نظام کمزوری

مقابله کول او د بېلتون غوښتونکو دسیسو پر وړاندې مبارزه کول..

ملی دیالوګ څنګه پر مخ بوزو؟

د جګړې لاره زموږ لاره نه ده یوازې په بین الافغاني مذاکراتو او سیاسي مذاکراتو سره بحران ته د پای ټکی کېښودل کېدای شي او د هر اړخیزې حکومتولۍ په رامنځته کولو کې د هر چا ونډه به موږ عدالت ته نږدې کړي.

ملی دیالوگ دوه لاری لری:

1. لومړی لاره د افغانستان سیاسی فعالینو، خلک او د نړیوالې ټولنې پام د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ 2020 د دوحې تړون د پروسی تکمیلول دی. که څه هم د دوحې تړون په حقیقت کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د حکومت د کمزورتیا او د طالبانو د بریا لامل شو، خو دغه تړونونه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا تصویب شول او لا هم له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې د اړیکو قانوني چوکاټ جوړوی. په داسې حال کې چې امریکا او متحدینو یې د دوحې د ژمنو له مخې له افغانستانه خپل ځواکونه ایستلي، خو طالبانو تر اوسه له ترهګرۍ سره د مبارزې او د بین الافغاني خبرو له لارې د افغانستان لپاره د سیاسي حل لارې موندلو په برخه کې خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.د طالبانو او د افغانانو د رښتیني استازو ترمنځ د خبرو اترو له لارې سیاسي جوړجاړي ته لاره هواروي. دا پروسه نيمګړې پاتې ده او بايد دا پروسه بيا راژوندۍ شي..

د دوحې د موافقې له مخې، طالبان ژمن دي چې "د افغانستان د راتلونکي سیاسي لارې نقشې په اړه د توافق لپاره" له افغان خواوو سره بین الافغاني مذاکرات وکړي. د دغو ژمنو د عملي کولو اړتیا، په ځانګړې توګه د افغانستان د راتلونکي سیاسي نقشې په اړه له افغان ګوندونو سره د توافق اړتیا لا هم پاتې ده. د دې توافقاتو پر وړاندې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې د طالبانو پر مراعات ټینګار باید له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې او افغان سیاسي فعالانو د اړیکو لپاره قانوني چوکاټ جوړ کړي.

دا په طالبانو او نړيواله ټولنه پورې اړه لري چې دغو ژمنو او قانوني اسنادو ته راوګرځي او په افغانستان کې د کړکېچ او تراژيدۍ د ژورېدو مخه ونيسي او افغانستان د نړۍ لپاره د تروريزم او خطر په ځاله بدل نه شي.

په اوسنیو حالاتو کې هغه سیاسي فعالان چې د خلکو په رښتیني استازیتوب کولای شي، نه د تېر حکومت فاسد جهادي مشران او واکمنان، باید په دغو خبرو اترو «ملی دیالوګ» کی برخه واخلي.

د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د «افغان لوري» او طالبانو ترمنځ د خبرو موخه د ۲۰۲۰ کال د دوحې له تړون سره سم د افغانستان د راتلونکي لپاره یوې سیاسي لارې نقشې ته رسېدل دي. د دې پلان وروستۍ موخه به په افغانستان کې د سیاسي ثبات او دایمي سوله او د قانون حاکمیت وي.

د بین الافغاني مذاکراتو په پایله کې باید د دوو کلونو لپاره د یوه موقت حکومت د جوړیدو په اړه یوه توافق ته ورسیږي چې مشخص کارونه یې د طالبانو د وړ غړو په ګډون د ټولو ښکیلو خواوو له خوا شریک شي . د دغه حکومت جوړېدل په افغانستان کې د تېر حکومت له استعفا سره یوځای کېدلی شي. د موقت حکومت دنده دا ده چې د یوه کمیسیون له خوا چې د دولت جوړونې له کارپوهانو، تاریخ پوهانو او وکیلانو څخه جوړه وي، د اساسي قانون مسوده جوړه کړي. همدارنګه د موقت حکومت دنده به د الکترونیکي تذکرو په بشپړه توګه وېشل ، ملي ټاکنې تر سره کول او د نوي اساسي قانون د تصویب لپاره د اساسي قانون د لویې جرګې د استازو د ټاکلو په موخه ترسره کېږي.

