د خپلواکۍ يو سل او څلورمه کليزه دې مبارکه وي

د افغانستان د خپلواکۍ ګټونکو وياړلو اتلانو – شهيدانو او غازيانو نومونو یادونه او د انګرېزي استعمار د ځنځيردلومړۍ کړۍ د ماتولو د سترې بريا پرتمينه نمانځنه له درې رنګه ملي بيرغ سره، د افغان ولس ملي عنعنه ګرځېدلې او د غازي امان الله مينه د ديورند تپل شوې کرښې دواړو خواوو افغانانو د ماغزونو په ريښو کې داسې ځای نيولی چې نه د قدرت او سياست لېوالانو او نه عقيدتي مخالفانو وشو کولای د هېرولو سيوری پرې وغوړوي.

پرون شپه مې د شومه د م نيمې ويښتيا او نيم خوب په حالت کې تصور ته راتلل چې که غازي امان الله خان توانېدلای وای ټوله افغاني خاوره بېرته لاس ته راوړي او که توانېدلای وای په خپلو اصلاحاتو کې بریالی پرمخ ولاړ شي، اوس به مو د نړۍ له ډېرو پرمختللو هيوادونو تر څنګ څنګل لګولای شو. نن سهار مې د طلوع نيوز په ټلويزيون کې د امان الله خان د نه بري په هکله بحثونو کې د ښاغلي  اسحاق اتمر په خبرو کې کټ مټ همدغه فکر او همدغه ارمان تر غوږه شو او ما ته يې زما خپل د تېرې شپې خيالونه را وسپړل.

زما په آند که امان الله پاچا د مصطفا کمال په شان پياوړې اردو درلودای او يا يې رغولې وای، او وروسته له هغې يې په سوکه اصلاحاتو پيل کړی وای، بری به يې په برخه وای، مګر په دغه شرط چې حکومت  يې هم د لستوڼو له مارانو پآک کړی وای.

په ډېرې خواشينۍ  سره له دې تجربې نه د افغاني ټولنې هېڅ يوه اړخ، نه کيڼ، نه منځپالي او نه ښي اړخ، زده کړه وکړه. يواځې استعمار ترې ډېر څه زده کړل او تر نن پورې يې هم په افغانستان او هم په نورو اسلامي هيوادونو کې په کار وړي.

هيله ده مونږ ټول، د هر اړخ خلک چې يو او په ځانګړې توګه اوسني واکداران، ځانونو ته جټکه ورکړو، له درانه خوبه راويښ شو، له پرديو او ورستو لومو نه چې زمونږ ماغزه او لاس او پښې  يې راتړلي دي، ځان خلاص کړو؛ پر خپل فکر، پر خپلې لارې او پر خپلو کړو له سره کره کتنه وکړو او پرونی خپل منځي وېش او زړې دښمنۍ خښې کړو؛ د آزاد فکر کولو آزادې تازه هوا ته کړکۍ راته پرانيزو او هم د ځان او هم د خپل ولس نارينه او ښځينه و پر مخ د ملي يووالي په رڼا کې د ټولو قومونو د ملتپالو په مرسته او ګډون د مدني پوهې، ساينس او ټکنالوجۍ د زده کړې او تحقیق وَرونه خلاص کړو، د دوی په مرسته اقتصاد، فرهنګ او ملي بې پرې سياست ته وده ورکړو او په همدغې نرمې وسلې د استعماري دشمن  دسيسې شنډې کړو.

که داسې وشول نوهله به مو خپلواکي بشپړتيا خوا ته درومي او هله به حق ولرو ووايو:

حبذا باد شمال و خرما بوی بهار!

۲۸ / ۰۵ / ۱۴۰۲

۱۹ / ۰۸ / ۲۰۲۳