د مکالمې ملکه

زما د خوب کوټه د یوې غونډۍ پر سر او پراخه کړکۍ لري.

سهار وختي زه او مرغان له خوبه یوځای پاڅيږو.

زما په کوټه کې لا چوپتیا وي، خو بیرون مرغان په تودو سندرو او یوبل ته په پیغامونو سهار پیلوي.

د بېلابېلو مرغانو په سندرو فضا دومره توده وي چې سړی فکر کوي د ښار د ګڼې ګوڼې په کومه کوڅه کې تېریږي.

کړکۍ ته مخامخ یو طوطې وزمه مرغه چې زه يي وینم؛ د دنګې ونې پر سر غږ پیلوي او بل مرغه چې لږ لیری او ما ته نه ښکاري د ده په ځواب کې په ورته انداز ځواب وايي. دا سوالیه او ځوابیه پیغامونه تر ډېره اوږدیږي، ان تر لمر ختو ادامه مومي. د نورو مرغانو هم یو بل سره ورته حال وي.

ما له ځان سره وویل چې مرغانو کې د مکالمې ملکه، په ځینو ټولنو کې د وګړو ترمنځ له مکالمې پیاوړې ده.

په ټولنه کې د وګړو ترمنځ د مکالمې پیاوړتیا، ډېرو ستونزو ته د حل لار هواروي!

د ۲۰۲۳ کال د اپریل ۷ مه

سرلوڅ مرادزی