په ورته وخت کې ګوندونه ، بېلابېل سازمانونه او مدني ټولنې به د افغانستان د اساسي قانون په اړه خپل وړاندیزونه د اساسي قانون د بیاکتنې کمېسیون ته وړاندې کړي او د اساسي قانون د لویې جرګې د جوړېدو په موخه به په ملي ټاکنو کې برخه واخلي.

پورتني پلان د تحقق لپاره که د طالبانو تحريک همکاري ته زړه نه ښه کوي ، نړيواله ټولنه او افغان ملت بايد لاسونه سره يو کړي او لازمه همغږي او ګډې هلې ځلې وکړي چې افغان ملت د خپل برخليک واکمن شي. د افغانستان ملت نه غواړي چې افغانستان د انسانیت د دښمنانو په لاس د وحشت او دهشت په ځاله بدل شي. په دې هدف کې نړۍ مکلفه ده چې د خپل امنیت لپاره مرسته وکړي.

د «ملی دیالوګ» جوړول دوهمه لار داده چی طالبانو د ملګرو ملتونو په نظارت د یوی لویی جرګی د جوړیدو پروګرام طرح او عملی کی چی د هیواد د پاره یو نوی اساسی قانون تصویب کړی. یعنی د موقت حکومت نه پرته د یوه کمیسیون له خوا چې د دولت جوړونې له کارپوهانو، سیاسی څیری، تاریخ پوهانو او حقوق پوهانو څخه جوړه وي، د اساسي قانون مسوده جوړه کړي. همدارنګه د الکترونیکي تذکرو په بشپړه توګه وېشل تکمیل شی، ملي ټاکنې د اساسي قانون د لویې جرګې د استازو د ټاکلو په موخه ترسره کړي.

د لويې جرګې غړي د هرې ولسوالۍ او هرې ښاري سيمې د خلكو په مستقيمو رايو ټاكل كېږي او د بهرمیشتو افغانانو استازی پکی ګډون کوی.

په اساسی قانون کی د نوی نظام ارزښتونه او اساسات

  • په افغانستان کی د شرعي احکامو پیروي د ژوند د طریقې او رواجونو په توګه د خلکو د دنیا او آخرت له مکلفیتونو څخه ده؛
  • د افغانستان دولت د اساسی قانون، او نورو مدنی قوانینو پر اساس اداره کیږی؛
  • هیڅ قانون د اسلام د دین په مغایرت نه نافذیږی؛
  • په افغانستان کې ملي حاکمیت په ملت پورې اړه لري چی د انتخاباتو له لاری د ولسمشر، د ملی شورا او د ناحیی، ولسوالۍ او ولایتی شوراگانو او د لویی جرګی داستازی د ټاکړو په پروسو عملی بڼه اخلی؛
  • د نظام بڼه او ماهیت، د ریاستی متمرکز او یا د صدارتی غیر متمرکز سیستومونه، او یا د دواړو ترکیب، د اساسي قانون لخوا ټاکل کیږي؛
  • د افغانستان ملت له ټولو هغو کسانو څخه دی چې د افغانستان تابعیت لري . د افغانستان ملت له پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، ترکمن، بلوڅ، پشه يي، نورستاني، اماق، عرب، قرغزي، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دی. د افغان کلمه د افغان ملت پر هر غړي اطلاق کېږي.
  • د ولسوالیو، ښاري سیمو او ولایتونو په کچه خلک حق لري چې محلي شوراګانې وټاکي او د دې واحدونو د دولتي ادارې مشري وکړي، ترڅو خلکو ته د لا ښه خدمتونو د وړاندې ضمانت وشی. په عین وخت کی کولو لپاره د لازمو تشکیلاتو په موجودیت کې د مرکزي حکومت لخوا ملي یووالي او ځمکنۍ بشپړتیا. ضمانت ډاډ ترلاسه شي..
  • د افغانستان په نوی اساسي قانون کی دولت د اجراییه، مقننه او قضاییه ثلاثه مستقل قواو نه جوړیږی؛
  • ملي شورا د اساسي قانون له حكمونو سره سم ولسمشر، د حكومت غړي او د حكومت پاليسۍ تصويب كوي؛
  • د مرکزي حکومت او محلي حکومتونو اداري ارګانونه مسلکي، غیر سیاسي غیر حزبی او بې طرفه دي او د ملکي خدمتونو د قانون له مخې دولت او خلکو ته خدمت کوي.
  • په قانون کې د اتباعو مدني، ټولنیز، سیاسي او حقوق او مکلفیتونه پرته کوم لري تبعیض تسجیل کېږي

داکتر نوراحمد خالدی