ته زما د ژوند نوښت یی

ته می قدراو ارزښت یی

په درنښت باندی دی دروند یم

ته ھروخت زما درنښت یی

ته زما د مټو زوریی

ته می ھڅه او خوځښت یی

بی له تامی نوربخت نشته

ھمدا ته زما ټول بخت یی

زه د للمی تږی ګل یم

ته زماپه سراورښت یی

زه په تا باندی تکیه یم

تکیه ګاه می د زړښت یی

ھڅوی می تل ( قیام) ته

ته د خدای داسی جوړښت یی

الحاج الھام الدین قیام

06/03/2015